د ًنه درځم نه به راځئ پالیسي په اوسني دور کې نه شي چلیدای ، او نه هم په زور کلي کیږي. د کابل او پېښور د کوټې او کندهار یارانه په زرګونو کاله زړه ده، یو ورور په لر کې پاتې شوی نو بل په په بر کې، او څوک یي په زړونو کې دغه مینه په ازغن تارونو نه شي بېلولی.
د پاکستان او افغانستان دواړو خواو ته پرتو پښتنو پر خپله سینه دغه ازغن تارونه له وړاندې شلولي او رد کړي دي. باید د پاکستان حکومتونه او ادارې د هغو خلکو د بیلولو هڅه ونه کړي چې جنګونو هم له یو بله جدا نکړای شول.
د حکومتونو پالیسۍ، ګټې او تاوانونه یو اړخ ته خو د دغې له وجې د ولسونو تر منځ رابطې شلول به یوه ډېره نامناسبه رویه وي، که پاکستان یي خپله کړي او باید چې خپله یي نه کړي، ځکه چې د برلن د دېوال مثال په نړۍ کې موجود دی، دغه ثابتوي چې طاقتونه وینه، مینه او هغه خپلولي نه شي بیلولې چې د زرګونو کالو تاریخ لري.
یو ورور مې په کابل کې دې او بل په پېښور کېً هم دغه د پښتون قام کیسه ده، چیرته یو په کراچۍ کې دې او بل په جلال اباد، کوټې او کندهار کې. دا خلک له یو بل سره رابطې لري، تجارت کوي، خپل ناروغان پېښور او یا نورو ښارونو ته راوړي. او بیا دوی د علاج لپاره خو ارو مرو راځي، خپل جاییداد خرڅوي، خو د خپلې مور علاج په پېښور کې کوي.
د افغانستان ولسمشر وایي پر ډیورڼډ کرښه ازغن تار دواړو خواو ته مېشته ولسونه نه شي جدا کولی، او نه باید داسې څه هڅه وشي.
لکه چې څنګه وایي اوبه په ډانګ نه بیلیږي، او نه به هم دغه اوبه بیلې شي، خلک به د یو بل سره د دغو رابطو بله لاره هم ولټوي، خو باید هم دغه د تورخم په لاره تګ راتګ وشي. کله دې دوی راځي او کله به موږ ورځو او د ژوند دغه چارې به پر مخ وړو.
د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده په کابل او پېښور کې افغان یو دې
او نه د دغو خلکو دغه واړه ارمانونه د تارونو او د اوسپنې د سیمونو لا لارې ونه تړل شي، پریږدۍ چې دوی لاړ شي بیا راشي او بیا لاړ شي. دواړه خواوې هم داسې تجربې وکړې ، خلک او خپلې سیمې ووینې، ژوند ژواک وګوري د یو بل له ښو او بدو ځان خبر کړي او ټولې مسلې په خبرو هوارې کړي.
په یو داسې ماحول کې چې د دواړو خواو میشتو ولسونو او خاص کر پښتنو ته نقصانونه رسیدلې دي، دوی بمونو ، او ترهګرو پيښو دردولې دي، ډېرې دوکې یي خوړلې دي او لا هم دغه لړۍ نه ده ودریدلې، نو په داسې یو وخت کې د دوی په سینه لا نور ازغي کرل به کله هم څه ګټه ونه رسوي. دا به نقصان وي، تاوان به وي، او یو لوی زیان به ورسوي.
د لر او بر پښتانه یو دي ولې اغیار ورباندې بل ګمان کوینه
پاچاخان به ویل (یا به یوکیږو یا به ورکیږو) ، لکه چه یو خو نه شو، او د ورکیدو په حال کی یو