عزت الله نیازی-

شراب، پوډر، چرس، شیشه، د نشې ستنې او داسې نور به نشه‌یي توکي یاديدل او کارول یې د قانون له مخې منع اعلان شوي وو،خو له وړاندې یوازې روږدو کسانو استعمالول او له ټاکلو ځايونو يې ترلاسه کولای شول.

کله چې د دغو توکو پر کارولو د جدي بندیز اعلان وشو، له هغې راهیسې دومره عام او منلي شول، چې دا مهال د نشه‌يي توکو د کاروباریانو لس کلن او پنځلس کلن اولادونه یې هم په جیب کې ګرځوي او کاروبار یې کوي.

اوس ننګرهاري چارواکو پریکړه کړې، چې پر قلیون هم بندیز ولګوي، ننګرهاریان ویره لري چې همدا قلیونونه به د کاروباریانو له خوا دومره عام شي، چې د هر یوه قلیون کاروباري په اوږه به، درې قلیونه بار وي او د استعمالولو له پاره به یې هر رسټورانټ، هوټل، میله ځايونو او نورو بنډارونو ته مخه کوي.

ځکه د هغوی په باور پولیس او نور خو یې هسې هم مخه نه نیسي، که یې نیولی نو په ښار کې به چرسیان، شرابیان او پوډریان نه لیدل کېدل.

دا چې د شرابو، چرسو، پوډرو او داسې نورو نشه‌يي توکو کاروباریان دا څېزونه له کومه کوي، زما په اند، په نظام کې ښکيلې ځینې مافيايي کړۍ دا آسانتیاوربرابروي او د نشه‌یي توکو کاروباریان د بډو پرمټ خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

په نظام کې ځینې مهم امنیتي چارواکي پر فساد، نشه‌یي توکو او په نورو ککړ دي، که نه نوپه دې برخه کې زموږ په اساسي قانون کې هیڅ ستونزه نشته، خو ستونزه یوازې د قانون په تطبیق کې ده، چې د همدې ځینو مهمو امنیي چارواکو کمزوری مدیریت د دې لامل شوی، چې ورځ تر بلې پر نشه‌یې توکو د روږدو کسانو شمېره لوړه شي.

نشه‌یې توکي په رڼا ورځ د عامو خلکو او دولتي مامورینو ترمخه لکه خوراکي توکي پلورل کيږي، دا چې د عامو خلکو په وینا د نشه‌یي توکو کاروباریان پولیسو ته پکې د هغوی حق پر وخت رسوي، نو ځکه امنیتي چارواکي د دې کړنې مخه نه نیسي.

د یو شمېر نورو ښاریانو ادعا بیا دا ده چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو ګمارنېهم دا چاره ګړندۍ کړې او په مخنیوي کې يې امنیتي ځواکونه خپله ناتواني ویني.

اوس چې قلیون هم د نشه‌یي توکو په لېست کې شامل شو، نو عام وګړي يې په نه استعمال کې د پولیسو رول بې اغېزې بولي. خو یو شمېر د نظر خاوندان بیا په دې باور دي چې پر قلیون له بندیز وروسته به د هغه په استعمال کې زیاتوالی ډېر ژر تر سترګو شي.

که حکومت د قلیون د کارولو د مخنیوي په برخه جدي اراده لري نو ورته ښايي چې په دې برخه کې د دیني عالمانو څرګند تبلیغ، د اسلام له نظره د نشه‌يي توکوکرل، استعمالول، او خرڅولو باندې باید رڼا واچول شي.

دغه راز، د سرغړونکو لپاره سخته سزا په پام کې ونیسي او د شرابو، چرسو، پوډرو او داسې نورو توکو کاروونکو ته یوه ټاکلې سزا په عام محضر کې تطبیق شي.

په همدې توګهد ملي ځواکونو لیکې هم د دې ناوړې پديدې له استعمالوونکو پاکې کړي او کروندګرو ته د نشه یي توکو د نه کرلو په بدل کې اصلاح شويتخمونه او ښه بدیل برابر کړي.

په دې سره کېدای شي، د نورو نشه‌یي توکو لکه نسوار او سګریت استعمال هم تر ممکنې اندازېکنټرول شي.
خو دا هر څه يوه قوي اراده او ځواکمن مديريت غواړي.

One thought on “د قلیون (چیلم) په کارولو بندیز به څه پایلې ولري؟”
  1. ډېره زیاته مننه د تاندوالو له درنې ادارې او ټولو کارکوونکو څخه،!
    تاسې په ريښتيا هم پښتو ادب ته د خدمت په موخه راډنګلي دي.
    خدای دې ستاسې ټولې هیلې درپوره کړي.

ځواب ورکول عزت الله نیازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *