تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د جمعیت اسلامي ګوند اجرایويي مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور یو وار بیا پر خپل پخواني ملګري او اوسني حریف عبدالله عبدالله باندې لفظي ګوزار کړی دی.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه د عبدالله د لوړې د مراسمو یو انځور خپور کړی چې نوموړی پکې له قسم وروسته قرانکریم ښکلوي، خو عطا محمد نور د یو ایت شریف په مصداق هغه ته اشاره کړې چې ګواکې پر قرانکریم یې ریشخند وهلی دی.

عطا محمد نور په لنډ پیغام کې ویلي، نادرشاه په قرانکریم لاسلیک او قسم وکړ او حبیب الله کلکاني یې وواژه، چې د ده په وینا نن هم په نادر غدار یادېږي.

عطا محمد نور پوښتنه کړې ده اوس چې عبدالله د زرګونه خلکو او نخبه ګانو مخې ته په قران د تحلیف مراسم وکړل، قسم یې وکړ، قرانکریم یې ښکل کړ او میلیونونه انسانان یې ځانته مخاطب کړل، او اوس پر خپل قسم اوړي، نو ده ته باید څه نوم واخیستل شي؟

عطا محمد نور په دې هکله قضاوت خلکو ته سپارلی خو ویلي یې دي چې د ده څرګندونې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې هم عطا محمد نور په یو فیسبوکي پوسټ کې لیکلي چې د عبدالله عبدالله د لومړي صدارت غوښتنه د سولې په چوکۍ بدله شوې ده.

عطا محمد نور چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د عبدالله سرسختی پلوي وو، څو ورځې وړاندې یې په ډاګه کړه چې تازه مخالفتونه یې له دې امله له عبدالله سره دي چې کله د بلخ له ولایت څخه دی لرې کېده، نو دا د نور پر ناموس د برید په معنا وه، خو عبدالله یې ننګه ونه کړه او دا به هیڅکله هیر نه کړي.

2 thoughts on “د قرانکریم له انځور سره عبدالله ته د عطا نور پیغور”
  1. له تاند نه د غازي نادرخان په رابطه د داسې الفاظو خپرېدل واقعا د ملي فکر خلاف کار دی. دا صحیح ده چې الفاظ د عطا نور دي خو تاند ته نه وو په کار چې خپاره یې کړي. د تاند خبریال کولی شوای چې د روایت په بڼه یې خپاره کړي خو داسې مستقیم او په توره ځمکه په سپین خط خپرول یې واقعا خپه کوونکي دي.

  2. دله ګانو لږ یا اوسي لکه د ګور چینجۍ يو او بل نوشې جان کړي، ایله دا ولس به لږه سا واخلي

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *