تاند- د پیرسید احمد ګیلاني، ډاکتراشرف غني احمدزي، د زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالي، انوارالحق احدي، محمد حنیف اتمر او قیوم کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په ګډون به نن د یو بل انتخاباتي اتحاد د جوړېدو لپاره غونډې پیل شي.

دا اتحاد وروسته له دې اعلانېږي چې تېره اوونۍ د شمال په پخوانۍ ټلوالې کې شاملو ډلو انتخاباتي اتحاد جوړ او اعلان یې وکړ چې په لنډو ورځو کې به واحد کاندید معرفي کړي.

په پام کې ده چې نن په کابل کې د ملي اسلامي محاذ د مشر پیرسید احمد ګیلاني په کور کې په غونډه کې د یوه موازي اتحاد د جوړېدو او د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ګډ کاندید په اړه خبرې وشي.

دغه اتحاد، چې ملي محاذ، افغان ملت، د نجات ملي جبهې، ملي وحدت، حق او عدالت په شان د لسو ګوندونو او یو شمېر پېژندل شویو سیاسي شخصیتونو په ګډون جوړېږي، غواړي د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره ګډ کاندید ولري.

دوی هڅه کوي چې د زلمي خلیلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي سره، چې له کوم ګوند سره تړاو نه لري، انتخاباتي احاد رامنځته کړي.

تېره اوونۍ عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، احمدضیا مسعود، محمد محقق، عطامحمد نور، یونس قانونی، صلاح الدین رباني او امرالله صالح د ۱۳۹۳ لمریز کال د انتخاباتو لپاره په خپل منځ کې اتحاد اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې ګډ کاندید به معرفي کړي خو دا اتحاد تراوسه پوري نه دی توانېدلی چې په یوه کاندید جوړ راشي خو راپورونه وايي چې د دوی ترمنځ خبرې روانې دي.

زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالی، قیوم کرزي او د حق او عدالت د ګوند د مشرتابه د شورا مشرحنیف اتمرهم د دغه اتحاد د د رامنځ ته کیدو په غونډوکې ګډون کړی و خو د دغه اتحاد د اعلانیدو په مهال دغو شخصیتونو حضورنه درلود.

علي احمد جلالي وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل چې دا اتحاد د دوی په غیاب کې جوړ شوی او د ده په باور باید ایتلافونه قومي او سمتي نشي.

په همدې حال کې پرون د مختلفو ولایتونو زرګونو خلکو او قومي مشرانو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه وکړه.

دوی په کابل کې په یوې غونډه کې ټینګار وکړ چې دا انتخابات دې په ۲۰۱۸ کال کې وشي.

دوی ویل، په هېواد کې جنګ او نا امنی له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي او خلک نه شي کولای چې برخه په کې واخلي.

دوی له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د روان امنیتي وضعیت دې په پام کې ونیسي او دا انتخابات دې دوه زر او اتلسم کال ته و ځنډول شي.

په همدې منځ کې د ملي ایتلاف مشر ډاکټرعبدالله عبدالله، چې هیله لري د لومړي انتخاباتي اتحاد له لوري به د ولسمشرۍ لپاره کاندید شي، پرون  په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې حکومت باید د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره زمینه مساعده کړي.

د ملي ایتلاف مشر وویل چې په افغانستان کې ځیني کړۍ هڅې کوي چې انتخابات ترسره نشي او ولسمشر کرزی خپل کار ته دوام ورکړي.

6 thoughts on “د لسو ګوندونو او مشهورو بیروکراتانو په ګډون بل انتخاباتي اتحاد جوړېږي”
  1. what i see it necessary here to get rid of the Independent Election Commission (IEC), why is the country paying them and what for if we are going to create these tribal agenting commissions. let these leaders select a president for themselves and the rest of afghans doesn’t belong to afghanistan anyway.
    everybody is hoping for Doctor Ashraf Ghani Ahmadzai, the last resort and hope of every Afghan.
    don’t want to have another comment about this.

  2. عقل اوغان دیر میاد

    زما په اند که امریکا لدغه دواړو اتحادونو څخه هر یوه ته ښه راغلاست ووايي، هماغه بریالی کیږي. زه دا دوهم اتحاد چې زیاتره غړي ېې باسواده، هوښیار او ددې ترڅنګ غرب ته وفادار دي د لمړي هغه په پرتله بریالی او غښتلی دی

    پښتانه باید په یوه مناسب محور سره را ټول شي، یو له بله کرکې او نفرتونه شاته کړي، د اقلیتونو د کړنو څخه لږ درس واخلي، که تر هغوی ښه لوبه نشي کولی حد اقل د هغوی په څیر خو سیاسي لوبو ته ځان تیار کړي.

    زه پدغه دوهم اتحاد کې اشرف غني یا جلالي ته د ولسمشر او خلیل زاد ته د لمړي مرستیال څوکۍ وړ او مناسب بولم.

  3. زبردست کار شوی دی. په کار دی چې حتی د ملا چایجوش اخوند کسان هم د دغه اتحاد پلوي وکړي. دا خلک ټول تعلیم یافته دي او د چا په وینو یې لاسونه سره نه دي. په کار دی چې ټول ولس یې تر شا ودرېږي او د لاندې لینکونو له کتلو څخه لږ عبرت واخلي:
    http://www.facebook.com/hazarapoeple?fref=ts

    http://www.facebook.com/PersianPeople.Khorasan?fref=ts

    http://www.facebook.com/ilovefreespeech?fref=ts

    http://www.facebook.com/Zhwandoon.Television.Af?fref=ts

    http://www.facebook.com/Zhwandoon.Television.Af?fref=ts

    دا او دې ته ورته څو نورې فیس بک پاڼې د تاجکانو تر رهبرۍ لاندې د پښتنو او هزاره ګانو د جنګولو له پاره چلول کیږي. اصل فساد په تاجکو مهاجرو کې دی. یوه صفحه چې پشتون های خاین دی د یوه هزاره له خوا چلول کیږي هغه هم په ښکاره نه وایي چې هزاره دی نور ټول کثافت د تاجکستان د مهاجرو له خوا خپرېږي چې په اکثرو کې پښتنو ته کنڅلې او سپکې سپورې کېږي.

  4. This is too late and too less and happened after negative reaction of northen parties toward these few powerless pashtoon . If we really want peace and strong opposition aganist northern allies in Afghanistan we should work very hard to include Talaban and Hazab islamee in this kind of union for few good reasons : 1 st every party should be involved in next election despite Talaban strongly disagree with election but khalealzad , jalalee and Ashraf Ghanee can ask there US friends to push Talaban to participate in next election as after Qatar office every one knows Talabans are also under influence of America so it is possible . 2nd if we want strong opposition against northen allies we need military power like they have so the best option is involving Hazab Islamee and Talaban in this kind of union .3rd I know Ashraf Ghanee , Khalealzad and Jalalee are knowledgeable people but they have very limitted influence among Afghanstan people especially Khalealzad even Ashraf Ghanee as he contested in previous election and he got only 3% of votes and jalalee prior to election left country who can count on them however even if US support any of these candidates they will be the same as Shasoja , Karmal and Hamed Karzee.

  5. داکتر صاحب ایمیل سلا م د نخښی مینځ دویشتی خو
    که چیری دا دپښتون او یاددی تکنو کراتانو یوالی ته ګلبدین او ملا عمر ور ګډوی ، نو دا خو بیا هماغه د ۱۹۹۲ درسرو مرچو تر خه سلته تری جوړیږی ، او داهم امکان لری چی ګلبدین او ملا عمر نسبت دغه دریو سیاسی کسانو په شمال ناولی یوالی ډیر اعتماد ولری ځکه چی که دا د جلالی خیلو یوالی میدان وګټی ، نو د جهادیانو بیړی دا خو دځل حتما ډوبیږی ، نو شه به داوی چی امریکا یو دوره بله هم خبل سړی وټاکی ، مطلب دا چی ، ګلبدین ملا عمر خو بیله شک او شبهی د پنجاب او پنتګون په زسی تړلی چرګان دی هغوی ته داځل که دشمال دغوبل به خای دوی یو څه برخه ورکړی شی ، یو ه منطق ته نږدی ده ، ځکه چی پنتګون ملیشی پکار دی ، او په همدی ملیشو بلیون دالره سرمایه ګذاری شوی ، ګوری چی پوتین خیلو بیا سرونه له سوری را ایستلی ، جلالی خیل خو پاسبورتونه په جیب کی لری ، که روسان بیا سرپورته کړی ،شمالی شغالان خو به روسی شیدو لوی شو نو داځل به د اسپین روسان په چا وهی ، خو بهتره ده چی دتاسی فرموده په یو چال په ګلبدین او ملا عمر د جلالی خیلو په جوال کی ور دننه کړی ، سوله خو تر هغی نشته چی ترڅو چی دا دبن او دا دولسو کلنو میلیونرانو سر په خلطه نشی .په درنښت

ځواب ورکول خېټور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *