نظام الدین قیصاري

تاند- د جرمني خبري اژانس ته د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړیو ویلي چې د یاغي قوماندان نظام الدین قیصاري له کور څخه د غیرقانوني وسلو د ایستلو په مهال نښته شوې او په لړ کې یې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي دي.

راپور وايي، خاصو ځواکونو غوښتل چې د قیصاري له کوره وسلې وباسي خو د قیصاري ساتونکو مقاومت کړی او په نتیجه کې یې نښته شوې ده.

نظام الدین قیصاري د چهارشنبې په ورځ له نیول کېدو وروسته کابل ته راوستل شو.

د ولایتي شورا غړیو نادر سیدي او باقي هاشمي ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې دولتي ځواکونو تېره شپه هڅه کوله چې د قیصاري له کوره وسله وباسي خو د نوموړي کسانو مقاومت وکړ.

په دې پېښه کې د قیصاري ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د قیصاري کسانو، چې د عبدالرشید دوستم د ملي غورځنګ غړي دي، په میمنه کې د مظاهرې په ترڅ کې د ولایت پر ودانۍ حمله وکړه او یوه برخه یې وسوځوله.

په مظاهرو کې هم ۳ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.

2 thoughts on “د قیصاري د وسلو د ضبطولو په مهال نښته وشوه”
  1. دا خبر هم ډیر تازه او جالب ندی ځکه د اردو پخوانی اسلحی ټولی په سمت شمال او په خانګړی توګه د پنجشیر په ولسوالی کې ځای پر ځای شوی دی. ولی هغه څه چې ډیر اړین دی هغه د دی وسلو راجمع کول او یا یی لمنځه وړل دی. کچیری دا اسلحی پرځای پریښودل شی نو په یقین چې د راتوونکو نسل لپاره په یو لوی سردردی وی. تاریخ ښودلی چې کله په سمت شمال کې خلک مسلحه شوی نو د کابل نظام باندی یی برید کړی چی د دی بریدونو یواځنی موخه لوت او چور کول ولو . چې ښه بیلګه یی د جمعیت کوند دی او وړاندی لدی د سقاوی چور او چپاول او بیا د عبدالرشید او د مسعود شروفساد ډلی وی. د اوسی نظام لپاره لمړیتوب په سمت شمال کې د اسلحو د لمنځه وړل باید جدی ونیول شی. او ټول غلې او پخوانی د شروفساد ډلی باید خلع سلاح او لمنځه یوړل شی څکه دا ډلی د طالبانو څخه خطرناک او غارتګری دی

ځواب ورکول "ولی احمد شیرزاد "یار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *