د باران د درېدو وخت رارسېدلی، بنده ګان مې هم د ورېځو د لرې کېدو دعاګانې کوي، لمر ته د جېګېدو امر ورسوئ!

مشرې پرېښتې په ډېر احترام سرټيټ کړ:

– ربه! لمر ناراضه دی، وايې نور نه غواړم کنارو ته پورته شم او خپلې زرينې وړانګې په انسانانو ولوروم، ټولو پريښتو د سرونو په خوځولو دا خبره تائيد کړه.

رب په قهر شو، د لمر د خاضرولو یې وویل.

د سترګو په رپ کې لمر خاضر او په سجده شو:

– ربه زه … زه بې زغمه یم، که په ځمکه تورې ورېځې خورې پاتې شي، زه به خوښ شم.

د لمر د داسې خبرو په اورېدو د پرېښتو غوني زېږ شول، ټولو د رب امر ته سترګې و نیولې، چې هغه به لمر ته کومه سزا ټاکي، خو رب لمر ته د خبرو د دوام وویل:

لمر په ژړغوني غږ زیاته کړه:  زه پدې کې د انسانانو خير وینم، مظلومان به د ظالمانو له منګولو د تېښتې وخت ومومي، بې وسه به د څو بې رحمه جلادانو له تورو ځانونه پټن ځایونو ته ورسوي او انسان وژنه به ختمه شي، ربه! ماته بښنه وکړه!

– رب دې مهربان دی، ته په هغه ورځ وې، چې لومړنيو زېږېدلو انسانو په ځمکه تر قدم اېښودو وروسته سره څه وکړل؟

– هو. هو

– هغوی خپل نسل ته د مینې او یوالې لاره نه ده جوړه کړې، پوه شوې؟ تر ټاکلې ورځې به دا هر څه روان وي او ستا به همدا دنده وي.

– پوه شوم، پوه شوم، لمر له ځایه جېګ شو، پرېښتو هم د ارام ساه واخيسته، خو هغه ناڅاپه رب ته مخ کړ: مهربانه ربه! یوه غوښتنه لرم، یوه وړه غوښتنه!

پرېښتې غوږ شوې، لمر په جذبه شو: ته د حساب په ورځ زما وړانګې قوت مندې اوسل چنده ګرمې کړه ، چې د هغه انسانانو بدنونه د څېړۍ د سکروټو پشان وچغوم، چې لاسونه د یو بل په وینو سره کوي.

رب موسک شو.

څو شېبې وروسته تورې ورېځې په کوچېدو شوې، لمر خپلې وړانګې د ځلېدونکو تورو پشان په ځمکه وغورځولې.

0 thoughts on “د لمر غوښتنه/ نصرت ارمان”
  1. سلامونه ګرانه ! دا ډول کيسې يا د اوچت نبوع او فلسفي اند او فکر ليکوال وړاندې کوي، چې يو عمر يې رياضت کړى او هستي پناه کړي او دين، فلسفه، تصوف او ټولنپوهنه کې د ژوند لوړو پوړيو ته رسېدلى وي، يا هغه مبتدي ليکوال، چې دا ډول مسايلو ته په نظري او سرسري( تقليدي) ډول راځي او ذهن يې له دغه علومو څخه خالي وي. کنه زه خو دا جمله چې :” رب مسک شو …” الله تعالی ته وجود ورکول او ناوړه سبک دى… هيله ده چې له قلم سره احتياط وکړې او قلم ډېر په مسووليت او او درناوي سره پورته کړې. ددې ترڅنګ به ( پرېښته= پرښته يا فرشته) او (پشان= په شان ) سم وي.
    درنښت دې غواړم
    خليل

ځواب ورکول khalil tasal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *