قاسم خان لغمانی

تاند- د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ملي اردو اتل بریدمل عیسی خان لغمانې په نوم د یوې څلور لارې د نومولو پریکړه وشوه.

عیسي خان لغماني د دوشنبې په ورځ پر ملي شورا د انتحاریانو د ډله ییزه حمله د ناکامه کړه. ده په لو وخت کې شپږ انتحاریان ووژل او په دې توګه یې د ملي شورا ودانۍ ته د هغوی د ننوتو مخه ونیوله.

بریدمل عیسي خان د ولسمشر غني له لوري په اپارتمان، د ولسمشر د لومړي مرستیال له لوري په موټر او د ولسي جرګې د غړیو له لوري په نغدو پیسو ونازول شو.

د نړۍ په رسنیو او په ټولنیزو رسنیو کې هم د عیسي خان لغماني اقدام په پراخه پیمانه منعکس شوی دی. ګڼو خلکو په فېسبوک کې د خپلو پروفایلونو عکسونو ته د عیسي خان عکسونه غوره کړي او اکثرو د اتل لقب ورکړی دی.

د ننګرهار په ګوشته کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه کې له شهید شوي قاسم خان وروسته هیڅ افغان پوځي دومره نه دی ستایل شوی.

نن چهار شنبه د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ په جوړه شوې ادارې غونډه کې د نوموړي په نوم د یوې څلور لارې د نومولو او په مهترلام ښار کې د یوې نومرې ځمکې د ورکړې پریکړه وشوه.

همدا راز په غونډه کې یادونه وشوه چې د نوموړي د اولادونو زده کړې ته دې دولت جدي پاملرنه وکړي او په نظامي قرارګاوو کې دې د ده د میړانې او شجاعت تمثیل ترسره شي څو د نورو ځواکونو د مورال د لوړاوي سبب شي.

د لغمان والي ښاغلي نعیمي د بریدمل عیسی خان لغماني فدا کاري او جرات وستایه، ویې ویل:«نوموړي په ډیر کم وخت کې د هېواد او خاورې د دښمنانو شوم او مذبوهانه عمل ناکام او عاملین يې د خپلو اعمالو په سزا ورسول، له ولسونومې توقع ده چې د خپلو اتلو ملي ځواکونو څخه ټېنګ ملاتړ وکړي.»

د لغمان د المپیک امر بادام ګل صافي ژمنه وکړه چې د بریدمل عیسی خان لغماني په نوم به د ځغاستي سیالي هم ترسره کړي.

13 thoughts on “د لغمان چارواکو د عیسي خان په نوم د یوې څلورلارې د نومولو پرېکړه وکړه”
  1. د تاند ښکلی او په زړه پوری سایت چلونکی ته د احترامونو او سلامونو په ویلو سره هیله کیږی چی د « د لغمان چارواکو د قاسم خان په نوم د یوې څلاورلارې د نومولو پرېکړه وکړهن » تر عنوان لاندی مطلب د قاسم خان پرځای په عیسی خان اصلاح کړی. بریالی اوسی

  2. فکر کوم دا دویم ځل دی چې تاند ورته موسی خان وايي. د دې راپور عنوان موسی خان لیکلی دی.

  3. ساپی
    2015/06/23 په 9:07 مساءً
    په کال ۱۹۸۶ع د المان په مونشن ښارکي دفلسطین دغورزنګ لخوایوتصویرانځورشوی ول چي په هغی کی یوافغان چی شلیدلی چپلکی.زاړه کالی اولنګوتی یی په تن ول اویوزوړتوپک یی په لاس ورکړی وه نوپوښتنه یی ترکړی وه چی څومره روسان دی وژلی هغی داسی ورغبرګه کړه.
    ۲۰۰روسان می وژلی ۴جنګی الوتکی می راغورزولی دی ۴۸ټانکونه می له منځه وړی ددولتی کارکوونکوحساب راڅخه غلط شوی دی.
    نوفلسطینی ورته وایی چی دفلسطین دازادی لپاره فقط ستاپه شان اتو(۸)تنوته اړتياده چی دری میلیونه اسرایل په دمنځه یوسواوفلسطین په خپلواک کړو.
    اوس راځم (ټق چپه) نودافغانستان سولیدلی دولت ته اته(۸) ټق چپه پکاردی چی ددوی داحصایی له مخی ۳۰۰۰۰دیرش زره طالبان به په لسوورځوکی ټق چپه کړی.
    دایوه داسی ډرامه ده چی دغه ګوډاګی دولت دخپلومورال بایللوعسکروته ښودنه کوی که په درواغوهم که ټق چپه وکړی مونږه مونازوهسی جعلي اتلان درنه جوړوماناداچی ستاسی درواغوهم زمونږدباداردمیډیاپه مت نړیوال شهرت درکوو اودغلاشوپیسونه هم برخمن کیږي.
    زماداندداکاردوی کولای شی ځکه دوی خواوس هم تورنه سپین اوسپين نه تورجوړولای شی شه بیلګه یی دسوات دملالی نه اتله جوړه نه کړه دغل احمدشاه نه یی اتل جوړنه کړداخکه دصلیبیانودهغی کینی له مخی چی دپښتنوسره یی لری دمیوندملالی ته دسوات ډمه اوداسیا امپراتوراحمدشاه باباته يي دپنجشیرګیدړ.جاسوس اوغل احمدشاه مسعوددبدیل په توګه اواوس يي دخپلواکۍ دلاری سرښندوکوپه مقابل کی ټق چپه راوزیږاوه الله دی نورخیرکی چی دابیسده اوغلام دولت به نورڅه کا.
    په پښتني درنښت
    په دی هیله چی چاخواپه درنه نه شی

  4. ښاغلی ساپی/امام الدین ساپی،
    دا چې تاسو مشر یئ نور به درته څه نه لیکم خو ستاسو هر لفظ د افغان ولس او افغان ملي اردو د زړورو عسکرو په وړاندې چې یوه یې شپږ پاکستاني ترهګر یو په بل پسې وغورځول ستاسو هغه کرکه او بیا د هغو(آی ایس آی) په وړاندې نعم البدل ښیي چې تاسو ته په ګل حاجی پلازه کې د دفتر پرانستلو اجازه درکړې ده. یو وخت مې فکر کاوه چې تاسو په ریښتیا افغان یئ خو بدبختانه چې تاسو ځان د افغان او افغانستان دښمن راوپېژاند. کیدای شي چې ستاسو بهانه دا وي چې د ولسي جرګې وکیلان غله او لوټماران دي، مونږ هم په دې موافق یو خو هېڅکله مې دا نه پیرزو کیږي چې پاکستاني ترهګر دې د افغان عزت او حرمت په ارزښتونو پښې کېږدي او حتی زما غل او لوټمار وکیل دې راته ووژني. د جمهوري ریاست ارګ، ولسي جرګه، د مشرانو جرګه، دارالامان ماڼۍ، د ملي امنیت ریاست او یو شمېر نور تاسیسات نه یوازې د افغانستان د حکومت بلکه د افغان ولس او د هر افغان د مور، خور، ښځې حیثیت لري او چې پاکستانی پرې حمله کوي همداسې باید وځپل شي او د پاکستان پلوو مزدورو کړیو زړونه پرې وچول شي. تل دې وي افغانستان، لعنت د پاکستان په مزدورو پردي پالو کړیو

  5. ښاغلي گنډيري صيب سلام .
    زه الحمدالله افغان يم اوافغان به پاتي يم په بخښني سره بايد درته ووايم چي ستا معلومات دومره كمزوري دي چي په همدغه گوډاگي پارلمان كي دپاكستان نماينده گان شتون لري .
    دلته زه ستا نه يوه پوښتنه لرم داراته ووايه چي هرڅوك چي دكوم ملك دگټولپاره كاركوي هغه دهغي ملك په نامه بايد وپيژندل شي اوكه ؟ زه درسره دامعلومات شريكوم گوره دانگلستان شاهي كورنئ اصلي دجرمني دهيواد دي مگراوس دانگلستان دگټودحفاظت لپاره كاركوي انگريزان دي نه جرمنان .
    نوستاپه پارلمان كي دروسانو،ايران،امريكا،پاكستان ،هندوستان اوپه ټول كي دنيمايي نړئ ملي گټي خوندي دي نه دافغانستان ملي گټي .
    زما مركزپه گل حاجي پلازاكي دپښتواوپښتنولپاره د١٩٩٤ع كال راهيسي وجودلري اوزه دلاس په تڼاكوروپئ گټم اوپه دي لاره يي مصرفوم اوهغه هم زما په نوم نه دي چي دهغه نوم هم پيسي وركوم اوپه هغي ځاي كي ستاپه دولت اوپارلمان كي ډيروكسانوپخواء ديرغل څخه خپل بچو داعاشي اواباطي لپاره حلاله تنخواء ترلاسه كړيده .
    ډيرافسوس كوم چي ته خپل وطنوالوته دپنجابيانوخطاب كي هغه پنجاب چي نيكونوموورته اسلام ښودلي اودفتوحاتولاريي وه اوراج يي په چلاوه .
    دابحث درسره په همدي خلاصه كوم داڅوكرښي مي فقط ستا دمعلوماتولپاره وليكلي اونورنه غواړم چي په دي برخه كي ستاسره استدلال وكړم اوستانه هم هيله كوم چي په دي ځاي سره ودريږو
    په پښتني درنښت
    ساپي
    مهرباني وكه اصلي نوم دي وليكه

  6. د صافي په اړه د ګنډؤیري خبرې زه هم تاییدوم.
    صافی د پاکستان د ګټو مبلغ دی. د څو کلونو راهیسی یی زه تبصرې په تاند او نورو ځایونو کې تعقیب کوم. تل یی د پاکستان او د هغه د ګوډاګیانو ننګه کړې ده.. تل یی د افغانستان خلاف خبرې کړي . تل یې د افغانستان دولت ضد نظر ورکړی دی.
    رحیم الله ستانکزی

  7. وایی شرعیت ظاهره منی . د ساپی او ګنډیری په مشاجره کی ماته ښاغلی ګنډیری افغان او حق په جانب ښکاری . د دوی احساسات د قدر وړ او په افغانی ملی غرور مزیین دی الله دی کامیاب او ژوندی لری. او کاشکی دا بل ورور ساپی تخلص نه وای کړی کوم بل څه د پنجاب د خلکو په ذوق یی ځان ته تخلص پیداکړی وای.

  8. ښاغلی ساپی، دا سمه ده چې په پارلمان کې به پردي جواسیس وي خو دا خبره چورلټه غلطه ده چې ته د افغانستان ټول پارلمان د پردیو اجنټان ګڼې ځکه په هرځای کې پاک او ناپاک خلک شته. ته چې په جرمني کې ناست یې او جرمني پاسپورټ دې په جیب کې دی ته افغان یې او هغوی چې د افغانستان له پاره قوانین جوړوي هغوی افغانان نه دي. زه اصلا ستا وجدان ته حیران شوم چې په افغان کور او د افغانستان په عزت او ناموس باندې پنجابی حمله کوي چې پرون پوره واضحه هم شوه چې پروګرام ټول پنجابیانو طرحه کړی وو او ۷.۵ میلیونه کلدارې یې پرې لګولې وې او طالب سپي یوازې د اور د خسو په توګه په کې کارول شوي ول، او د حملې په نتیجه کې افغانانې په منډو کېږي او چیغې یې په تلویزیونونو او راډیوګانو کې ټول عالم اوري خو ته ورته چکچکې وهې او خاندې. ته او خدای چې ته دې له خپل عزت، حیثیت او نوم نه هم نه شرمېدې چې تا دغه ډول تبصره لیکله؟ افسوس او سل افسوس دې وي ستا په حال. زه ستا په څېر ریاکار نه یم چې د یوې مبتذلې مجلې او یو څو کتابونو په خپرولو شل او دېرش ځلې خپل نوم ولیکم. زه یوازې د یوه افغان په حیث خپل رسالت ترسره کوم که نوم مې یاد شي او که نه همدا راته کفایت کوي چې یو ځوان یم، ستا د عمر نیمایي عمر لرم خو الحمدلله یو غیرتي افغان یم چې د افغانانو په ویر ژاړم او چکې ورته نه وهم او د پنجابیانو مزدور نه یم. د دې ویډیو په لومړیو دقیقو کې وګوره چې خویندې او میندې مو څنګه چیغې وهي او که په ریښتیا ځان ته افغان وایې ورته وژاړه:
    http://www.tolonews.com/en/tawde-khabare/20152-tawde-khabare-talibans-attack-on-parliament

  9. دا ځينې چې اوس هم په پاکستان کې د پنجابیانو بیرغ لاندې ژوند کوي او بیا له هغه ځاې څخه په دالو ککړه خوله ځان افغان بولي نو دا هسې هیوادوالو ته نور هم ځان سپکوي.
    او بیا په کوم جرت به داسې خلک چې اوس هم په پاکستان کې یې ګټې خوندي دي ای ایس ای خلاف غږ پورته کړي؟ بلکه د پنجابي او دده ګټې شریکي ندي؟!
    د الله ج نه ویره وکوې د پنجابیان کاسې څټل پریږدې نور که ریښتیا هم لږ افغاني غیرت لرې راځې دا روزي الله ج ورکوي پنجابې نه دا کاروبار په کابل او جلال اباد کې وکړئ
    دلته هم اوس ګل حاجیانو پلازې جوړې کړي.
    مننه
    هیواد

  10. د ګنډیری هغه خبره چی وایی د خپل غل وژنه می هم په ای اس ای نه لوری زه یی پلوی کوم، ساپی صیب د پآکستان آی اس آی دومره مضره اداره ده چی یو کس بیا خصوصا افغانان په ډیر دقت سره په خپل ملک کی کنترولوی نو تاسی څنګه په ګل حاجی پلازه کی بیا د افغانانو لپاره د خیر کار کوی او هغه هم بیدون د آی اس آی له کنتروله؟ کار به کوی خو زه مطمین یم چی آی اس آي تر کنترول لاندی او د هغوی بی له خوښی خو هیڅ امکان نلری چی څوک کار وکړی هیله ده افغانی سوچ ولری خپل افغانان مه ځپه همدا کارونه دی چی تر نن ورځی پوری د الله په قهر اخته یو دښمنان زمونږ له داسی کارونو نور هم ګټه پورته کوی او افغانان ضعیفوی، اوس که هر څه وی زما او ستا سی مشران دی، زما او ستاسی ملی اردو ده او هرڅه یی زما او ستا په نوم ختمیږی ځکه افغانان دی بله خبره داده چی اصلاحی انتقادی نظر ورکول ډیر ښه وی چی د حکومت په چارواکو وکړی یا هم په ځینو نورو خو په مستقیم ډول خپل ملی اردو ځپل او د مشرانو ځپل درست کار نه دی دا به د دښمنانو تبر ته یو لاس وی چی مونږ یی وراچوو

  11. جناب محترم ساپی صاحب، تاسو څنګه د افغانانو او افغانستان خدمت کوئ چې د افغانستان د اردو په شهادت خوشحالیږئ او چې قهرماني کوي بیا مو ورته طبعیت خرابیږي. که تاسو په ریښتیا افغان یی نو بیا باید په عیسی خان او د ملي اردو په هر غازی افتخار وکړئ او که چیری د پردیو غلام او مزدور یئ نو دا واورئ چې بیا تاسو په دې برخه کې یوازې نه یئ د افغانستان ډېر دښمنان او د پردیو مزدوران ګرځي راګرځي خو څوک یې په خوله پياز هم نه خوري او چې کله د تورې وار ته برابر شي بیا داسې پرېوزي لکه د عیسی خان په شپږیزه کې.

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *