د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ ادراه

بدلون اوونيزه\ دوهم کال/ يوولسمه/ پرلپسي ۶۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۷/ ۱۳۹۴

څه وخت مخکې په ولسي جرګه کې د هلمند استاځی، تورن جنرال عبدالجبار قهرمان د ولسمشر اشرف غني له خوا په هلمند کې د امنیت ټینګښت اوپراتیفي مسؤل و ټاکل شو.

له دې ټاکنې سره، نه یوازې په هلمند بلکې افغانستان کې د نوموړې ولایت د سرتا سرې امنیت په باب د هیلو څپې را ولاړې شوي دي، په څو دلیله:

یو- تورن جنرال عبدالجبار قهرمان په پوځي ډګر کې د پراخې او دوامدارې تجربې خاوند دی او د جنګ پر میدان یې د لویو بریاوو ګټلو له امله د قهرمانۍ لقب ګټلی او په ټول افغانستان کې په دغه نامه شهرت لري.

دوه- ښاغلی قهرمان نه په خپل تېر تاریخ کې او نه هم په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د وکالت پر مهال د خپل شخصیت پر لمن د رشوت، فساد او ملي خیانت توره ټپله لري؛ همېشه یې غریبانه او قانع ژوند کړی، د خپلو خواخوږو ملګرو په مرسته یې ګوزاره کړې خو د درغلۍ په کومه آوازه او تور تورن شوی نه دی؛ البته تورن جنرال دی خو په اختلاس تورن نه دی.

درې- نوموړي مدام په رسنیو کې د هیواد او هلمند پر امنیتي– پوځي حالاتو تودې تبصرې او ګرم تحلیلونه کړي، په هلمند کې یې پوځي پرسونل، امکانات او تجهیزات خورا کافي بللي خو ناهمږغي، غفلت او خیانت یې د بحران اصلي عوامل ښوولي او تل یې چلینج ور کړی چې که ده ته صلاحیت ور کړ شي نو نه یوازې د هلمند بلکې ټول افغانستان فاجعې ته آسانه د پای ټکی ایښوولای شي.

اوس د ښاغلي قهرمان، قهرماني له مخامخ ازمون سره مخ ده ځکه د مسؤلیت هغه درانه بار ته یې اوږه ور کړې چې تر ده مخکې یې یا چا د پورته کېدو توان نه دی لرلی او یا یې هم د نامردۍ له امله د اخیستو هڅه نه ده کړې او نتیجه یې دا را وتلې چې هلمند په متداوم بحران کې غرق پاته شوی دی، دا هغه واقعیت دی چې دغه ازمایښت ته ولاړ جنرال تل انتقاد پر کړی او نن خپله ور سره مخ دی.

نوموړی وایي چې د امنیتي ټینګښت لپاره یې د پلان جوړونې ۹۰ سلنه چارې بشپړې کړي خو دا هم زیاتوي چې د هلمند جګړه خورا پېچلې او دی هم په ازمایښتي پړاو کې دی.

ښاغلي قهرمان د دوشنبې ماښام (۵ دلوه) دوولس بجې د باباجې او چانجیر امنیتي کمربندو د لیدنې مهال وویل:
«دا مې در سره وعده ده هلمندیانو! که ستاسو په خدمت کې صادق نه وو، له جنرال څخه هم دریشي کاږم او سرباز د جنرالۍ تر کچې پورې پېشنهادوم، زما سره خپله د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر صاحب اشرف غني دا وعده کړې ده چې جباره! دغه دوه اصله په هلمند کې پیاده که: هغه چا چې د هلمند د خلکو په خدمت کې رسالت تر سره کاوی، څومره مکافات چې ور کولای شې ور یې که، که چا نه کاوی، چې څومره مجازات دې ور کولای شوای ور یې که، چې یوه ورځ دلته مسؤلیت ولرم، دغه اصل به تطبیقوم.

پوسته په پوسته له دیشو څخه تر موسی کلا پورې ګرځو او د هر سرباز، د هر افسر، د هر منسوب مشکل به اورو؛ اول به چارواکو ته د لارښوونې هدایت ورکوو چې د مشکل په حل کې اقدامات وکي، ولي که چا نه کول، زموږ لپاره بیا د اتوانمندې شته چې مجازات او مکافات تطبیق کړم»

محترم قهرمان په داسې حال کې د هلمند د ټولو امنیتي قواوو د همږغۍ مسؤل ټاکل کيږي چې سراسر هلمند د ناامنۍ توپان پر سر اخیستی دی؛ طالبانو د سولې د یوه شرط په توګه دوی ته د هلمند ولایت ور سپارل وړاندیز کړي دي؛ دلته د تاریاکو او کانو پېچلی جنګ هم روان دی، د ځمکو غصب، فساد، قبیلوي تربګنۍ، زورواکي، جنګسالاري، د بهرنیو استخباراتو دخالت او فعالیتونه، د تروریزم تمرکز او نور هراړخیز جنایات او رذالتونه د جګړې د ماهیت په ابهام او پېچلتیا کې مؤثر عوامل دي او دا هغه څه دي چې تورن جنرال قهرمان او د ده ملګري تر هر چا ښه په پوهیږي ځکه تل یې په رسنیو کې جنجالي بحثونه او اوږدې تبصرې پر کړي دي.

خو دا تجربه هم د هېرېدو نه ده: هغه کسان چې په واک کې نه وي نو د خپلو بیاناتو په ترڅ کې، هم په مسایلو پوهیږي او هم سخت انتقادونه کوي مګر چې هماغه مسؤلیت بیا دوی ته سپارل کيږي نو د ناکامۍ په صورت کې ډول- ډول بهانې کوي او ځانو ته په نامؤجه دلایلو برائت ور کوي.

هلمندیان هیله لري او دعاوې کوي چې که خدای وکړي، محترم جبار قهرمان له دغې منفي قاعدې څخه مستثنی را ووزي او دا به یوازې د ده نه بلکې د ټول هلمند او غونډ حکومت بریالیتوب وي ځکه د هلمند د حساسیت په ختمېدو سره به په افغانستان کې افراطیت او تروریزم ته د ټېکي کوم بل دغسې مناسب ځای پاته نه شي.

که ښاغلی قهرمان په صداقت سره خپله مهمه، درنه او تاریخي وظیفه تر سره کړي نو ټول ولس به یې د ملاتړ ږغ پورته کوي او د چا چې ملت مل شو بیا یې نو هیڅ ځواک د ملا ماتولو توان نه لري ځکه:
د خلکو زور د خدای زور دی.

3 thoughts on “د قهرمان قهرمانۍ ته منتظر هلمند”
  1. محترم جبار قهرمان دهيواد څخه بهر په ډيروسختيو اومشکلاتوکی ژوند تير کړی ، اما دی سرلوړی انسان خپل ټول ژوند په صداقت تيرکړی ، يووخت په مسافری کی يو پروطن مين ملی تجارورسره مرسته وکړه ، ما تر وپوشتل چی جنرال صاحب دا سنګه خبره ده چی بی پيسو ياست هغه راته وويل (چی په ډيرو حالتونو کی می خپل معاش خپلوهغو منسوبينو ته چی اقتصادی مشکل به يي درلود ويشلی دی) داسی نوری ډيری ژوندی قصیي شته چی دهغه دريښتينولیي اوصداقت څرګندونه کوی.الله دی کامياب اوموفق لری ،مونږ ستاسره يو مخ په وړاندی انشالله کاميابی ستا پر برخه دی

  2. زه خو شخصا په قهرمان صیب باندی پوره اطمینان لرم، چی انشاله دا دروند بار به داسی سپک جېګ کړی لکه د بوسو بوجی.جنرال صیب کی د نظامی او سیاسی پوهی تر ځنګ د کلام روحیه ورکولو وړتیا هم غښتلې ده پیسه دوست او زراندوزی خوی هم نلری، ښه نر،ریښتنی ،زړه ور او په وطن مېن افغان دی.

ځواب ورکول بت شکن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *