تاند- په کندوز ولایت کې یوه طالب پر خپلو ملګرو ډزې کړي، ۱۴ تنه یې وژلي او بیا یې دولت ته پناه وړې ده.

د کندوز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ نن /سې شنبه/ پژواک خبری اژانس ته وویل چې دغه طالب، چې ۱۴ نور طالبان یې ویشتي دي، مخکې تر مخکې له حکومت سره په تماس کې و.

قومندان جنګل باغ وویل چې دا پېښه تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې شوې ده.

ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو قومندان ملا باز محمد هم شامل دی.

حمله کوونکي د ټولو وژل شویو طالبانو وسلې له ځان سره وړي او چارواکو ته یې سپارلي دي.

د امام صاحب ولسوال عماد الدین قریشی د حمله کوونکي نوم عبدالطیف وښود، ویې ویل چې نوموړی د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو په منځ کې د داسي پېښې راپور نه و ورکړای شوی. خو د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسانو په ځلونو افغان او بهرني پوځیان په ورته ډول وژلي او دا د طالبانو تر ټولو خطرناک تاکتیک بلل شوی دی.

2 thoughts on “د لومړي ځل لپاره د طالبانو په منځ کې یوه نفوذي ۱۴ طالبان ووژل”
  1. منګل ته جنګل لرو ـ وايي ترڅو د دفاع وزير نه لرو نو وزارت ته باید بې دفاع وزارت ووایو ، که مو درلودلای هیله مې ترې کوله چې د کندز قومندان صيب ( جنګل باغ ) په نـنګرهار کې مقر ر کړي ترڅو د پاکستاني ( منګل باغ ) په نره مقابله وکړي

ځواب ورکول ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *