تاند- د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر د ورځې ۴ ملیون ډالره تاوان کوي.

الکوزي وویل، دا یوازې افغانستان نه دی چې تاوان کوي، پاکستاني فابریکې، سوداګر او  باري ترانسپورتران هم لویه بیه پرې کوي.

د ښاغلي الکوزي له څرګندونو داسي ښکاري چې افغان او پاکستاني سوداګرو په ۳ اوونیو (۲۱ ورځو) کې ۸۴ ملیون ډالره زیان کړی دی.

افغانستان او پاکستان د یو بل لارو ته زیاته اړتیا لري. که افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې واردات او صادرات کوي، پاکستان هم د افغانستان له لارې له منخنۍ اسیا سره راکړه ورکړه کوي.

له بلې خوا افغانستان د پاکستاني محصولاتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی خو د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله د پاکستاني اجناسو ځای ایراني او چینايي جنسونه نیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس افغانستان په ۲۰۱۶ م کال له پاکستان څخه د یو نیم ملیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل خو افغانستان بیا پاکستان ته ټولټال د ۳۰۰ ملیون ډالرو صادرات کړي دي.

افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې د منځنۍ اسیا او ایران لارو ته پاملرنه زیاته کړې او اوس د پخوا په پرتله، چې ډېره اتکا یې د کراچۍ پر بندر وه، واردات د دغو هیوادونو له لارو کوي.

پر تجارت سربېره پاکستان له افغانانو ډېرې پیسې د درملنې او سیاحت له درکه ترلاسه کوي.

ویل کېږي چې د لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې ایسار شول چې لویه برخه یې د هغو افغانانو ده چې د درملنې لپاره پاکستاني ښارونو ته تللي ول.

یو شمېر نور افغانان د لوېدیځو هیوادونو د وېزو د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته ځي. د هغوی د تګ راتګ له کبله د پاکستان هوايي شرکت کابل ته الوتنې زیاتې کړي دي. خو که د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اړوندو هیوادونو وغواړي چې افغانانو ته که په کابل کې وېزه نه شي ورکولی نو په هند یا د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې دې ورکړي، پر پاکستان به د افغانانو اتکا نوره هم لږه شي.

2 thoughts on “د لارو بندېدو افغان او پاکستاني سوداګرو ته ۸۴ ملیون ډالره زیان اړولی”
  1. دنیا وال ډیری ستونزی ګالی خو پر موږ چه لږه سختی شی نو بیا وطن پریږدو .
    پریږدی چه لاری بندی کړی که ۱۰ په سلو کی موږ ته ضرر دی نو ۹۰ په سلو کی هغه خوا ته تاوان دی دغه څو ورزی مردار پا پړ افغانستان ته ندی راغلی دما شومانو صحت ښه شویدی اوړه غوړ پریمانه پیدا کیږی ماشومان مړه وساتی تاسو په نیمه ګیده مړی وخوری خودپاکستان لعنتی در وازی دتل بندی شی دطبات ویره که وی دهغه تدابیر هم نیول کیږی لکس عصری په تخنیک سمبال هسپتالونه به دوست هیواد هند اماده کړی نور نو دپاکستان سره ابدی دښمنی شوه ددوی تجار ډیر سخت متضرره کیږی ددوی لپاره افغانستان بهترین مارکیت دی خپله به مجبور شی او دروازی به خلاصی کړی لږ تخمل وکړی لږ تکیفونه برداشت کړی وارخطای ښه نده.

ځواب ورکول sayed.rahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *