تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: له تېر ماښام راهیسې د بلخ مزار شریف ښار په پنځمه ناحیه کې له محاصره شوي نظام الدین قیصاري سره د افغان ځواکونو جګړه لا هم روانه ده.

په لومړنیو راپورونو کې داسې هم ویل شوي چې محاصره د افغان ځواکونو لخوا نه ده، بلکې دا د جنرال دوستم وسله وال دي چې قیصاري یې محاصره کړی دی، خو د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل بیا تاند ته وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له عدلي او قضايي ادارو امر شوی دی چې قیصاري ونیسي.

نوموړی وايي، افغان ځواکونو د محاصرې په لومړیو کې له قیصاري څخه تسلیمي وغوښته خو د هغه وسله والو مقاومت پيل کړ: (( د نظام الدین قیصاري وسله والو په سیمه کې ناقانونه اخاذۍ، باجګیري او ګډوډي کوله، ځکه یې عدلي ادارو د نیولو امر وکړ.))

د ښاغلي عادل په خبره پر قیصاري به قانون پلی کېږي او ډېر ژر به ونیول شي.

ځايي خلک وايي، له تېرې شپې راهیسې یې د ډزو د وحشتناک غږ او جګړې له کبله یې خوب نه دی کړی.

داسې راپورونه شته چې تېره ورځ د قیصاري ۵ تنه وسله وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې ژوبل شوي دي.

 همدا راز جنرال دوستم هم تېره ورځ په بلخ کې وو چې په اړه یې د جنبش د ځوانانو سازمان په خپله فیسبوک پاڼه ویلي وو چې د قیصاري د نیولو امر جنرال دوستم پخپله ورکړی دی.

2 thoughts on “د قیصاري پر محاصره یوه شپه تېره شوه، خو مقاومت یې لا هم روان دی”
  1. قیصاری به بیا ونیسی خو علی پور او نورو جنایی جرمونو باندی ککړ جنګیالی ډلو سرنوشت څه شی شو هغه کسان چی د شهید اونی کی یی زیاتره خلک ازارول او د کابل ښار کی په آزاد ډول چی امنیتی کسان هم شتون درلود خطرناک او وحشی حالت خپل کړی تر اوسه د دوی په وړاندی ګام نه پورته کیږی او نه هم د هغوی د نیولو په اړه څارنوالی امر ورکوی مګر یو څوک چی سیاسی ملاتړ ونلری نو په یوه ورځ کی له کور را ویستل کیږی او بندیخانه ته اچول کیږی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *