ډاکتر زغم

د ۲۰۱۱ جون

له پخوا څخه د كابل په هره دروازه كې د هغو ولايتونو اوسېدونكي زيات مېشت شوي دي، چې ولايتونو ته يې لارې له هماغو دروازو څخه تللې دي. په كارتۀ نو كې زياتره د لوګر، پكتيا او خوست اوسېدونكي كورونه لري. د كابل په شرقي دروازه كې مشرقي وال تر نورو ډېر مېشت شوي، په خيرخانه كې د شمالي او په كمپنۍ او خوشحال مېنه كې د وردګو او غزني خلك زيات دي. ممكن د دې كار اساسي علت، هر چا ته له دغو ځايونو څخه خپل ولايت ته د تګ اسانتيا وي.

د تنظيمي جګړو پر مهال هغه تنظيمونه چې مطلق قومي بڼه يې لرله د كابل ښار له دغه وېشه ګټه پورته كړه او هغه سيمې يې لاندې كړې، چې په همدې تنظيمونو پورې اړوند قومونه په كې اوسېدل. جميعت اسلامي او خصوصاً شوراى نظار په خيرخانه او ځينو نورو شمالي مېشتو سيمو كې حكومت جوړ كړ. وحدت او حركت تنظيمونو بيا په دشت برچي، افشار، كارتۀ سه او تايمني كې مورچې جوړې كړې. حزب اسلامي چې پښتانه په كې ډېر وو، د كابل جنوبي سيمې لكه كارتۀ نو، بګرامي او چهلستون په خپله ولكه كې راوستلې. دا جوته ده چې په يادو سيمو كې د دې تنظيمونو خواخوږي پراته وو، چې دوى ته يې د فعاليت او اوسېدو زمينه برابروله. په دې اړودوړ كې داسې مرحله هم راغله، چې د يوه قوم كسان د بل قوم د اوسېدو سيمو ته نه شو ورتلى او كابل عملاً په څو ټوټو وېشل شوى و.

اوس مهال ليدل كېږي، چې د كابل په ځينو سيمو كې قومي وېش تر پخوا لا زيات شوى دى. د خيرخانې په كوتل كې او تر كوتل هاخوا حتى غرونه هم په كورونو پوښل شوي دي او د هزاره ګانو كورونه ان دارالامان ته رسېدلي دي.

په ولايتونو كې د كار و بار نشتوالي او بد امنۍ ډېر خلك اړ ايستلي دي، چې مركز ته راشي. البته د كابل په هر ځاى كې د هېواد د هرې سيمې اوسېدونكي مېشتېدلى شي، په دې كې د اندېښنې هېڅ ځاى نشته؛ خو د تنظيمي جګړو ترخو تجربو ته چې ګورو، د قومونو پر اساس د سيمو وېشل خورا خطرناكه ثابتېداى شي.

البته دا د قبايلي ټولنو ځانګړنه ده، چې هر څوك بايد له خپلې قبيلې سره جوخت واوسېږي، چې د نورو قبيلو له شره په امان كې وي؛ خو ښارونه د متمدنو خلكو د اوسېدو ځايونه وي، نه د قبايلو پنډغالي. په ښارونو كې قانون حاكم وي او ټول ښاريان د قانون پر وړاندې مساوي حقونه او مسوليتونه لري. كه چا ته د بل چا له خوا يوه ستونزه پېښه شي؛ نو حكومت مجبور دى، چې د هغه بازخواست وكړي؛ نو دلته خلك مجبور نه دي، چې په خپل قوم پورې ځان ونښلوي.

دا چې د ځينو جنګي ډلو له هڅو سره سره افغانستان تجزيه نه شو، يو اساسي علت يې دا و، چې د هېواد په اكثر ولايتونو كې ګڼ قومونه هستوګن دي. دې كار چا ته دغه مجال نه وركاوه، چې وطن مو د قومونو پر اساس ووېشي، كه نه د افغانستان تجزيې ته ډېرو تنظيمونو ملاوې تړلې وې.

اوس چې خبره داسې ده، حكومت بايد دا مسئله جدي وګڼي. بايد ښاروالي په هره سيمه كې د مختلفو قومونو كسانو ته نمرې وركړي او په يوه سيمه كې د يوه قوم د مېشتېدلو مخه ونيسي؛ ځكه چې دا كار د ټولو كابليانو په زيان تمامېږي.

2 thoughts on “د كابل ښار قومي وېش | ډاکتر محب زغم”
  1. زغم صاحب!
    ښه تدبیر دی که جاهلی تعصبات مزاحمت ونکړی نو همدا تدبیر د ډیرو شرونو مخه نیسی لکه چی تاسی وضاحت ورکړی او د مخکینیو حکومتونو هم دا روش کارولی او ځینی قیودات یی هغو ته وضع کړی وو چی د نورو له خوا د ملی ګټو خلاف استعمال شوی وو.
    نو ضروری او مسؤلیت دی چی هر افغان د ملی ګټو او مشترکاتو د ساتنی او عزت لپاره دا ډول وړاندیزونه ولری او حکومت او خلک ، اصلاح او خیر ته دعوت کړی آو داسی ځوانان دی الله رب العزت ډیر او قوی لری .

  2. سلام
    د شا تو موچۍ د یووالی په زور شات جوړوی چې هرچا ته خواږه او په زړه پورې دی او حتی د ځینو مضر وبکتر یاوو د ناوړه مخنیوی سبب هم ګرځی . تنظیم نه لری ، ګواښمن او د لا فو پټاکو پارلمان نه پېژنی دحکوت شش ګانه وبچه ګا نه بر نامې هم نه لری له دې نه اخوا اداره یی دملکې په لارښونه رهبری کیږی دی ته ضرورت نشته چې ملګرو ملتو ته نارینه د حقوقو شکایت وکړی قوم لری خو دقوم په اتحاد ، ثبات ،بقا ، هویت ،او تاریخی رسالت باور لری یو بل سره کلک ولاړ دی کار یې د ګلا نو له بو ټو سره دی څومره ساد ه ژوند کې یې حاکمیت بې له هرډول کړکېچ دوام لری دې کار دالهی معرفت اوحکمت په ډاګه برېښی
    اما بعد په کلام الله کې واضح وایی چې تا سې مې په قومو نو او قبیلو وېشلی یې ستا سو غوره هغه دی چې تقوا او پرهیز کاره وی . پرهېز دلته دمسولیت ،مسلک، خواخوږی ،تعارف ملی ا و اسلا می روابط اوضوابط را چې یوه ټولنه کې دښکلا،پرمختګ حسن نیت اخلاقو او ابادۍلامل وګرځی
    پېژنی چې داخوت او انسان پالنې سبب ګرځی اوتفرق نفی کوی ؛ واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو*خو له بده مرغه موږ لا ړو د وچ سیاست
    په انګړ ور ننوتواود مخ ته منډې وهو خو شاته نه ګورو د کا بل ددروازو دجوړېدو مجر ما ن خپل ځانونه پېژنی په پایکې زغم صاحب ستا لیکنه کې خو هېڅ شک نشته
    کوږ بار تر مزله نه رسیږی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *