د لوګر امنیه قومنداني

تاند- د لوګر ولایت پر امنیې قومندانۍ د وسله والو سختدریځو د نن ورځې د برید په نتیجه کې ټولټال ۲۶ تنه ووژل شول.

د وروستي راپور پر اساس په دې ډله ییز او انتحاري برید کې، چې په پُل علم کې پر امنیه قومندانۍ وشو، ۲۲ پولیس او څلور وسله وال سخت دریځي ووژل شول.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل، حمله په داسي وخت کې وشوه چې په لسګونو پولیس د غرمې په ډوډۍ ناست ول.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

د ښاغلي دروېش په وینا، لومړی یوه ځانمرګي د امنیه قومندانۍ په دروازه کې ځان والوزاوه چې له کبله یې ۲ ساتونکي ووژل شول، دوو نورو انتحاریانو د امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې دننه ځانونه وچاودول.

قومندانۍ ته ننوتو انتحاریانو شاوخوا ۲۵ دقیقې مقاومت وکړای شو.

له دې برید سره په یوه وخت نن په کابل ښار کې هم یوه چاودنه وشوه چې له کبله یې مرګ ژوبله پېښه نه شوه. همداراز تېره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وشو.

دا بریدونه د افغانستان په مختلفو سیمو کې د څو اوونیو له نسبي ارامۍ وروسته وشول.

له دې بریدونو سره په یووخت د پاکستان په لاهور کې هم انتحاري او ډله ییز برید وشو او د دغه هیواد لوی درستیز او د استخباراتو مشر کابل ته راغلل.

One thought on “د لوګر د امنیه قومنداتنۍ په حمله کې ټولټال ۲۲ پولیس ووژل شول”
  1. de khoday lapare nor de dahga turmakh Panjabi zabiullah num ma akhlai
    daa wahshian khoshaale kizhi chi num ye pe reseneyoo ki wi. le di ariki pre kray.

ځواب ورکول Paind ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *