خبریال: میرویس جلالزی- د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې هغو بهرنیانو ته چې له ویزو پرته دغه ملک ته راځي د هیواد خاورې ته په را رسیدو الکترونیکي ویزې ورکول کیږي.

دغه ویزې چې د نړۍ په ډیرو برخو کې معمولي دي او ورته ( Upon arrival  ) ویزې ویل کیږي به وروسته تر دې هغو بهرنیانو ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې چې اوس ورته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر نوم ورکړل شوی ورکړل شي چې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګي نه لري.

د دغو ویزو د ورکړي دفتر د پجشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي چارو د چارواکو له لوري پرانیستل شو.

دغه ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې افغان دولت وکړای شي بهرنیان دغه ملک ته د پانګوني لپاره ور مات کړي او په ظمن کې هغه ستونزي لري شي چې اوس بهرنیانو افغانستان ته د راتګ په برخه کې لرلي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې راغلي چې په دې ګام سره به بهرنیانو ته ویزو د ورکړي په برخه کې د وخت له ضایع کولو مخ نیوی وشي او تر څنګ به یي بهرني پانګوال او سوداګر وکړای شي په ډیر لږ وخت کې افغانستان ته په راتګ سره دغه ډول ویزي د کابل له نړیوال هوايي ډګره تر لاسه کړي.

د دغه نوي اقدام له مخې به افغانستان ته د راتلونکو بهرنیانو د پاتي کیدو په صور کې هغوي د پخوانیو شپږو میاشتو پر ځای حتی وکړای شي د دریو کلونو لپاره د خپل اقامت موده دلته تمدید کړي.

په دغه نوي لایحه کې به د ملګرو ملتونوبهرني کارکونکي او د نړیوالو لویو ادارو غړي هم وکړای شي د افغانستان په خاوره کې خپله ویزه تر لاسه کړي.

د افغانستان پاسپورت د نړۍ په کچه بي ارزښته پاسپورت شمیرل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال د پآسپورټونو د ارزښت په نوم لړ کې ورته تر ټولو وروستی ځای ورکړل شوی وو.

په افغانستان کې کورنۍ جګړې د دې لامل شوی چې د دغه ملک شین رنګی پاسپورټ خپل وزن او ارزښت په نړیواله کچه له لاسه ورکړي او ډیری ملکونه د دغه پاسپورت له خاوند سره غیر عادلانه او سپک چلند وکړي.

که څه هم د  ډاکټر اشرف غني احمدزي د واکمنۍ له پیلیدو سره د افغانستان د پاسپورت د غښتلي کولو لپاره هلي ځلي پیل شوي خو دا به ډیر وخت ته اړتیا ولري چې افغان پاسپورت بیرته په نړیواله کچه خپل حیثیت تر لاسه کړي.

دمګړۍ یوازي هند او پاکستان افغانانانو ته په کابل کې له خپلو سفارتونو بي له کومي بیي او د وخت له    لګولو څخه ویزي ورکوي .

دمګړۍ افغانان کولای شي د نړۍ ۲۸ هیوادونو ته له ویزي پرته ورشي او خپلي ویزي کوربه ملک هوايي ډګر ته په رسیدو له هوايي ډګره تر لاسه کړي.

په دغو هیوادونو کې موزنبیق، بنګلدیشن، بروندای، کامروس، دومنیکا، دیجبوتي، ګنیا بیسو، جورجیا، هایتي، مدګسکر، مالدیف، مالي، موریتانیا، میکرونیسا، پلاوو،  سماوو، سریلانکا، تیمور، تیګو، یوګاندا او توالو شامل دي.

ولسمشر غني ته نږدۍ سرچیني وايی چې نوموړي له ۲۴ ملکونو سره خبري کړي تر څو افغان نوي الکترونیک پاسپورټونو ته دا ارزښت ورکړي تر څو یي خاوند وکړای شي د دغو ۲۴ هیوادونو څخه هر یوه ته چې یې وغواړي سفر وکړي د نوموړي ملک په هوايي ډګر کې الکترونیک ویزه تر لاسه کړي.

2 thoughts on “د لومړي ځل لپاره بهرنیانو ته د کابل هوايی ډګر کې ویزي ورکول کیږي”
  1. د دې ترڅنګ چې دغه امتیاز د هغو وطنونو اتباعو ته ورکول کیږي چې هلته یو وطن سفارت نه لري، پر دې سربېره هغه وطنونه چې باوري اړیکې له بل سره لري هم همدا چل دی. مثال کله چې امریکایان هنګري یا اطریش یا جرمني ته ځي یا اسټرالیایان داسې وطنونو ته ځي هم وېزه یوازې په میدان کې اخلي او نور پرې خپل سر نه خوږوي.

  2. گران ميرويس جان
    په روستي پاراگراف کې د پارسي (تا )په پېښو دوه ځله ترڅو) پر (چې) واړوه مننه(

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *