دا يو منل سوی حقیقت دی چي د زمانې په تېرېدا سره شرعي مسایل هم د وخت له غوښتنو سره سم خپل شکل، د اداینې طریقه او کیفيت له يوه حالت څخه بل ته بدلوي. يو شمېر شرعي مسایل داسي هم شته چي د وخت تېرېدا نه بلکي د کلتورونو او دودونو تبدیلي د مسايلو په کيفيت او کميت کي بدلون راولي.

ستر اومشهور صحابی عمر فاروق روضي الله عنه د حالاتو له غوښتنې سره سم په يو شمېر شرعي مسلو کي بدلونونه راوستل. د تراویحو مسله ټولو خلګو ته مالومه ده چي عمر فاروق رضی الله په کي بدلون راوستی. د طلاق په مسله کي يې لاس وهنه وکړه او ځيني نوري مسلې هم شته چي دلته يې يادونه اړينه نه بولم.

ځيني شرعي مسایل د اسلام په دويمه پيړۍ کي لا د سترو امامانو له لوري تر خپل پخواني مسير پراخ سوي او د ادايني ډول يې تر پخوا پراخ او یا هم يو ډول بدل سوی دی. د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب کي د کوچني اختر سرسایه د خورما، کشمشو، پنير او اوربشو پر ځای کرنسۍ او بل هر د ګټې شی ور کول کېدای شي. ځکه د امام صیب دلیل دا دی چي سرسایه له بې وزلانو سره د مرستې په غرض را منځ ته شوې او د زمانې په اوږدو کي چي دا هدف په هر شي ښه تر سره کېږي نو بايد مسکين ته هغه شی ور کول شي.

دا امام صیب په دې تګلاره کي هم د شرعي مسایلو انساني ټولنې ته د ګټې اړخ روښانه شي او هم خلګو ته د شرعي مسایلو په عملي کولو کي اساني پيدا کېږي. که موږ د شرعي مسایلو په اړه د سترو امامانو دا پر ډېرو مهمو انساني ارزښتونو ولاړه تګلاره تعقيب کړو نو يو لور ته به په ټولنه کي د مسایلو په اړه شته ابهامونه لیري شي او بل لور ته به خلګو ته اساني هم پيدا شي.

نن بايد د قرباني په اړه هم فکر وکړو چي قرباني اصلا د څه لپاره وه او د اسلام په سر کي د قرباني په اړه د رسول الله او اصحابو عملي تګلاره څه وه؟ لومړی په دې اړه څو روایات را اخلم:

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ، تَرْفَعُهُ، قَالَ: «إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ وَعِنْدَهُ أُضْحِيَّةٌ يُرِيدُ أَنْ يُضَحِّيَ، فَلَا يَأْخُذَنَّ شَعْرًا، وَلَا يَقْلِمَنَّ ظُفُرًا» (مسلم: ۱۹۷۷)

ژباړه: ام سلمې له رسول الله نقل کړی چي ویل يې: که ذی الحجه داخله شي له يو چا سره د قربانۍ حیوان وي او د قرباني اراده يې هم وي نو وېښتان او نوکان دي نه پرېکوې.

په دې حدیث کي دوې خبري دي يوه دا چي که څوک قرباني ولري او اراده يې وي چي د اختر په ورځ يې قرباني کړي دا د حدیث اوله برخه ده او زموږ هدف هم دا برخه ده او بله خبره د وېښتانو او نوکانو د نه پرېکولو ده.

له لومړۍ برخي ښکاري چي قرباني د انسان اختیاري عمل دی نه وجوبي. ځکه وايي، که څوک حیوان ولري او د قرباني اراده يې وکړي، له دې الفاظو ښکاري چي خبره د اختیار ده نه د لزوم. بل لور ته چي د لزوم په اړه کوم روايات راغلي يو يې هم د هغو اصولو پر تول برابر نه دی چي محدثينو د يوه روايت د کرتوب لپاره ټاکلي دي.

زما په ګومان د روايت په دويمه برخه کي ابهام شته، دلته ضرور کومه تېروتنه شوې او په دې اړه بايد اصل و قانون د عائشې رضی الله عنها هغه روايت وګڼو چي د رسول الله د عمومي ژوند په اړه نقل شوی دی او دا برخه هم په کي راتلای شي. په هغه روايت کي دي:

أَنَّ النَّبِيَّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «كَانَ يَبْعَثُ بِهَدْيِهِ وَلَا يَحْرُمُ عَلَيْهِ شَيْءٌ أَحَلَّهُ اللَّهُ لَهُ حَتَّى يَنْحَرَ هَدْيَهُ»(مسلم باب استحباب بعث الهدی الی الحرم…)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله قرباني(حرم) ته استوله او د قرباني تر حلالېدا پوري يې هيڅ حلال شی پر ځان نه حراماوه.

له دې څخه ښکاري چي د نوکانو او وېښتانو نه پرېکولو په مسله کي کومه تېروتنه شوې. ښايي رسول الله يو خاص سړي ته د يوه ځانګړي لامل له وجي دا خبره کړې وي، دا هم شونې ده چي رسول الله د حیوان په اړه ویلي وي چي نوکان او وېښته يې مه پرېکوئ او دا امر هم ممکن ځانګړی شاليد ولري. د يو شمېر علماؤ په اند دا امر بیخي وجوبي نه دی بلکي هسي استحبابي امر دی.

دويم روايت هم انساني عقل و فطرت مني، هم د اسلام له روح سره سرخوري او هم د رسول الله د عمومي ژوند عادت بیانوي. نو دې ټکو ته په کتو تر لومړي روايت زما په ګومان دويم روايت د منلو وړ دی. د روايت د همدې برخې په اړه د سترو امامانو ترمنځ هم ژور اختلاف شته. کتابونه وايي:

وَقَدْ اخْتَلَفَ الْعُلَمَاءُ فِي ذَلِكَ فَذَهَبَ سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيِّبِ وَرَبِيعَةُ وَأَحْمَدُ وَإِسْحَاقُ وَدَاوُد وَبَعْضُ أَصْحَابِ الشَّافِعِيِّ إلَى أَنَّهُ يَحْرُمُ عَلَيْهِ أَخْذُ شَيْءٍ مِنْ شَعْرِهِ وَأَظْفَارِهِ حَتَّى يُضَحِّيَ فِي وَقْتِ الْأُضْحِيَّةِ وَقَالَ الشَّافِعِيُّ وَأَصْحَابُهُ: هُوَ مَكْرُوهٌ كَرَاهَةَ تَنْزِيهٍ وَلَيْسَ بِحِرَامٍ. وَحَكَى الْإِمَامُ الْمَهْدِيُّ فِي الْبَحْرِ عَنْ الْإِمَامِ يَحْيَى وَالْهَادَوِيَّةِ وَالشَّافِعِيِّ أَنَّ تَرْكَ الْحَلْقِ وَالتَّقْصِيرِ لِمَنْ أَرَادَ التَّضْحِيَةَ مُسْتَحَبٌّ وَقَالَ أَبُو حَنِيفَةَ: لَا يُكْرَهُ، وَقَالَ مَالِكٌ فِي رِوَايَةٍ: لَا يُكْرَهُ، وَفِي رِوَايَةٍ: يُكْرَهُ، وَفِي رِوَايَةٍ: يَحْرُمُ فِي التَّطَوُّعِ دُونَ الْوَاجِبِ.(نیل الاوطار باب ما یجتنبه فی العشر من اراد التضحیة)

په دې اړه علماؤ اختلاف کړی، سعيد بن مسيب، ربیعه، احمد، اسحاق، داود او د شافعي ځيني ملګري په دې اند دي چي د قربانۍ تر وخته د وېښته او نوک پرېکول حرام دی. شافعي او ملګري يې وايي: دا حرام کار نه دی بلکي تنزيهي مکروه دی. په بحر کي امام مهدي له امام یحی، هادويه او شافعي نقل کړی چي که څوک قرباني کوي نو د وېښته خرېیل او کمول دي د استحباب له مخي پرېږدي. امام ابوحنیفه ویلي چي هيڅ مکروه نه دی. امام مالک يوځل ویلي: مکروه نه دی، په بل روايت کي يې ویلي: مکروه دی، درېيم وار يې ویلي: په نفلي قرباني کي حرام دی او په لزومي کي نه ده حرام.

له دې اختلافه ښکاري چي تېرو علماؤ هم له روايته يو ډول برداشت نه دی کړی بلکي دوئ هم د نورو رواياتو، انساني عقل او اسلامي روح ته په کتو اختلاف سره کړی.

عَنْ سَلَمَةَ بْنِ الْأَكْوَعِ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ ضَحَّى مِنْكُمْ فَلَا يُصْبِحَنَّ فِي بَيْتِهِ بَعْدَ ثَالِثَةٍ شَيْئًا»، فَلَمَّا كَانَ فِي الْعَامِ الْمُقْبِلِ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، نَفْعَلُ كَمَا فَعَلْنَا عَامَ أَوَّلَ، فَقَالَ: «لَا، إِنَّ ذَاكَ عَامٌ كَانَ النَّاسُ فِيهِ بِجَهْدٍ، فَأَرَدْتُ أَنْ يَفْشُوَ فِيهِمْ»(صحیح مسلم:۱۹۷۴)

سلمه بن اکوع له رسول الله روايت کړی چي ویل يې: که له تاسو څخه څوک قرباني وکړي نو تر درې ورځي وروسته دي په کور کي هيڅ هم نه ایله کوي.(یاني خیرات دي کړي) په راتلونکي کال دوئ ورته وویل: د الله رسوله! د تېر کال په شان عمل وکړو؟ ده وویل: نه! په هغه کال خلګ وږي ول نو اراده مي وکړه چي غوښي دوئ ټولو ته ورسېږي.

دا روايت هم يو ډول د قرباني سنتوالي ته اشاره کوي که واجب او لزومي وای نو بايد وس لرونکو ته يې امر کړی وای خو داسي نه دي شوي.

دې روایاتو ته په کتو ویلای سم چي د قرباني اساسي هدف هم په ټولنه کي له موجودو بې وزلو انسانانو سره کومک وو. ځکه د رسول الله او اصحابو په زمانه کي کرنسۍ دومره نه وه چي د انسانانو د ټول پير و پلور لپاره دي بسنه کړې وای. له رواياتو ښکاري چي په هغه زمانه کي زیاتره سوداوي جنس په جنس کېدې. یاني بايع(خرڅونکی) خو له لویه سره جنس پلوري مګر مشتري (اخیستونکي) به هم د بل جنس په عوض له بایع سره سودا کوله. د ټولنې همدې اساسي مشکل ته په کتو رسول الله له مسکينانو سره د مرستې دا دوې لاري را منځته کړې چي په دواړو اخترانو کي به شتمنو او وس لرونکو کسانو له مسکينانو سره مرستې کولې. حتا د اسلام په سر کي رسول الله امر کړی وو چي د قرباني غوښې به تر درې ورځو زیاتي نه ذخیره کېږي دا امر هم په دې وجه شوی وو چي خلګ به د قربانۍ غوښې نه ذخیره کوي او په ټولنه کي شته مسکينانو ته به پوره حصه ور سېږي.

نو که نن موږ د مسلې اصلي هدف او د ټولنې اوسني حالت ته په کتو دا تګلاره غوره کړو چي د قرباني پر ځای خلګ له بې وزلو کسانو سره نغدي مرسته وکړي په دې ډول به هم د شرعي مسلو اساسي هدف پوره سوی وي او هم به زموږ د ټولنې له بې وزلو وګړو سره مرسته شوي وي. زما په ګومان د قرباني مسله د کوچني اختر د سرسايې په شان ده، که د سرسايې پر رواياتو د کرنسۍ جواز ور زیاتولای سو نو د قرباني په اړه هم اوسنيو شرايطو ته په کتو دا زیاتولای شو چي که څوک غواړي نو نغدي پيسې هم مسکين ته ور کولای شي.

ځکه له لویه سره قرباني فرض او واجب نه بلکي سنت ده چي اصلي هدف يې نن د قرباني او غوښو پر ځای په نغدو روپو ښه کېدای شي.

که د اختر د سرسایې او لوی اختر د قربانۍ د روپيو د پر ځای لګولو لپاره دولت يوه اداره جوړه کړي او په همدې روپو د مسکينانو پر اساسي اړتياوو کار وکړي نو له دې راکړل شوي شرعي امکاناتو څخه به مو هم ښه ګټه پورته کړې وي او هم به د ټولنې اساسي ستونزې ورو- ورو حل شي.

3 thoughts on “د قربانۍ اساسي هدف/ ليکنه: زبیر افغان”
  1. زما په نظر قربانی په سرسایه باندې ور قیاس کول درست نه دي، په سرسایه کي دا لازمي ده چې په مسکینانو وویشل شي او دغه راز سرسایه واجب ده خو په قربانی کې یې ویشل لازمی نه دی

  2. ډیر پر ځای مسله ته مو فکر کړی زه هم کله کله په همدی فکر کوووم نن ګوره قربانی یو قسم سیالی ګرزیدلی دی بل داچه به دی ګرمی کی اوس بیا زمونږ ټولی کوځی او ویالی د پاتی شونو ځخه ډکیږی او رنګارنګ مریضی منځ ته راځی که د اوس لپاره یواځی غوښه د قصاب نه واخستل شی دا هم یوه بدیله لاره ده بل په اوسنی وقت کی د غزایی موادو اصراف هم باید موږ په نظر کی اونیسو او به یو ورخ دومره حیوانات زبح کول اقتصادی تاوان دی

    په دراوی

  3. قرباني يو واجبي عمل ده او په هر هغه مسلمان واجبه ده چې هغه د يوه معلوم نصاب مالک شي )چې تفصيل يې په فقه او احاديثو کې کتلې شو سرسايه هم واجبي عمل ده خو فرق يې داده چې سرسايه به د مال په شکل کې اداکيږي او هغه مال به زيات بهتره وي چې په کوم کې چې د غريب ضرورت ښه پوره شي . او سرسايه غريب ته ورکول ضروري دي که دي له غريب نه علاوه غني او يا پلار . زوي ته ورکړه نو سرسايه دي ادا نشوه او همدا رنګه سرسايه د کوچني به هم ادا کوې په خلاف د قرباني نه . قرباني ادا کول يواځي د څاروي په حلالولو سره ادا کيږي . په قيمت او يا بل بديل سره نه ادا کيږي او دا ځکه چې په قرباني کې وينه تويول ضروري ده له ويني تويولو نه وروسته په خپله او غني . پلار .زوي ټول يې خوړلې شي او که کوم اهل داره وو هغه ټوله غوښه د قرباني يواځي په خپل اهل باندي هم خوړلې شي . نو قرباني په سرسايه او يا په يو بل عبادت باندي قياس کول درست نه ده . د قرباني د وجوب يوه اجماعي مسله ده چې ثبوت يې په احاديثو مبارکو او قراني اياتو کې ثابته ده . قرباني اختياري عمل نه ده . او نه يې بديل شته (

ځواب ورکول شمله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *