د لشکرګاه خونړۍ حمله/ د سرطان لومړۍ

تاند- د لشکرګاه د پرونۍ تروریستي حملې د شهیدانو شمېر ۳۷ او د ټپیانو ۶۰ ته رسېدلی دی.

په لشکرګاه کې چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې لا هم د یو شمېر کسانو مړ- ژوندي ورک دي.

د ولایتي شورا غړي وايي، لږترلږه د ۱۰ تنو مړي او ژوندي نه دي معلوم. دوی وايي، د دې لپاره چې اکثره کسان د هلمند سین په غاړه سیوري ته په کتار ولاړ ول، د موټر بمي حملې په نتیجه کې ځینې کسان سین ته لوېدلي دي.

وسله والو طالبانو د دې تروریستي او وحشیانه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د هلمند چارواکي او د پېښې شاهدان وايي چې په ټپیانو او شهیدانو کې ماشومان هم شامل دي.

ایران او پاکستان، چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن دي، دا برید په کلکه غندلی دی.

2 thoughts on “د لشکرګاه د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۳۷ تنه ته ورسېد”
  1. د ايران أو پاكستان په تولورهبرانو حور أو مور دي اول عالم …. الله دي دوي په شرمو وشرموي

  2. الله ج د شهیدانو ته د فردوس جنت په نصیب ، ټپیانو ته عاجل صحت ، خپلوانو او د افغانستان مظلوم ملت ته د جمیل صبر ورکړي.
    پاکستان ، آی اس آی ، لعنتی ټالبانو ته د ابدي جهنم ورکړي.
    خو د افغانستان دولت ته یوه مشوره : مهربانی وکړی دا د کابل بانک یا په بل عبارت د افغانستان د مظلومو خلکو مسلخ چې ټالیبی او داعشی قصابان هلته هره ورځ انسانان وژني ، ډېر ژر بند کړي او د معاشونو د توزیع لپاره بله لار پیدا کړي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *