تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د لوګر د محمداغې ولسوال محمد اقا د ملیونونه افغانیو بډو اخیستلو په جرم دمحکمې له لوري په لس نیم کاله زندان محکوم شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، پر ولسوال تور و چې ۱۸ میلیونه افغانۍ رشوت یې اخیستی دی چې د فساد پر ضد د ځانګړې محکمې له لوري پرې د لس نیم کالو زندان حکم صادر شوی دی.

د رسولي په خبره، ښاغلی محمد اقا مکلف دی چې د زندان د تېرولو تر څنګ په رشوت کې اخیستې پیسې بېرته وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغان حکومت په دې وروستیو کې د فساد پر ضد د جدي مبارزې د نه کولو تورونه زیات شوي دي، خو د سیګار لخوا بیا ویل شوي چې د اشرف غني حکومت په دې برخه کې زیاتې هڅې کړې دي اما بریالی شوی نه دی.

One thought on “د لوګر د محمداغې ولسوال د بډو په تور په لس نیم کاله زندان محکوم شو”

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *