زما دوست اخلاقي سړی دی، غواړي ټولنه سمه وي او خلک سم وچلېږي خو هغه بله ورځ یې عجبه خبره وکړه. د دفتر څو کسه نجونو ته یې وویل چې که چا ځورولئ، بوټ پسې راباسئ، یو څو ګوزاره په سر ورکړئ بیا به احتیاط کوي. ده وویل ما خپلو لوڼو ته هم ویلي دي چې که چا څه درته وویل، زنګ راووهئ چې هر چېرته یاست زه به در پسې درشم او داسې سبق به ورکړم چې بیا یې ټول عمر له یاده ونه وځي.

دی که نورو ته سبق ورکوي، دا سم کار دی؟


په هندي فلمونو کې وینو چې اتلان د ننګ ، ناموس او عدالت لپاره په خپله تورې ته لاس کوي او د اروپا د شوالیه وو په نکلونو کې لولو چې خانزاده ګان په برجونو کې د ایسارو پېغلو د خلاصون لپاره قربانیو ته حاضرېږي. د کندهار پایلوچان، د کابل کاکه ګان او د خراسان عیاران د ننګ ، غیرت او عدالت لپاره مبارزه کوي او د قاضي او قانون او حکومت پروا نه ساتي.


خو ایا په اوسنۍ زمانه کې چې د دولت موسسې او د عدالت سستم د مدني ژوند د نورو څانګو غوندې انکشاف کړی دی اود قانون او عدالت د مفهوم نوی او جامع تعبیر وړاندې شوی دی، بیا هم ځانونو ته اجازه ورکړو چې عدالت تطبیق کړو؟ بیا هم ځانونه د حقوقو ماهران وبولو؟ بیا هم د پولیسو دنده په خپله غاړه واخلو؟ بیا هم په ځان دا باور ولرو چې حق او باطل به سره بیل کړای شو؟ 


او لا مهمه دا چې که حق او باطل سره بېل هم کړو، ایا دغه لاره چې وګړی یا د ده تنظیم په خپل سرکولای شي له ځانه قاضي جوړ کړي، تباهي نه راولي؟ هر څوک که دا شوق وکړي چې عدالت او قانون او حق په خپله خوښه تعبیر ، تفسیر او اجرا کړي ، د ټولنې به څه حال وي؟ 


موږ د قانون، حقوقو او عدالت د مفاهمیو په باره کې باید له زړو قبایلي فکرونو راووځو او له ځانونو قاضیان جوړ نه کړو. که هر څوک د ډاکتري اجازه ولري ، د طبابت انجام به څه وي؟ قانون، محکمه، قاضي او نظام که عیبونه هم ولري، تر دې بهتره دي چې ځانونو ته دا صلاحیت ورکړو چې قانون راوباسو او قانون تطبیق کړو. هغه کس چې په یحیا خېلو کې یې کربلا جوړه کړه، باید هر هغه چا ته یو مثال شي چې بې حکومته، بې نظامه، بې درې ګونو محکمو او بې نافذ شویو قوانینو نورو ته د جزا ټاکلو ارزو ورسره ده.

One thought on “د قضاوت بدوي تعبیر/ اسدالله غضنفر”
  1. سلامونه، استاد غضنفر او د تاند لوستونکو ته
    استاذه، دا صحیح ده چه په دې ۲۱مه پیړۍ کې پخوانۍ کاکه ګیانې نشي کیدای مګرکه اوسنیو پولیسانو او قاضیانو(البته نه ټول)ته وګورو دفساد عاملین څوک دي؟ آن تر” دن هاګ “چه بین المللی محکمه ده کومه سمه فیصله اوحق قضاوت ېې کړی؟. دمیلیونهاوو انسانانو قاتلین اوجنګي جنایتکاران چا محکمې ته کش کړای سول؟؟؟.
    او داچې ستاسو اخلاقي ملګري نجونو ته دخپلې دفاع لپاره سبق ورکړی زما په نظر دا یی ډیر ښه کړي، په ځانګړې ډول اوسنیو مرداروشرایطود وطن کې. له بلې خوا دافغانانو یو عمده خاصیت د ناموس او پت ساتنه ده: مال له سره جار، سر له ناموسه!
    دیحیا خیلود کربلا ا.د.ن. کربلاګانو عاملین خو هم د ډیرې مډرنې ټکنالوژۍ نه استفاده کړې اود ډیموکراسۍ او تمدن باداران یی له سپوږمکیو ښه لیدلای اوعکسونه اخیستلای شي !ولې دا ۳۰کاله قضاوت نه کوی؟؟.. خیر دادعا به کوو چې نوي چارواکي عدالت تآمین کړای شي او آخري عرض دادی:” الیس الله باحکم الحکمین”. والسلام

ځواب ورکول Dr.HamidUllah.Zrrlawer.Saphi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *