د پښتو کيسه ډايجست اتمه  ګڼه  تر څه ځنډ وروسته په کابل کې د افغان هنر پروډکشن  له خوا خپره شوه چې په دې ګڼه كې دښاغلي ايمل پسرلي ،احسان الله ارينزي ، ، ثنا ساپۍ ، نصير احمد احمدي ، صفيه حليم ، انور وفا سمندر، وږمه سبا عامر، پاکيزه ارزو، ښايسته سعادت، اسدالله نيازي،  محمد حنيف حيران ، اجمل ښکلي،همايون هېواد،ارشاد رغاند، اسد افغان، لېمه نيازۍ ، عنايت الله ديدار، توبا ندا ساپۍ، احمد شاه پاڅون، نجيب منلي او محب الله زغم په زړه پورې کيسې  دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي.

د يادونې وړده چې کيسه ډايجست د عزيز احمد تسل او داوود رحيمي په زيار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنيکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال دوه ويشت لنډې کيسې راټولې شوې دي.

 دکيسه ډايجست مينه وال کولای شي کيسه ډايجست په لاندې پتو ترلاسه کړي :

کابل :
بهيقي كتاب پلورنځى ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څېرمه
کتاب ښار  کتاب پلورنځی، سينما پامير ودانۍ
ننګرهار :
عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځی ،وملي تلوېزيون ودانۍ ته مخامخ
ګودر کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړ
کندهار :
افغان کتاب پلورنځی ، سردار مددخان څلور لاری، احمد شاهي مارکيټ

کوټه :
صحاف کتاب پلورنځی کاسي روډ ، کوټه
غورځنګ کتاب پلورنځی ، ريګل پلازه ، جناح روډ ، کوټه
خوست :
غرغښت کتاب پلورنځی ، ښاروالۍ مارکېټ ، خوست
پکتيا :
علمي کتاب پلورنځی ، غزني لاين ، پکتيا

هلمند: مشعل کتاب پلورنځی، لښکرګاه
يادښت : له درنو کيسه ليکوالو هيله کيږي چې خپلې نوې او ناچاپه کيسې په دې پته راواستوي .
برېښليک : [email protected]

One thought on “د كيسه ډايجست اتمه ګڼه له چاپه راووته”
  1. د درسی موادو راټولول او لیکل یواځی د پوهنتون د استادانو کار نه دی. د علومو اکادمی اونوری علمی باصلاحیته تعلیمی او علمی موسسی هم دنده لری چی علمی او تحقیقاتی کار وکړی او د لوړو زدکړو وزارت باید له نورو ژبو نه د ضرورت وړ مواد راټول او وژباړی او د محصلینو علمی سطحه لوړه کړی.

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *