د پکتيا ځوانان
راپور: احمدالله احمدي
د پکتیا يو شمير ځوانان ؛ د لوګر والي ارسلا جمال په وژنه کې امنيتي کشفي ارګانونه ګرم بولي او او له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولايت لوړپوړي امنيتي چارواکې له دندو ګوښه کړي.
امنيتي چارواکو د اختر په لومړۍ ورځ د پيښې په مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ په کوم جماعت کې چې ارسلا جمال ووژل شو ټوله شپه يي د ۳۰ تنه پوليسو له لوري امنيت ساتل کيده.
خو خلکو ته پوښتنه پيدا کيږي چې چاوديدونکي توکي د چا له لوري او د چا په مرسته جماعت داخل شوي دي او چا ورته چاودنه ورکړې.
د پکتيا يو شمير ځوانان وايي؛ په ياده پيښه کې امنيتي چارواکو بې غورې کړې ده او هغه امنيتي اونور کشفي اورګانانو چې په همدې شپه او ورځ د جماعت امنيت ساته په پېښه کې ښکيل بولي.
دوئ يو په بل پسې خپل نظر داسې څرګند کړ: (( زه حقمل مسعودزی يم دا چې د اختر په شپه باندې په کوم جماعت کې والي په شهادت ورسيده ټوله شپه يي ۳۰ تنو پوليسو امنيت ساته بيا چاوديدنکي توکي جماعت چا ور دننه کړي؟))
(( زه انور مراد يم که چيرته د امنيتي چارواکو بې غورې نه وی په هيڅ ډول داسې پيښه نه رامنځ ته کيده مرکزي دولت بايد امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي که داسي ونه شي په نورو ولايتونو کې به هم دا ډول پيښې تکرار شي))
(( نوم رحمت الله رحيمزی دی د پکتيا اوسيدونکی د والي په وژنه کې امنيتي چارواکو له وسلوالو سره لاس يو کړی او يا خو بيخې په دې کې وسلوال ښکيل ندي د والي د وژلو پلان پخپله امنيتي چارواکو جوړ کړی))
پکتيا کې د مدنې ټولني فعال سميع الله پيوند بيا وايي؛ کوم کميسون چې د د کورنيو چارو وزارت له له لوري د پيښې د پلټنې لپاره ټاکل کيږي په ځای د دې چې دا پلټنه وکړي چې ارسلا جمال د کومې وسلوالې ډلې له لوري وژل شوې د دې پلټنه دې وکړې چې په دې پيښه کې ولي امنيتي چارواکو له وسلوالو سره لاس يوکړی.
(( دا يوه ډېره لويه غميزه وه په دې پيښه کې امنتي چارواکو له حده زياته ناغيړي کړې ده دوئ ته يوه اونۍ وړاندې د جماعت د امنيت ساتنې چارې ورسپارل شوې وي، دوئ غواړي چې خپله غلطي په نورو وسلوالو ډلو ور واچوي))
د لوګر والي د اختر په لومړۍ ورځ هغه مهال په مرکز پل عالم کې د عيدګاه جماعت کې د اختر د لمانځه په مهال و وژل شو چې د امنيتي چارواکو په وينا د قرانکريم په نسخو کې ورته چاوديدونکي توکي ځای په ځای شوي و.
تر اوسه پورې د وسلوالو طالبانو دوو رسمي وياندانو د دې پيښې مسووليت په غاړه ندی اخيستی خو د فدايي محاذ په نوم يوې ډلې د والي د وژلو مسووليت په غاړه اخيستی او ويلي دي چې چاوديدونکي توکي يي د سټيج لاندې ورته ځای پر ځای کړي وو.
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي باید لمړی محاسبه ورکړي او بیا په کور کینول شي