تاند – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د غوسې د کمولو لپاره ټېلفون وکړ، ورته ویې ویل چې د قطر حکومت په دوحه کې د طالبانو له دفتره (د افغانستان د اسلامي امارت) لوحه لېري کړه.

د امریکا د این بي سي تلویزیون د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر کرزي ته وویل چې هیواد یې د افغانستان له حکومت سره په ټولو ژمنو ولاړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین پساکي د چهارشنبې په ورځ وویل: د قطر په دوحې کې د طالبانو دفتر ته باید د افغان طالبانو د دفتر په سترګه وکتل شي نه د سفارت.

(په عکس کې د طالبانو دفتر وینئ)

این بي سي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې جان کیري ولسمشر کرزي ته دوه ځلي ټېلفون کړی چې د هغه غوسه ارامه کړي.

کیري وروسته له دې د دوهم ځل لپاره ولسمشر کرزي ته ټېلفون وکړ چې ښاغلي کرزي اعلان وکړ چې نه به قطر ته افغان پلاوی سفر وکړي او نه به په خبرو کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې امریکا د کرزي په حکومت کې د بې درېغه فساد له کبله نهیلې شوې ده او دې مسلې د یوې داسي احتمالي جوړ جاړي لور ته امریکا مجبوره کړې چې پر اساس یې د افغانستان جنوبي او ختیځې سیمې طالبانو او نور افغانستان د شمال ټلوالي پخوانیو ډلو ته وسپاري.

د داسي احتمالي جوړ جاړي په صورت کې به په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې طالباني قوانین واکمنېږي خو د شمال او لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي به ولسواک سیستم ولري.

ولسمشر کرزي د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحد ایالتونه په ضد ونقیض اقداماتو تورن کړل، ویې ویل چې افغانستان به تر هغو د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي چې د سولې خبرې د افغانانو تر کنټرول لاندې نه وي.
این بي سي په کابل کې د حکومتي سرچینو له قوله وايي چې کرزي په دې په قار دی چې په قطر کې د طالبانو دفتر د افغانستان د اسلامي امارت د دفتر په نوم پرانستل شوی دی.

قطري چارواکي څه وايي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل: «د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وضاحت کړی چې په دوحه کې پرانستل شوی دفتر د افغان طالبانو سیاسي دفتر دی، نه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر. د طالبانو له دفتره ناسمه لوحه کښته کړای شوه.»

په همدې حال کې د ولسمشر کرزي ترڅنګ د افغانستان ولسي جرګې هم په دې اندېښنه څرګنده کړه چې په یوه بهرني هیواد کې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم دفتر پرانستل کېږي.

د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني وویل: دا مسله د افغانستان ټول حکومت او دولت ته زیان اړوي.
د ده په وینا له دې سره هر هغه څه له لاسه وځي چې په تېرو نژدې ۱۲ کلونو کې ترلاسه شوي دي او له بلې خوا به د طالبانو او حکومت ترمنځ درز نور هم زیات کړي.

د حکومت د سیاسي اپوزیسیون نظر

د افغانستان د ملي ايتلاف ویندوی فضل الرحمن اوریا وویل چې باید طالبانو د «امارت» له کلمې کار نه وای اخیستی ځکه چې دا د افغانستان د حکومت، د امریکا د متحدو ایالتونو او د طالبانو لپاره ستونزه جوړوي.

ده په عین حال کې په خبرو کې د نه ګډون په اړه د کرزي پرېکړه ماشومانه وبلله، ویې ویل چې کرزي باید شرایط منلي وای.

د کرزي حکومت په یوه جلا خبرپاڼه کې له امریکا سره د امنیتي موافقې په اړه د خبرو د ځنډولو اعلان وکړ.

2 thoughts on “د قطر حکومت د طالبانو له دفتره د (اسلامي امارت) لوحه لېري کړه”
  1. که چېرې طالبان په دې موخه د امریکایانو سره خبرو ته زړه ښه کړی وي چې شمال او شمال لویدیځ د د شمال لنډغرو ته وسپاري، نو دا به نه یوازې د افغانستان د ملت په ځانګړي ډول له پښتنو سره یوه نه جبرانېدونکي د حل لار وي، ځکه چې دوی تر دې مهاله ټول پښتانه وژلي او له دې به دا هم څرګنده شي چې دوی د اسلام لپاره نه بلکې د قدرت، پیسو او د افغانستان د تجزیې لپاره پښتانه قربان کړل. او دوی به نه یوازې دا چې د اسلام د سپېڅلي دین ترڅنګ پښتنو ته خدمت نه وي کړی، بلکې د دوی په اړه به داسې و انګېرل شي چې دوی د امریکایانو په خدمت کې دا لس او وولس کلونه جنګېدلي دي او پښتانه یې ورباندې ځپلي دي. د خپرېدو په هیله
    په درنښت

  2. مذاکرات

    د مذاکراتو یا سیاسی خبرو کولو هدف او مقصد د یوه جوړجاړی کولو او د خپلو نظریاتو تبادله کول دی. کله چی مذاکرات شروع شی ، طبعا په اولو وختوکی د نظریاتو اختلاف موجود وی او د خبرو په دوام کی هریو خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندی کوی او مقابل لوری د یو او بل په وړاندیزونو بحث کوی او پس له ډیرو سنجشونو د هیواد د عالی او اساسی ګټو په نظر کی نیولو سره یوی ګډی موافقی ته سره رسیږی او په نتیجه کی هر لوری څه له لاسه ورکوی او یو څه نوی لاسته راوړی خو په مجموع کی د هیواد ټول او اکثریت وګړی هرڅه لاس ته راوړی چی هغه سوله ، د هیواد د ارضی تمامیت خوندی کول ، اقتصادی پرمختګ او تر ټولو مهمه د خپل هیواد د هر وګړی د ژوند ساتل تامین کیږی.
    سرتمبه ګی او لجاجت او یا د پردیو لارښوونه او دیکتی کول هرڅه له لاسه ورکوی. څنګه کیدای شی چی له خپل هیواد وال ، مسلمان ورور . له هغه چا سره چی د ملت د یوی برخی د ارادی تمثیلونکی وی او اوس یی واک هم په لاس کی وی له خبرو کولو ډه ډه وکړی خو له هغه چا سره چی د دوی سرنوشت یی په یوه میاشت کی خراب کړی وی ، خبرو ته تیاری وښیی.
    په هره اندازه چی له مذاکراتو نه ځان لری ساتی په هغه اندازه جګړه اوږدیږی ، د خپلو مظلومو هیوادوالو له ژوند سره لوبی کوی . پردیو او ګاونډیانو ته د مداخلی زمینه برابره کیږی او هغه لوری چی مذاکراتو او خبرو ته نه حاضریږی ، د ټول مسوولیت به د هغه په غاړه وی.

ځواب ورکول غورځنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *