تاند- د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې نن /دوشنبه/ د یوې لېسې لږترلږه ۴۸ زده کوونکې مسمومې شوې.
د هلمند ولایتي اداره وايي چې د لشکرګاه د نجونې د لېسې زده کوونکې په نامعلومې مادې مسموم شوي او په روغتون کې بستري شوي دي.
د لشکرګاه په روغتون کې ډاکتر نثار احمد بارک وویل چې په روغتون کې بستري شوي نجونې سردردي لري او د اکثرو خوا ګرځي.
ده په عین حال کې وویل چې هیڅ یوه زده کوونکې له جدي خطر سره مخامخ نه ده.
«له درملو وروسته د ټولو حال ښه ښکاري او ژر به له روغتونه رخصت شي.»
ډاکتر برمک په دې اړه څه ونه ویل چې دا زده کوونکې په څه علت مسموم شوي دي.
د هلمند د پوهنې مرستیال ريیس احمد بلال حقبین وايي چې مسموم شوې نجونې د لشکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې د یوولسم ټولګې زده کوونکې دي.
په تېرو کلونو کې هم په ځلونو د نجونو په ښوونځیو کې دا ډول پېښې شوي خو تراوسه پورې یې چا مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. (پاسنی عکس د پخوانیو پېښو دی)
سختدریځې ډلې د نجونو د تعلیم مخالف دي خو پر نجونو د حملو مسوولیت یې تراوسه په غاړه نه دی اخیستی.
پرون د طالبانو قوماندانانو د لوګر په څرخ ولسوالي کې ټولو ښوونځیو ته د بندېدو خبرداری ورکړ چې له کبله یې د دې ولسوالۍ ۳۰ ښوونځي لا هم بند دي.
Another ARAB holy act
Carried out by the great great mosalman pushton brother
Oooooooooof
Where is Mr. Joseph Stalin?