کابل پوهنتون

تاند- د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د هیواد په ۱۶۷ دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د ښو زده کړو او د اکاډیمیک اعتبار له نظره ۵ پوهنتونونه مخکښ وبلل.

په خصوصي پوهنتونونو کې کاردان پوهنتون او امریکايي پوهنتون د افغانستان تر ټولو غوره پوهنتونونه ګڼل شوي خو په دولتي هغو کې د کندهار پوهنتون، ورپسې د کابل د طبي علومو پوهنتون او کابل پوهنتون د زده کړو د کیفیت او ملي اکاډیمیک اعتبار له پلوه مخکښ پوهنتونونه بلل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د نړیوال بانک په مالي مرسته او د لوړو زده کړو د انکشافي پروګرام د متخصصانو په همکارۍ په درو پړاوونو کې د هیواد د پوهنتونونو له کارکوونکو، علمي کدر، محصلانو او فارغ شویو محصلانو سره د مرکو او د پوهنتونونو د اسنادو، نوښتونو او تحقیقاتو له مخې د هغو کیفیت وارزاوه.

د کاردان پوهنتون موسس او رييس روبین رحماني په دې خوښي ښکاره کړه چې پوهنتون یې د هیواد په ۵ غوره پوهنتونونو کې شمېرل شوی دی.

ده، چې پوهنتون یې په افغانستان کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی، ژمنه وکړه چې له دې ایسته به هڅه کوي چې د سیمې غوره پوهنتون وپېژندل شي.

د لوړو زده کړو دا درجه بندي ۵ کاله اعتبار لري او ۵ کاله وروسته به بیا د پوهنتونونو د زده کړو او کیفیت جاج اخیستل کېږي.

3 thoughts on “د لوړو زده کړو وزارت د هیواد ۵ مخکښ پوهنتونونه معرفي کړل”
  1. ماشاالله لومړی دکندهارپوهنتون محترم رئیس صاحب او بیا ټولو اداری اوخدماتی کارکونکو ته یی مبارکی وایم وروسته ویلای شم چی ددی کامیابی کریدت محترم رئیس صاحب توتاخیل ته ځی دژوند په ټولو چارو کی ورته کامیابی غواړم

ځواب ورکول Mohammad zaki ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *