تاند- د خپل لاس د رغوي د ځینو برخو په ټینګولو بې له دې چې ډاکتر ته لاړ شئ یا مسکین ګولۍ وخورئ، له ډېرو دردونو خلاصېدای شئ.

په دې ډول د دردونو د تسکین ترڅنګ له ځینو ناروغیو هم ژغورل کېدای شئ.

پکار ده چې پرلاندې (ټکو) برخو د ۵ ثانیو لپاره فشار راوړئ، البته ورو، ژوره سا وباسئ او معجزه یې وګورئ.

2د بټې ګوتې په لاندینۍ (۱) برخه کې که فشار راوړئ نو د ټوخي، تنفسي تکلیفونو له کمولو سره مو مرسته کوي.

بټه ګوته (۲)

د بټې ګوتې په دې (۲) برخه کې فشار د ذهني پریشانۍ، وېرې او وارخطایۍ له مخنیوي سره کومک کوي او همداراز د معدې او تریخي د ستونزو له لږولو او د سرخوږي له ختمولو سره ممکن مرسته وکړي.

منځنۍ ګوته (۴)

پر دغه ګوته اېښودل شوې نښه د پښتورګي او صفرا کیسې د کار په تنظیمولو کې مرسته کوي، همداراز د وینې جریان، د سترګو نظر، سردردۍ، میګرین، د عضلو انقباض او د ښځو د میاشتني عادت د درد له کمولو سره مرستندوی دی.

د چیلې ګوته (۵)

پر دې ټکې که فشار راوړئ د کولمو او سږو د فعالیت له ښه کېدو سره مرسته کوي. که د هاضمې، تنفس او یا جلد ستونزې لرئ، پر دغه ټکي فشار درسره مرسته کولی شي.

کوچنۍ ګوته (۶)

پر دغه ټکي فشار راوړل له کوچنیو کولمو او زړه سره مرسته کوي. همداراز د تشویش، د خطر د احساس او عصبیت له کمولو سره کومک کوي. پر دغه ځای فشار راوړل مو پر ځان اعتماد زیاتوي.

One thought on “د لاس د رغوي په ځینو برخو کې د درد درملنه”
  1. دجالبو معلوماتو نه مو مننه خو باید ووایم چې د شهادت ګوته درنه هیره شویده. کیدای شې د تبصیری په برخه کې هغه ورزیات کړی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *