تاند- له تورخمه پوري خوا ته د بندو پاتې شویو لاریو او کانتینرو خاوندانو او چلوونکو د پاکستاني پوځیانو له لوري د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې د لارو د پرانستل کېدو او د کرښې د دواړو خواوو ترمنځ د بې جنجاله اقتصادي او تجارتي فعالیتونو غوښتنه کوله.

مظاهره چیانو رسنیو ته وویل چې د لارو د بندېدو له کبله سوداګري او تجارتي راکړه ورکړه په ټپه درېدلې، او خلک له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان پوځ د سې شنبې او چهارشنبې (مارچ ۷ – ۸) د دوو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې خلاصې کړې خو له نن/ پنجشنبې څخه یې تر نامعلومې مودې پورې بندې کړې.

پاکستان وايي چې دا لارې یې د دې لپاره بندې کړي چې له افغانستانه تروریستان وراوړي.

خو د پاکستان لور ته په زرګونو افغانان، چې غواړي خپل هیواد ته راشي، ایسار پاتې دي. هغوی وايي چې پاکستان دې له افغانستانه څوک خپلې خوا ته نه پرېږدي مګر دوی ته دې اجازه ورکړي چې افغانستان ته واوړي.

همداراز په سوداګري مال بار په سلګونو کانتینرونه او لارۍ په تورخم، پېښور او چمن کې بندې پاتې دي.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له افغانستانه ۱۲۸ لاریو ته، چې سکاره او سرامیک یا کاشي پکې بار وو، د تورخم له لارې د تګ اجازه ورکړه. دا لارۍ د فبرورۍ په ۱۶ مه تورخم ته رسېدلې وې.

2 thoughts on “د لارویو چلوونکو او خاوندانو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه”
  1. نړیوال ، د بشري حقوقو سازمانونه ، له ډیورند نه هغه غاړه مېشت پښتانه مشران ، پنجاب کې دينې عالمان او ملایان ټول پټه خوله دي. یو هم څه نه ورته وایی چې ولې ظالمانو دا تاسې څه کوئ؟
    د ملګرو ملتونو د اقتصادی شورا له پرېکړو سره سم هغه هېوادونه چې په وچه کې ایسار دی او له سمندر سره مخامخ پوله نه لري ، دوي کولاي شي د ګاونډیو له بندرونو نه ګټه واخلي. اسلام خو بیا د ګاونډي حق له خپلوانو نه هم زیات ښودلی دی. نو دا اسلامی کنفرانس څه دنده لري؟
    لوی قدرتونه خو تل د مظلومو خلکو د حقوقو د ساتلو چيغې وهي مګر نن خو دوی ټول خاموشه دی او په دې کې به څه راز پروت وي؟
    راځئ د پنجاب له هر اړخیز ظلم او مشکلاتو نه نړیوال خبر کړو، د دولت له ټولو تریبیونونو نه کار واخلئ هم میډیا خبره کړئ ، هم دولتی مقامات نړیوالو ته زنګ ووهی او یا د خپلو سفیرانو له لارې د نورو هیوادونو له مشرانو سره خبرې وکړئ ، سوله ییزې مظاهرې وکړئ چې دا مکار دښمن له ظلم نه لاس واخلي. خپل بړيڅي د داعش ، طالب او منافق په نامه زمونږ هېواد ته را ونه لېږی.
    د دو ورځو لپاره یې د تورخم اوچمن دروازې خلاصې کړې ، خپل پليد ، تورمخي جهنمي محصولات ټالیبان او داعشیان یې را ولېږل . په روغتون کې یی مریضان او داکتران شهیدان کړل ، نن بیا په زخمونو باندې د مالګې دوړولو لپاره زمونږ د شهیدانو فاتحه هم اخلی او خپله همدردی هم ښیې.

  2. Salamooona
    This good action of the owners of trucks this is not for prevention of terrorists but conspiracy that how both sides of pashtoon people get economy destruction and also they keeping panjab intrests because they allow 127 trucks of marble stone so they must continues the demonistration and beside must attack on some post check as well.
    The pakhtoonkhwa pupit government which is playing roll in this destructive policy of fakistan must bring pressure as well.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *