د لوګر پوهنتون ودانۍ

خبریال: هجرت الله ساحل- د لوګر ولايت مرکز پل عالم کې د دې ولايت د پوهنتون ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

په دې مناسبت په غونډه کې د لوګر ولايت ادارې چارواکو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې استازو، قومي مشرانو او د يو شمير نورو علمي ادارو چارواکو برخه اخيستې وه.

د لوګر پوهنتون د مرکز پل عالم ښار په جنوب ختيځه سيمه کې په پنځه سوه جريبه ځمکه کې جوړيږي .

چارواکي وايي چې اوس مهال د دې پوهنتون لپاره څه دپاسه درې مليونه ډالر لري چې د هندوستان هيواد، له نشه يي توکو سره د مبارزې او لوړو زدکړو وزارتونو له خوا ورکول کيږي خو په وينایې په راتلونکي کې به ورته د نورې بودجې د پيداکولو هڅې هم کوي .

دلوګر والي نياز احمد اميري وايي، ددې پوهنتون د بنسټ ډبره يو نيم کال وړاندې هم د التمور په سيمه کې ايښودل شوې وه خو دسيمې د خلکو د ټينګار له امله ېې موقيت مرکز ته نږدې راوړل شو چې د پوهنتون لپاره تر ډيرې اندازې مناسب دی .

اميري وايي چې د دې پوهنتون د بيلابيلو برخو په پښو درېدو کې به کار کوي او له خلکو هم غوښتنه کوي چې د دې پوهنتون په فعالولو کې مرسته وکړي .

د لوګر ولايتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي ويي چې په دې ولايت کې دپوهنتون جوړېدل مهم او ارزښتناک دي او د دې ولايت په بيلابيلو برخو به ښه اغيزه ولري.

نوموړی وايي، پوهنتون د ولايت په پرمختګ کې ښه رول لري، هغه ولايتونه چې پوهنتونونه لري ،اقتصادي او علمي وضعه ېې پر مخ تللې خو له دولت څخه هيله کوي چې د دې پوهنتون په فعالولو کې مرسته وکړي .

ډاکتر ولي د لوګر ولايت په خلکو هم غږ کوي چې د نورو ولايتونو په څير د خپل ولايت له پوهنتون سره مرسته وکړي .

ياده دې وي چې د لوګر پوهنتون دوه کاله دمخه تاسيس شوی خو تر اوسه پورې نه ودانۍ لري او نه یې هم دپوهنځيو شمېر معلوم دی خو چارواکي وايي چې له دې وروسته به د پوهنتون ودانۍ او درسي سيستم فعال شي.

One thought on “د لوګرکې پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه”
  1. پوهنتون یعنی د علم او زده کړی مرکز یا د رڼایی او روښنایی ډیوه چی شاوخوا ته یی پتنګان راټولیږی او د الله تعالی د بیشانه نور او روښنایی نه يو څه اخلی او بیرته یی خپلو هیواد والو ته ورکوی. زمونږ په ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد ص باندی د الله تعالی ج له لوری لومړنی آیت هم د علم د زده کړی په باب دی . علم عام ده او زده کول یی په هر مومن نارینه او ښځینه باندی فرض دی.
    بنا هیله ده چی زمونږ هیواد وال خصوصا د لوګر ولایت اوسیدونکی د دی علمی مرکز د جوړیدو په لار کی هر اړخیزه مرسته وکړی.
    زما په نظر پدی پوهنتون کی د کمپیوتر ساینس ، انجنیری ، کرنی ، مالداری او وترنری ، اقتصاد ، حقوقو او شرعیات ، کانو پیژندنی ، معالجوی طب پوهنځی تر ټولو ډیر ضرور دی چی دا پوهنتون یی ولری .

ځواب ورکول حضرت سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *