هلمند

تاند- وسله والو طالبانو د هلمند د مرکز لشکرګاه ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ۲۰ ورځو کې پر دغه ښار پراخې حملې کوي او ټولې لارې یې بندوي.

د طالبانو د ویندوی قاري یوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د لشکرګاه ښاریانو ته ویل شوي چې خوراکي مواد او نور اړتیا وړ شیان زېرمه کړي ځکه چې طالبان پر دغه ښار لارې بندوي.

اوس هم لشکرګاه ته اکثره غځېدلې لارې طالبانو بندې کړي او خلک شکایت کوي چې د کندهار – لشکرګاه پر لاره طالبان پر ملکیانو هم ډزې کوي.

طالبانو په ۲۰۱۶ م کال کې د لشکرګاه د نیولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او د ښار تر دروازو پورې یې پرمختګ وکړ خو په وروستیو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې طالب جګړه مار د ښار له لمنو یو څه شا ته شول.

قاري یوسف احمدي وايي، طالبان به په راتلونکو درو اوونیو کې پر لشکرګاه یرغل وکړي.

قاري یوسف احمدي وايي چې اوس دې ډلې پر مارجې او سنګین بریدونه تېز کړي دي. چارواکي په دغو دوو ولسوالیو کې د طالبانو حملې تاییدوي خو وايي چې طالبان یې په څټ کړي او مرګ ژوبلې یې وراړولي دي.

په هلمند کې ځیني دولتي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو ته له ایران څخه تازه وسله رسېدلې ځکه یې یو وار بیا جګړې ته زور ورکړی دی. د دوی په ادعا د طالبانو د حملو اصلي هدف د کجکي د دوهم بند مخنیوی دی.

5 thoughts on “د لشکرګاه ښاریانو ته د طالبانو خبرداری: اړتیا وړ شیان زېرمه کړئ، لارې بندوو”
  1. ټالیبانو به له روسيې نه هم نوې وسلې تر لاسه کړي وي . خصوصا د هلمند د کجکي بند د کارونو د مخنیوي لپاره د ایران فشار هم د یادولو ده. خو فکر نه کوم دا وړي به شړي کړی. افسوس زمونږ د بیګناه هیوادوال په حال چې د پردیو اهدافو لپاره د ټالیب د زوړ او وراسته جنګی ماشین له خوا وژل کیږی. د افغانستان دولت ته هم لازمه ده چې د پنجاب مزدورانو د دې لافو او نویو لونډه ګانو د مذبوحانه هلو ځلو مخه په جدیت او قاطعیت سره ونیسی.

  2. ټاليبان او مردګاوان؟ ټاليبان او که د پردو لکه پنجابيان، ايرانيان، روسان او عربان سپي؟

  3. که د طالبانو هدف د هلمند د کجکي بند ویجارول وی نو الله تعالی دی طالبان به خبل قدرت ورک او نابود کری. د هلمند د کجکی بند د دفاع بخاطر تنها امنیتی خواکونه نه بلکی د افغان ملت هر وگری باید حان قربان کری لکه حرنگه چه یی د افغانستان به تاریخ کی قربان کریدی او باید به میرانه سره د بنجاب او ایران مزدوران مردارر او جهنم ته ولیگی. وطن د مور حیثیت لری چه دفاع کول یی د هر افغان ایمانی او وجدانی وظیفه ده

  4. یعني تر طالب وحشي او پښتونوژونکې ډله به د افغانستان په تاریخ کې بله تیره شوې وي؟

  5. داخو هرچاته معلومه ده چه
    !غلامان څوک دي
    دیرغلګرو په ټانګونو سپاره کونجاړه خواره یاطالبان
    ؟

ځواب ورکول saber ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *