د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د قطر امیر

تاند- د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د دغه هیواد لوی درستیز د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره وکتل.

د خبرواترو له لارې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې پای ته رسېدا د دواړو خواوو د خبرو تر ټولو مهمه موضوع وه.

د پاکستان پوځ وايي چې د قطر امیر د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدا لپاره د پاکستان د وروستیو هڅو او د دغه هیواد د رول ستاینه وکړه.

د قطر امیر په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرواترو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړ.

د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو لپاره حاضردمه د متحده عربي امارات، پاکستان او سعودي عربستان د چارواکو په ګډون د امریکا او طالبانو ترمنځ په ابوظبي کې خبرې روانې دي.

قطر، چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته دفتر ورکړی دی، د ابوظبي په خبرو کې برخه نه لري ځکه چې دا هیواد له متحده عربي امارات، سعودي عربستان او د عربي خلیج له نورو عربو هیوادونو سره ښې اړیکې نه لري.

ګومان کېږي چې دوحې ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د سفر هدف دا دی چې قطر ته ډاډ ورکړي چې پاکستان د افغانستان په مسله کې د قطر د منزوي کولو په نیت د ابوظبي غونډه نه ده جوړه کړې.

One thought on “د قطر امیر او د پاکستان لوی درستیز د افغانستان پر سولې خبرې وکړې”
  1. دوي ګمان کوي که په افغانستان کې سوله راشي ، د دوي دا لنګه پیوره غوا به وچه شي . زمونږ په جګړه کې د دوي څومره ګټې نغښتي دي؟
    زمونږ له جنګ نه د دوي وارخطایی ډېره زیاته ده .

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *