تاند- له ډېرو پخوانیو وختونو څخه د لاس له کرښو د انسان قسمت اټکلېږي خو اوس په یوه تاره ساینسي څېړنه کې ویل شوي چې د لاس له نښو د نارینه جنسي قوت معلومېدای شي.
د جنوبي کوریا د ګیچن پوهنتون څېړونکو معلومه کړې چې د کیڼ لاس د ګوتو له اوږدوالي د نارینه د هغه غړي اندازه څرګندېږي چې سپرم جوړوي.
د لاس رغوی د ځان لور ته واړوئ د شهادت ګوته او یوه ترمنځ (په عکس کې په نښه شوي) د د واده د چیلې یا ګوتمۍ ګوتې اوږدوالي ته وګورئ. که د ګوتمۍ د ګوتې اوږدوالی د شهادت (RANG) تر ګوتې اوږده وه نو معنا یې دا ده چې د سپرم د جوړولو د غړي اندازه مو یو څه کمه ده او له جنسي نظره یو څه کمزوري یاست.
خو که د شهادت ګوته مو تر ګوتمۍ ګوتې اوږده وه معنا یې دا ده چې جنسي قوت او سپرم مو زیات دي.
دا څېړنه پر ۱۷۲ تنو نارینه وو، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۶۹ کلونو ترمنځ وو، شوې ده.
تصویر او د لیکل مو یو بل سره توپیر لری.
هغه څه چی په تصویر کی لیدل کیږی دادی چی که د ښی لاس د شهادت ګوته د ګوتمۍ ترګوتی لنډه وی، نو هغه سړی په جنسی لحاظ کمزوری دی. او ددی برعکس که د شهادت ګوته د ګوتمۍ تر ګوتی اوږده وی، نو دا شخص په جنسی لحاظ قوی بلل شوی دی.
خو لیکلی مطلب بیا ددی برعکس مفهوم بیانوی، یعنی وایی چی د چپ لاس او د شهادت د ګوتی اوږدوالی په صورت کی سړی کمزوری او د لنډوالی په صورت کی قوی دی.
نو آیا تصویر صحیح دی او که ورلاندی تشریح؟
مونږ افغانان هسی نه دماغی کمزوري لرو او دا مو لا بله مسله راواچوله اوس به مو د خلکو ګوتو ته به فکر کوه
يار دا دروغ وايي زما د ګوتمي ګوته اوږده ده خو الحمدالله داسې میزايلي ولم چې پوښتنه مه کوه
دا څېړنه يوازي تر جنوبي کوريا پوري محدوده ده، په افغانستان کي فکر نه کوم چي تصديق شي، ما پر يو څو تنو وازمويل پر ټولو غلطه وختله
مونږ افغانان هسی نه دماغی کمزوري لرو او دا مو لا بله مسله راواچوله اوس به مو د خلکو ګوتو ته فکر کوو
ورور جانه زما خو بیا دواره گوتی برابری دی نو دا ماته دروغ شکاری