آغامحمد قریشي

د ۲۰۰۱ز کال د ژمې په سړو شپو او ورځو د طالبانو د رژیم پر وړاندي د مقاومت یواځنی هغه لوبغاړی چې د پښتنو په ځانګړې توګه د هیواد په سویل کې یې ساری نه تر سترګو کېده د اروزګان د غرونو په څنډو کې یې د بریا لپاره شیبې په ګوتو شمېرلې. دا قومي مشر چې د خپل پلار ځایناستی و، پر ډېرو نورو قرباینو سربیره یې پلار هم په ورته لار کې قرباني شوی و. کرزي فکر کاوه چې امریکایان او نړیوال ورته د افغانستان د اصلي او یواځني زعیم په سترګه ګوري، خبر نه و، چې هغه به یواځې د بُن کنفرانس پر مټ یو تشریفاتي زعیم وړاندي کېږي. هغه ته په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هغه مهال نوره هم ښه جوته شوه چې تشریفاتي زعیم به وي، کله یې چې غوښتل د کندهار د ولایتې ادارې واګې ځایې قومی مشر او جهادي قومندان ملا نقیب اخند ته په لاس ورکړي، ځکه هغه ورسره د مقاومت پر مهال او له هغه وړاندي ډېرې مرستې او همکارۍ کړې وې. امریکایانو کرزی په څپېړه وواهه. د هغه خبره یې ونه منله، ګل اغا شیرزی، چې ورسره د کرزي په څېر دولس د لومړۍ لیکې امریکایې کانډو ورسره وو، د کندهار د والي په توګه وګماره. کرزي له دې سره احساس کړه، چې نور به د یو تشریفاتي زعیم په توګه رول لوبوي. هغه نه کوم کاري ټیم لاره، او نه یې هم له ځان سره ارګ ته خپل ستانونکي بوتلل.

هغه مهال چې کله د کرزي له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره لانجې ډېرې شوې، د لانجو یوه یې پر ملکي وکړو د هوایې بمباریو خبره وه. امریکایانو خپل سري عملیات، هوایې بمبارۍ او په خلاص لاس نظامي عملیات غوښتل، خو ولسمشر ورته اجازه نه ورکول او په ډېرو سختو ټکو به یې امریکایانو او دهغوی ملګري غندل. دا و چې د اوباما له واک ته رسېدو سره سم، هغه څرګنده کړه چې له ولسمشر کرزي سره د شخصي خصومت له کبله به له افغانانو سره تر هغه سم مخته لاړ نه شي، تر څو یې هغه له څوکۍ لیرې کړی نه وي.

په ۲۰۰۹ز کال امریکا دوه مخې لوبه پیل کړې وه، له یوې خوا یې اپوزیسیون او له بلې خوا یې د کرزي په کابینه کې دهغه خپل وزیران ورته کلک کړي وو. کرزي باندي فشارونه دومره زیات شول، چې هغه یې پر هر بهرني بدګومانه کړی و. ټاکنې وشوې، تر دې وړاندي چې د ټاکنو پایلې راووزي، نړیوالې ټولنې په غیري مستقیمه توګه د کرزي تر غوږ ورتیره کړه چې ګڼي په ټاکنو کې پاته راغلی، او ټاکنې به دوهم پړاو ته ځي. امریکایانو د یونما مرستیال استازی ګالبریټ چې په خټه هم امریکایې و، ددې ماموریت لپاره ګمارلی و، چې د کرزي د ناکامۍ او ضعف پر نقطو به کار کوي. هغه دوې لوبې په کار وړلې، یوه دا چې په حکومت کې به د اجرائیه چارو ریاست پوسټ ور اضافه کوي، او دا رول به د کرزي د ضعف په موخه ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکوي، او که یې دا چاره نه وای بریالۍ شوې، نو یې د موقتې ادارې غوښتنه کوله. دا چې کرزی په خپل ځای کلک ولاړ و، یوه یې هم ورسره ونه منله، بلاخره یې ومنله چې ټاکنې دې دوهم پړاو ته لاړې شي. عبدالله عبدالله پوه شو چې دوهم پړاو ټاکنو ته تګ به د کرزي پر وړاندي ورته ستونزمن وي، نو ځکه له ټاکنو تېر شو. په دې او ورته چارو کې د امریکا او انګلستان سفارتونو او او یونما اړین رول لوباوه.

د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو پر مهال پر ولسمشر کرزي یو بل لوی فشار دا وه چې ګڼي پرویز کامبخش به له زندانه خوشي کوي. ددې لوبې ځانګړی رول د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (یونما) د رییس کای ایډي په غاړه و. کامبخش په مزار شریف کې د ژورنالیست په توګه دنده ترسره کوله، هغه د یوې مقالې په خپرولو سره چې ویل کېږي له ایرانۍ ژبې یې ژباړلې وه، تورن و، چې ګڼي د اسلام مبارک دین سپکاوی یې کړی. د نړیوالې ټولنې په لویو فشارونو بلاخره پرویز کامبخش ته په داسي حال کې بخښنه وشوه چې محکمې ورته د شلو کالو حبس غوښتنه کړې وه.

زموږ خبره پردې ده، چې د ارګ تر څنګ یونما او تر څنګ یې سفارتونه زموږ په د زعامت په ګمارلو او دسیاستونو په پېچلتیا او بلاخره په اړینو پریکړو کې څومره رول لري؟ ولسمشر کرزي له امریکایانو سره خپلې مقابلې ته شاه نه کړه، هغه مهال چې د امنیتي تړون خبره راغله، نه یې له ناټو او نه یې هم له امریکا سره تړون لاسلیک کړ. د ۲۰۱۴ز د ولسمشرۍ ټاکنې هم د نړیوالو له مداخلو خالي نه وې، دا لوبه نړیوالو د هیچا په ګټه نه تماموله، چې بلاخره یې د ملي وحدت تر نامه لاندي، واک دوو ته ور وسپاره. دا خبره ده چې راتلونکي پنځه کله به نور هم د افغان ولس پریکړي په ارګ پورې تړلي نه وي، بلکي سفارتونه او یونما به هم اړین رول ولري. کابینه لا نه ده وړاندي شوې، په کلیو او بانډو کې خلک یوه ګوله ډوډۍ نه لري. له بل لوري ملت له امنیتې ستونزو او په دولت کې له فساد څخه سخت زورېږي. د حکومت موجوده چارواکي په ناټاکې سرنوشت کې دي. اوس لانجه پر کابینه او د کابینې پر غړو ده چې د سفارتونو او یونما له منځګړیتوب پرته به یې حل یواځي په ارګ کې ځکه ناشونی وي، چې بنسټ یې همداسي په بل ځای پوری تړلی اېښودل شوی دی. له دې وروسته به بیا د دوو رهبرانو ترمنځ د وزیرانو پر کړو او دهغوی پر اداري او سیاسي اعمالو لانجې وي، چې یو به یې د خپلو او بل به یې دخپلو ننګه کوي. دا به نو بیا هغه خبره وي چې ترخه او پاچا حکومت به وي.

زموږ کورنۍ ستونزه دومره لویه نه ده، لکه بهرنۍ هغه. زموږ هیواد د نړیوالو او ګاونډیانو لپاره په سیاسي، اقتصادي او ستراتېژيک لحاظ د سرو زرو د چرګ حیثیت خپل کړی. دیارلس کاله مو منډې ووهلې، یو پر بل مو تورونه ولګول، په کور دننه مو د سولې هر راز هڅې وکړې، خو بلاخره یو ځل بیا هغه ور ته ودرېدو چې ستونزه بهرنۍ او ریښې یې هم په بهر کې ښخې دي، ځکه نو یوه بهرني حل ته اړیتا لري. لنډه دا چې، تر څو نړیوال او د افغانستان ګاونډیان په رښتنینې توګه له موږ د سولې، ښې حکومتولۍ او ښه زعامت په برخه کې مرسته ونه کړي، ستونزه نه حلېدونکې ده. د ملي اجماع خبره هم ځکه ناکامه کېدونکې بولم چې د ښه زعامت فرصت ورته مساعد نه دی.

One thought on “د لانجو د حل اصلي لوبغاړي / آغامحمد قریشي”
  1. کرزى دلانجو ،ځمکو غصبولو، فساد، چل او فريب، سمتي او ژبني اخلافات يوې داسې مرحلې ته راورسول چې اوس ېې علاج د زعامت له برخې نه هم اوچت دى.ديارلس کاله يو عمر دى . د انتصا بي سناتور زوى داسې کارونه وکړل چې د پښتنو ټبر ته ېې هېڅ پوزه پرې نه ښوده. دکرزي نيرنګ او چل په سيا سي قاموس کې هېڅ ځاى نه لري. د کبل ښار يي په بې ناموسيو بدل کړ. نوموړى په داسې وخت کې دا خبره کوي چې نور په هېواد کې نفس نه دى پاتى شوى. کله چې ديو شمير نورو غلو سره پکتيا ته ولاړ او ټول برګ ناست دي نو يو شاعر ورته شعر وايي او دى بيا دومره په خپلو خبرو کې د ” عالماسباب ” خبرې يادونه کوي
    چې سړى حيران شي. خو فکر کيږي چې دغه خبره ده ته ډيره اوچته يا ښه ښکاري.
    که څوک تله د انصاف په لاس کې دکړي
    خپل ټټو د بل په اس برابر کړي
    تو لعنت دې په داهسې منصفي شي
    چې له حق و باطل ته ګذر کړي
    ستا خبرې سمې دي او رښتيا چې د زعامت لورې همدا ډول څېره درلوده

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *