تاند – د لوګر والي محمد حلیم فدایی وایي، استاد سیاف دې په خپلې هغې فتوا بیاکتنه وکړي چې وایي څوک چې مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی.

عبدالرب رسول سیاف نن شنبه /د سپتمبر ۹مه/ په کابل کې په یوه غونډه کې چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود په یاد جوړه شوې وه په خپله وینا کې وویل، چې مجاهد او په کور ناست خلک سره برابر نه دي او څوک یې چې سره برابر ګڼي هغه کس کافر دی.

ښاغلي فدایي په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ځوابیه لیکنه کې لیکلي، «ما د تفسیر، حدیث، عقاید او فقې په هېڅ کتاب او د سلف او خلف په متونو کې دا نه دي لیدلي چې که یو څوک مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی.»

د ۱۳۹۵ کال د مسعود ورځې د انډوخر یو عکس

فدایي په خپله لیکنه کې له سیاف نه غوښتنه کړې چې په خپله فتوا دې بیاکتنه وکړي، او لیکلي یې دي چې د اهل سنت والجماعت د عقیدې په اساس که یو څوک کبیره ګناه هم وکړي نه کافر کېږي.

عبدالرب رسول سیاف چې په ۱۹۹۰مو کالونو کې په کابل کې د کورنیو جنګونو پر وخت د احمدشاه مسعود په مشرۍ د نظار شورا همغاړی وو او د خپلې واکمنۍ پر وخت یې د کابل ښار افشارو سیمه، ده بوري، کارته سه، کارته نو، زاړه مکروریان او شاه شهید مېنه په کنډوالو بدل کړل، هر کال د نظار شورا د وژل شوي قوماندان په کلیزه کې د هغه ستاینې کوي او وایي چې نور خلک د پلار په مړینه یتیمان کیږي او دی د مسعود په مړینه یتیم شو.

د مسعود د کلیزې په مناسبت هر کال د هغه د ډلې پاتې شوني د کابل ښار سرکونو ته راوځي، هوایي ډزې، چاقوکشي کوي او په خلکو کې وېره او ترهه خپروي.‌

13 thoughts on “د لوګر والي وایي، سیاف دې په خپله فتوا بیاکتنه وکړي”
  1. والي صیب لوي څښتن دې تر ډېره ژوندی، روغ اوبریالی لره. داسې مولیان خونه غواړي وپوهیږي، چې دوي
    پرته له دې خبرې نور په څومره ګوناهونو ګوناه ګار دي.لوي څښتندې دوي ته د خپلو ګوناهونو چزا ورکړي.

    1. اللہ د ھدایت ورتہ وکڑی پدی سپینہ گیرا دومرہ غلت فتوا ورکہ وی
      ھغہ چا ریشتا وویلی چی خدای می دی اخرہ خاتیمہ نہ خرابہ وی
      ھاھاھاھاھاھاھا
      او
      احلیم فیدای زوندی ووسی محترم والی صاحب

  2. سیاف داسې ډیر شطحیات ویلی. او د خلکو څخه یې د عربانو د توجه د جلبولو د پاره پیخی لا نه دي هیرې. خو یو خبره بالکل څرګنده ده چې دده غوندې بی پرینسیپسړی به په اوسنی افغانستان کې ډیر کم پیدا شې. دی اشد المنافقین دی.

  3. I respect the Mujaheddin who sacrificed their lives and send pray to their souls. But the fighting against the Russian aggression was managed by ISI and direct financial and arms inputs of USA. Many Mujaheddin, beside the afghans, also participated in Jihad, many brave Arabs sacrificed their lives against Russian forces. The groups of Taliban and Haqanis also did Jihad and their people lost their lives. The question is, why would the so called Jamiat claim all the credits of doing the Jihad?

  4. لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (95)
    استاد سیاف کومه فتوا په دی باب نلری دا یو سرگند خبر ده چه که سوک د سریع نص سره مخالفت وکری کافر دی .

  5. MUSLIMS MUST RECOGNIZE HALAL WITH HARAM, WHO TELL HALAL TO HARAM, THAT MAN ARE NOT REAL MUSLIMS/
    WE SAW MANY MUJAHID LEADERS BECOME MILLIONAIRE FROM JIHAD,
    BUT MANY MUJAHID ARE POOR,
    ONLY MAOLAWEE KHALIS WAS CLEAN FROM CORRUPTION.
    SYAFF SAHIB HAVE MANY HOUSES IN SHIRPOOR/WAZIR AKBARKHAN,

    BETWEEN ENGINEER AHMADSHAH AHMADZAI&SYAAF SAHIB PROBLEM WAS FROM HOUSES IN WAZEER AKBARKHAN.

  6. په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې د سیاف عقل پدې وروستیو کې ذایل شویدی.
    د خپل وژل شوي پلار « احمدشاه مسعود » لپاره لکه د کربلا قاتلان تر آخرته خپله تېروتنه او ګناه نشي زغملاي. ځينې سیاسیون ادعا کوي چې سیاف له فهیم او …. سره مستقیما د احمدشاه مسعود په وژلو کې لاس درلود ، اوس د همدې کبیره ګناه له کبله سیاف ته د شپي خوب هم نه ورځي . دی غواړي له مسعود نه بلا تشبیه پیغمبر جوړ کړی . سیاف فتوا ورکوي که چا مسعود ته مجاهد او شهید ونه ویل هغه به کافر وي؟ سیاف له مسعود سره یوځای د کابل ښار د 75000 بیګناه مسلمانانو د شهادت مسوول دی.

  7. Saiaf calls himself Shaikh ul hadies but he is the nominated son of shaitaan in this world. He doesn’t have any direction. Pajshiri facked him since he is in Kabul. The good example is last election, but he is still following them as a well train dog. Fack this son of a bitch and his idea and announcements. No one give a shit about what he says.

  8. ګوری!
    مؤمناانو وروڼو!
    السلام علیکم و رحمة الله
    راځی چی بحث قرآنی کړو، قرآنکریم په متعددو آیتونو کی وایی:
    ولا تکتموا الحق….، ولا تکتموا الشهاده…، ولاتنازعوا…..، ولاتفرقوا…،ولاتکن للخائنین خصیما ، ولاتقربوا مال الیتیم …، اعدلوا هو ااقرب للتقوی…..، او داسی نور کثیر موارد لیدل کیږی ..
    خو محترم پوهاند صاحب د لا یستوی…… د کلمی نه په استففادی سره ،کفراستنباط کړی .چی تر اوسه نه معلم او نه ملا او هم نه معارف او نه تحصیلات عالی ورته نصاب کی ځای نلری
    نو علما دی حق نه پټوی ، قرآن پوهان دی ووایی کومه صیغه یا کلمه څه افاده کوی ، رښتیا ویل شجاعت دی ، که یو انسان پری خپه کیږی نو الله به راضی شی ، دین به روښانه شی او مسؤلیت به ادا شی مګر احتمالا دالر به کم شی خو دالله د اجر واحد ډالر ندی.
    دا ډول استنباطات به څه انجام ولری؟
    دبلی خوا آیا انحصارګر ،معامله ګر، د امنیتی قواوو د ډوډی، البسی او مهماتو غلو ته ، دکانونو غلوته ، یواځی د اردوی ملی د روغنیاتو ۲۲۵ملیون ډالرو غلو ته او دداسی نورو زرګونو مستندو غلاوو عاملین ببا هم مجاهد دی.
    آیا هغه د غلا ،غصب او قتل بد ماشان چی تنظیمونه یی لری او د جهادی لیډرانو اقرب ملګری یا د کورنی غړی دی بیا هم مجاهدین دی؟
    متقی او غیرتی علما دی د قلم اوتلویزیونی بحثونو له لاری ځواب ورکړی او د اور د قیضی یا لجام نه ځان بچ کړی، چی هلته خادم المفسدین به هم خپل بیرغ ته حیران وی.

  9. یاره !! دادفدائی خبره هم نااشنا ڈزدی دامریکی پہ درباری مفتی
    نوبناءا دده پہ فتوی سیاف هم کافردی

  10. د سياف خبره چي مجاهد او غیر مجاهد سره برابر نه دي، دا يې بېخی سمه خبره کړې ده، ځکه غیر مجاهد کېدای سي کور يې لوټ سي، بمبار ورباندي وسي، قوانين ورباندي وضع سي، او دا اړخ چي دا کس به کافر وي 🙁 نو خپل مخ دي په هیندار کي وګوري 🙂

  11. لہ سیاف سخہ نورہ لارہ ورکہ سویدہ مینہ وال یی کم سوییدی غواری دگوندزیاتولو لپارہ دمسعودیانو توجہ زانتہ خپلہ کی اودخپل پلار پہ زای مسعودتہ دپلار خطاب کوی کیسہ یی نورہ ختمہ دہ دادقرآن ازاروہلی دہ دابہ اللہ ج داسی نور ہم شرموی

ځواب ورکول Fahimjan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *