تاند- افغانستان به د لومړي ځل لپاره په ازادو نړیوالو اوبو کې د بېړیو ترانسپورت پیل کړي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان به د چاه بهار بندر او هند ترمنځ د سوداګري مالونو د ترانسپورت لپاره بېړۍ واخلي چې په ازادو اوبو کې د افغانستان له بیرغ سره تګ راتګ وکړي.

وروسته له دې چې افغانستان د امریکا له لوري پر ایران د بندیزونو په لیست کې استثنا وګرځول شو، افغان چارواکي هڅه کوي چې افغان سوداګر د اقتصادي ګټو لپاره د چاه بهار او هند ترمنځ د بېړۍ چلونې شبکه جوړه کړي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې د بېړۍ چلونې د پیلولو په اړه یې خپل پلان له ګاونډي ایران، هند او د سیمې له نورو هیوادونو سره شریک کړی.

دا وزارت همداراز هیله لري چې ایران به په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې د افغانستان لپاره به بېړۍ افغان خصوصي سکیتور رانیسي.

د ترانسپورت وزارت مرستیال امام محمد وریماچ وايي افغان سوداګر به په خپله بېړۍ واخلي او په نړیوالو اوبو کې به یې د افغانستان تر بیرغ لاندې په کار واچوي او د دې پروژې اصلي ګټه به هم افغان خصوصي سیکتور ته ورسېږي.

One thought on “د لومړي ځل لپاره به د نړۍ په ازادو اوبو کې د افغانستان تر بیرغ لاندې بېړۍ تګ راتګ پیل کړي”

ځواب ورکول یرغل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *