تاند- طالبانو پاکستاني رسنیو ته وویل چې د قطر په کنفرانس کې، چې د بېلابېلو افغان خواوو په ګډون جوړېږي، برخه اخلي خو د سولې خبرې نه کوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته وویل چې د قطر په کنفرانس کې د طالبانو ۸ غړي برخه اخلي.
د قطر په کنفرانس کې د طالبانو له لوري شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي جان محمد حنیفي، مولوي سید رسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حفیظ عزیز الرحمن ګډون کوي.
دا غونډه د کاناډا مېشتې ټولنې پګواش (Pugwash) له لوري ترتیب شوې ده.
په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا شل کسیز پلاوی د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي حزب له استازو سره مخامخ ناست وي.
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد او مرستیال عطا الله لودین د سولې د شورا په شل کسیز پلاوي کې شامل کسان دي.
پاکستان د فبرورۍ په میاشت کې اعلان کړی و چې طالبان یې د سولې خبرو ته تیار کړي خو ګڼ شمېر افغان شناندو د پاکستان پر وینا او ارادې شک ښکاراوه او ویل یې چې ممکن پاکستان غواړي په دې ډول د طالبانو لپاره وخت واخلي او هغوی یو وار بیا د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د پسرلي او دوبي په جګړو کې وازمويي.
که څه هم تېر کال هم د ناټو او امریکا پوځیانو افغان ځواکونه په جګړه کې یوازې پرې ایښي ول خو کله نا کله یې هوايي حملې کولې مګر دا ځل افغان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه هم بې برخې دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ډاډه دي چې دا خبرې د کنفرانس د برخوالو لپاره یو فرصت برابروي چې د افغانستان د سولې او امنیت پر وضعیت خپل نظرونه څرګند کړي.
باوري سرچینې وايي چې د قطر په دوه ورځیني کنفرانس کې برخوالې خواوې د افغانستان د دولت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې په اړه پر بېلابېلو وړاندیزونو وږغېږي.
سرچینې وايي چې طالبانو هم درک کړې چې داعش خپل نفوذ پراخوي او که طالبان ژر سوله ونه کړي ممکن دا ډله منزوي او ځایې داعش ونیسي.
دا درېم ځل دی چې طالبان د افغانستان د حکومت او د سولې د شورا له غړیو سره په کنفرانسونو کې ګډون کوي.
د طالبانو استازو تر دې مخکې په فرانسه او جاپان کې په ورته کنفرانسونو کې برخه اخیستې وه خو دوی په دواړو غونډو کې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړې.
د چارو کتونکي وايي چې دا ډول کنفرانسونه د دواړو خواوو ترمنځ حساسیتونه کمولی او ګډ نظر ته یې نژدې کولی شي.
د دوحې په کنفرانس کې به د حکمتیار له لوري د غیرت بهیر په مشرۍ درې کسیز پلاوی برخه واخلي.
د حزب له لوري قاضي حکیم او قریب الرحمن سعید د کنفرانس دوه نور ګډونوال دي.
د غه راز په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، ډاکتر فاروق عظم او وحید مژده هم د دوحې غونډې ته بلل شوي دي.
پاکستان به هم، چې د افغانستان په شخړه کې یو لوری ګڼل کېږي، د دوحې په کنفرانس کې استازي ولري.
مونږ هیله لرو چی ډاکټر صیب فاروق اعظم چی د سولی په کار کی ښه تجربه لری مخکی یی هم د سولی په کار کی ډیر کوششونه کړی وو د مجاهدینو په مینځ کی . ټول طرفونه یی په جلال آباد کی د سولی لپاره راټول کړی وو .وس هم دا هیله او ارزو لرو چی دا خبره هم په خیر سره سر ته ورسوی .د نورو مشرانو لکه لودین صیب چی د ډیر وخت نه د سولی په کار کی بوخت دی مجاهد او د سولی لپاره مخلص دی ملا عبدالسلام ضعیف صیب چی د دواړو خواو په دهنیت پوی شخصیت دی ورته په دی نیک او ستر کار کی کامیابی غواړو هیله لرو چی دواړه طرفونه به هم دی کار ته په پوره جدیت سره توجو کړی او دی غمیزی ته به د پایی ټکی کیدی نور خو دی الله پاک دی کړیدلی وطن ته امن او خوشحالی راولی امین
if no peace dialogue then why they sit together I think they make tour
جنګ د امریکی او انګریز تر منځ روان دی طالب مالب لودین مودین فاروق ماروق هیڅ رول نلری.