افغانستان کې د نړۍ د افراطي شبکو فعال حضور او بیا دطالبانو دنسکورولو په نوم دناټو دغړو هېوادونو  راتګ هغه څه و چې په ظاهري ډول دترهرکرۍ په نوم د امریکا هېواد لخوا د اعلان شوي جنګ ستراتیژیکه برخه وګرځیده.

په افغانستان کې دپیل نه تراوسه پورې دترهګرۍ اصلي پالوونکي او روزونکي هېواد چې دبنسټ پالنې اصلي ګلیانې یې داستخباراتي ګړیو په لاس دي دنړۍ هر هېواد په همدغو ترهګریزو شبکو باندي ډاروي او په همدې نوم دنړۍ د ډيرو هېوادونو څخه قلنګ اخلي، دا زورور ملنګ دکوم بابا دروازې او څلي ساتي چې په هرچا سترګې برګوي او افراط پالوونکو یې داړي؟

پخوا به ملنګانو هم خپل حدود پیژندل په ټیټو او خم سر به یې درنه دخدای په نوم خیرات میرات غوښت خو اوس دغو ملنګانو هم دزمانې دچارو او غوښتنو سره بدلون کړی دی په سپین سترګۍ یې درنه غواړي او که ور یې نه کړی بیا په کور در ننوځي.

پاکستان چې دخپل پیدایښت نژدې نیمه پیړۍ یې نده پوره کړی دخپل ژور او ګونګ سیاست له مخې اوسمهال دنړۍ تر ډیرو زبرځواکو هېوادونو هم پښې ور تیري کړی دي، پاکستان په داخل کې  هرڅه لومړۍ ددې هېواد په استخباراتي اداره زیاته پانګونه وکړه چې همدا اداره نه یوازې دپاکستان بهرنی سیاست ټاکي بلکې دګاونډسربېره دنړۍ د یوشمېر هېوادونو سیاست په خپلو ګوتو کې څرخوي.

استاد مو ویل چې دنړۍ په کچه هغه هېوادونو چې دګاونډ سره زیاتې دښمنۍ او سیاسي کړکیچونه لري هڅه کوي چې تر ټولو لومړی خپلې استخباراتي ادارې تر ګاونډیانو هم  پیاوړي کړي ترڅو دممکنه خطرونو د رامنځته کیدو مخه ونیسي، هغه داسرایلي استخباراتي ادارې موساد نوم اخیست چې دنړۍ د ډیری پیاوړو هېوادونو  څخه موساد یوه قوي استخباراتي اداره ده، ځکه اسرايئل په عربي نړۍ او عربي ټاپو کې یوزاینی مسلمان دښمنه هېواد دی چې ګاونډ ته یې ډیری داسی هېوادونه پراته دی چې هر وخت ورته خطر رامنځته کولی شي نو په همدې بنسټ یې قوي استخباراتي دهیودي هېوادونو په ملاتړ جوړه کړی ده.

ماته پوښتنه پیدا شوه چې استاد موږ خو هم په ګاونډ کې کوم دمور زوی نلرو بلکي زموږ ګاونډیان خو تر هرچا موږ ته زیات په کمین کې ناست دي نو موږ ولې استخباراتي اداره نلرو؟

هغه په ږیره کې ګوتی ووهلی ځواب ورسره نه و یوبل ټولګيوال را ټوپ کړ چې زموږ پرځای پاکستان بیا داکار کړی دی او تر ډيرو قوي استخباراتي اداره لري.

استاد سر وخوځولو هو پاکستان قوي اداره لري ځکه له یوېخوا د هندوستان سره دکشمېر ستونزه لري او دبلېخوا له موږ سره هم ډیورن لاین لري او نورو سره هم چندانې ښې اړیکي نه لري.

پاکستان ستر کمال دا کړی چې داسلام  نه یې سپر جوړ کړی او په همدغه نوم یې بنسټ پاله ډلې ټپلې رامنځته کړي ترڅو خلک پرې و ویروي او ځان په امن کې وساتي،هماغه مارګیر کیسه ده چې بې غاښو مار یې په کڅوړه کې ددې په خاطر اچولی ترڅو نور پرې وډاروي.ځانته پرې مړۍ ډوډۍ پیداکړي خو خپله ورته معلوم دی چې چیچل نه شي کولی.

په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې ۱۲ کلنه مبارزه دچا سره و او اصلي ترهګر چیرته پیدا  او چیرته روزل او ساتل کیږي؟ او څوک دهمدغو بنسټ پالو ډلو پالنه او مشري کوي؟ او څوک بیا په افغانستان کې دهمدغو نړیوالو په اړه دجنګ او جهاد فتوا ورکوي؟

ایا تراوسه هم نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول امریکا په دې نه پوهیږي چې دترهګرۍ سره پیل شوی مبارزه په افغانستان کې ګټوره ده او که دپولو هغې خوا؟ او که بیاهم چې هرڅه دلمر په څير روښانه دی او نړیواله ټولنه دپاکستان سره پټې معاملې لري نو بیاهم  دوۍ هڅه کوي چې دافغان ولس څخه بیا هرڅه پټ وساتي دا پداسی حال کې ده چې په سترګو بنا سړی ته د ړوند خطاب کوی، دبلې خوا عام ولس طالب به جنګ او جهاد هم تر هرچاښه پوهیږي، طالب جانه! عام ولس ته دومره په سپکه مه ګوره هغوۍ په دې پوهیږي چې تل په لارو او کوڅو کې دامریکايي عسکرو پرځای په خپلو ورونو دټوپک خولې را اړوۍ او یاهم عام المنفعه ځایونو کې خپلې وحشي حملې کوئ، ولس په دې هم پوهیږي چې تاسو ته څوک اکمالات درکوي او چیرته درته عملیاتي پلانونه در ښودل کیږي او بیا یې په خپلو ورونو پلي کوئ.

په قطر کې وروستۍ چاره ستاسو دهغې رسوايي تر ټولو ستر او نه هیریدونکي ثبوت دی چې په یوه ورځ مو داسلام بیرغ پورته او خپل هویت مو ښکار کړ، خو بیا لا شپه تیره نه و چې دای اس ای او اوباما لالا په لارښونه مو داسلام جنډه د سترګو په رپ کې ګوزه کړه، ایا موږ په دې نه پوهیږو چې دکاسې لاندې نیم کاسه ده او دسی نیم کاسه چې دپاکستاني استخباراتي ادارې په لاسو نیولی ده!

اوس عام ولس په دې پوهیږي چې دقطر دسولې بهیر هم  دامریکا او پاکستان هېوادونو په لاسو کې دی او په هېواد کې روانه جګړه هم زموږ خپله نه بلکې دهمدغو هېوادونو د تل پاتې ګټو د خوندیتوب په موه په لاره اچول شوی ده.

که طالب دالله درضا لپاره جنګیږي نو ولی دامریکا او پاکستان درضا لپاره مو خپل بیرغ او بوټ ولې ښکته کړ؟ خو هرڅه ښکار او هرڅه دبل په اشاره ترسره کوئ.

تاسو په اصل کې ټولو سره لاسونه یو کړي او یوازې مو دبې دفاع هېوادوالو دژوند اخیستو  او ویر کې دپاتې کیدو لپاره  او دخپلو ګتو د خوندیتوب لپاره مټې رابډ وهلي دي او دخلکو تر سترګو پټه ډرامه مو پیل کړی ده.

6 thoughts on “د قطر د ډرامې مرکزي رول څوک لوبوي/ رحیم ګل صالح”
  1. د طالبانو تر منځ په خپل منځي جګړه کې ۳ تنه وژل شوي
    له هرات ولايت نه رارسيدلي رېپوټونه وايي، چې د دغه ولايت د انجيل په ولسوالۍ کې د طالبان تر منځ د خپلمنځي اختلاف له امله نښته شوې او ۳ تنه وژل شوي.پوليس وايي، چې دوی سیمې ته ورغلل خو طالبانو له سيمې خواره شوي وو.

    د يادونې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر دوه ډله ويشل کيدو په هکله خبرونه خپريږي. طيب اغا چې د طالبانو د سياسي دفتر رييس او همداراز د مذاکراتو يو غړی او د ملا محمدعمر د نږدې کسانو نه ګڼل کيدو ويلي وو، چې طالبان اوس دوه ډلې دي؛ یوه ډله سختدريځه او بله یې منځ لاري دي.

    په افغانستان کې ډیر ځلې د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ هم نښتې شوي، چې د مرګ ژوبلې رېپوټونه يې خپاره شوي دي.

  2. وروره زما په فکر ستا سر تر اوسه پوری پدی خلاص نه شو چی پاکستان کوچنی مارګیر ( مداری) دی او که لوی،
    خبره دا ده چی ددی ډرامی پروډیوسر او لیکوال امریکا او انګلیس دی او پرزینټ کوونکی یی پاکستانیان دی لوبغاړی یی افغانان او عربان دی او د لوبی اصلی ځای افغانستان دی
    خو نه تا او نه ستا قدرمن استاد تر اوسه پوری په صحیح ډول د افغانستان مطالعه کړی ده
    نو ځکه تا ته تر اوسه پوری د دی لوبی اصلی څیره نده معلومه شوی
    خو الله د هغه کار وکړی چی د افغانستان پکی خیر وی یعنی الله دی په خپل قدرت سره دغه ویجاړونکی لوبه ددوی په کورونو کی هم شروع کړی
    امین

  3. ای د سلویشتو ملکونو غلامانو! زه حیران یم خپل مسلمان گاوندی سره نه جوریژی خو د کفارو او یهودو او نصاراو غلامی کوی؟ افسوس پدی منطق…! مهاجرین دی همدلته پرده کی دی، مریضان دی همدلته تداوی کیژی، رهبران دی همدلته جور شول، مالگه دی همدی زای نه زی، نمک حرامه…! علما دی همدلته اسلام زده کوی، تولسیانو…! هندوان شوی!

  4. وړنو لکه سنکه چی دافغانستان په حکومت کښی غلط خلګ شته هم داسی دطالبانو په اسلامی تحریک هم داسی بی علمه خلګ ننه وتلی دی دهغوسره بل کل هیڅ دینی علم نشته هغه صرف اوصرت په افغانستان کښی ورانکاری اودافغانانو وږل اودعواموخلګو دکورونو سره
    بمونه ایښودل اوناحقه افغانان زورول صرف دعوامو نفرت دطالبانو څخه دکولو په معنادی داهغه خلګ دی چی له امریکا لپاره کارکوی
    تاسوګوحقیقی طالب چی ځان ښکاره کړی پورن شهید شی ورانکاری والا جګه غاړه ګرزی راګرزی هغه ته هیڅ تعوان نره سیږی

ځواب ورکول یاسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *