ملا آغا جان معتصم

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيّد البشر محمدِِ و علی آله و اصحابه اجمعين!

فامابعـــــد !

درنو هيواد والو…..!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسيدلو له امله خپلو ټولو درنو هيوادوالو په تېره بيا د افغانستان د جهاد او جګړو د شهیدانو او معيوبينو کورنيو، کونډو يتيمانو ته خپل د زړه له کومې د مبارکۍ مراتب وړاندي کوم او د لوی خدای جل جلاله ذات ته لاس په دُعا يم چې د دغو مبارکو شپو ورځو عبادتونه،عُمرې، عرفه، د مبارک حج مراسم او د اختر قربانۍ او همدا راز د مظلومو شهيدانو قربانۍ او وينې مو په خپل دربار کې قبولې او جنت ته زموږ او ستاسې د دخول باعث وګرزوي. الّلهم آمين يا رب العالمين…..!

محترمو هيواد والو…..!

تاسې پوهيږئ چې زموږ هيواد د نړيوالو، سيمه ايزو او کورنيو رقابتونو پر يوه ډګر بدل شوی دی او په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې په سیاسي او ټولنيزه عرصه کې د ډيرو بنسټيزو او جزري بدلونونو تمه کيږي، ځکه نو  سيمه ايز او نړيوال لوبغاړي غواړې چې خپلو  اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له همدا اوسه د خپلو ګټو لپاره ځايونه ريزرف کړي، دغه لوبغاړي ځينې د افغانستان له دولت سره د مذاکراتو او چانه وهلو له لارې خپلو موخو ته رسيدل غواړي او ځينې نور يې بيا د پردې تر شا د سازشونو او مرموزو سیاستونو له لارې.

کابل ته د آمریکا د باندنيو چارو د وزير جان کېري د وروستني بې پروګرامه سفر موخه هم له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لارې چارې لټول دي.

له بله پلوه، په وروستيو وختونو کې په هيواد کې د ولسمشرۍ د راتلونکې دورې لپاره د ټاکنو او په هغو کې د کانديدانو د نوم ثبتولو چاره خورا توده ده او دغه موضوع زموږ د هيواد د هرې سياسي مباحثې د سر ټکی جوړوي.

شک نشته چې ټاکنې د مهذّبو ولسونو له لورې د خپل سیاسي ټولنيز برخليک د ټاکلو تر ټولو غوره لاره ده، خو څنګه چې د تېرو دری نيمو لسيزو وژونکي جګړې زموږ د ټولنې سياسي او ټولنيز بنسټونه رانړولي او د افغانانو په ټولنيز ژوند کې يې ډول ډول نامطلوب اجتماعي تمايلات را ننه ايستلي دي، ځکه نو اوس زموږ د ملي ژوند نژدې په هره ساحه کې دغه نامطلوبه اجتماعي رنګ له ورايه څرګند دی.

د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کانديدانو د نومونو د ثبتولو پر مهال، له بده مرغه دغه تمايلات نور هم څرګند شول او نژدې هر کانديد، د دې پر ځای چې د خپلو مرستيالانو د ټاکلو په برخه کې ملّي اړتياوي په پام کې ونيسي او د هيواد روانې پيچلې وضعې ته په کتلو سره د خپلو مدبّرانه اقداماتو له لارې يوې بې ساري ملي اجماع ته لاره هواره کړي، قومي، سمتي او نژادي فاکتورونه يې په پام کې ونيول او د همدغې روحيې له مخې يې خپل مرستيالان وټاکل. مرستيالو کانديدانو هم تر ډېره د دغو نامطلوبو تمايلاتو له مخې خلک پر ځان راټول کړل او د ولسمشرۍ له کانديدانو سره يې ائتلافونه وکړل.

زموږ له نظره په يوه سمت، نژاد او ګوند پورې تړاو د افغانانو د ملي هويّت ښکارندوينه نه کوي، بلکې يواځې افغان پاتې کيدل به موږ تر خپلو موخو ورسولای شي او بس!

د هيواد روان بُحراني وضعيّت او همدا راز د سيمه ايزو او نړيوالو لوبغاړو مداخلاتو ته په کتلو سره زموږ سياست پوهان بايد په دې پوه شي چې د سمت او نژاد، ګوند او ډلې پر ځای، زموږ لپاره د افغانيّت د روحيې را ژوندۍ کول او پر همدغه نامه ټاکنيزه مبارزه کول او د واک د ترلاسه کولو وروسته پر همدغه نامه د سياستونو طرحه او پلې کول، موږ له سيمه ايزو او نړيوالو ستراتيژيکي ليوانو ساتلای شي او بس!

ځکه نو دا اوس د ولسمشرۍ او د مرستيالو کانديدانو تر څنګ د هر سياست پوه دنده ده چې ځمکني حقايق درک او له مخې يې خپل اولويات وټاکي.

محترمو هيوادوالو…..!

په هيواد کې د سرتاسري سولې او ثبات تأمينيدل هغه څه دي چې د هيواد راتلونکي مشران يې بايد د خپل کار په اولوياتو کې ونيسي. که زموږ سياستوال د تېرې پنځه کلنې دورې په ډول يواځې د خپل موقف او څوکۍ د ساتلو په فکر کې و اوسيږي او د سولې لپاره خارجيانو ته سترګې په لاره شي، نو د دغې دورې په پای کې به د وژل شويو، ټپي شويو، بې کوره شویو افغانانو په شمېر او همدا راز د له منځه تللي ملي زيربناء د لګښت په اندازه کولو پسې هم ونه رسيږو.

ځکه نو د هيواد رواني بحراني وضعي او د جګړې ماهيت او اوسني بد حالت ته په کتلو سره موږ يو ځل بيا پر خپل دغه دريځ ټينګار کوو چې اوس وخت رارسيدلی چې زموږ سياستوال جګړې ته د يوې باندنۍ ټپل شوي پديدې او سولې ته د يوې خپل منځۍ ملي اړتيا په بڼه وګوري او دا حقيقت درک کړي چې موږ بايد خپلې ستونزي په خپله سره حل کړو.

که باندنيو ځواکونو زموږ تر منځ سوله راکولای، نو دا دی ډير چانسونه مو ورکړل، له پټې ډپلوماسۍ رانيولي د قطر تر دفتره پورې مو ټول آفشنونه و آزمويل، خو هیڅ ګټه يې ونکړه.

ځکه نو موږ افغانان اړ يو چې په خپل منځ کې سره کينو، د  خپل منځي تفاهم او خبرو اترو له لارې د جګړې او ستونزو لعنت ته د پای ټکی کیږدو.

که جګړه کونکي خواوي په خپله په خپل منځ کې نه سره کيني، زموږ له ملت نه خواخوږي مصلحين دې راميدان ته شي، يوه بې ساري او استازي ملي اجماع دې رامنځته کړي او د جګړه کونکو خواوو تر منځ دې سړې اوبه توي کړي.

موږ باوري يو چې يواځې او يواځې د افغانانو خپل منځي مفاهمت او ډيالوګ دغه اوږده جړه پای ته رسولای شي او په دې برخه کې که بيړني اقدامات تر غور لاندې ونه نيول شي، بحران به نور هم ژور او پايلې به يې نورې هم خطرناکي شي.

زه همدا راز له نړيوالې ټولنې او د هغو له استازي ادارې ملګرو ملتونو غواړم چې د افغانانو تر منځ د يوه رغنده تفاهم د رښتوني پروسې د پيل کولو لپاره دې ژر تر ژره لاس په کار پوري کړي او وړاندې تر دې چې بحران نور هم ژور شي، له بحرانه د افغانستان په را ايستلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په پای کې غواړم په دې ټکې بيا ټينګار وکړم چې زموږ  ملت به د اخترونو حقيقي د خوښيو خوند هغه مهال وڅکي، چې خپل ورک او بنديان شوي نازولي عزيزان يې د خوشالۍ په دغو شپو ورځو کې تر خپل څنګ وویني.

د کابل له ادارې او امريکايي مقاماتو غواړو چې په بګرام، پل چرخي، ګوانتانامو او نور ټولو معلومو او نامعلومو محبسونو او نظارتخانو  کې پراته افغانان دي د بشري خواخوږۍ له مخې سم له لاسه خوشي کړي، تر څو هغوي هم د نورو افغانانو په ډول د خپلو کورنیو په تکفّل او د هیواد په بیا ودانولو کې خپل رغنده نقش تر سره کړي.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ملا آغاجان معتصم

62 thoughts on “د لوی اختر په مناسبت د ملا اغا جان معتصم پیغام”
  1. اغاجان صیب، یوه پوښتنه:
    تاسو وایئ چې یو شهید کولی شي چې خپل اویا خپلوان له ځان سره جنت ته بوځي. که داسې وي، نو افغانستان خو یو نیم میلیون شهیدان پخوا ورکړي ول او لږ تر لږه یو لک خو به یې په دا تېرو دولسو کلونو کې نور هم ورکړي وي. که دا ۱۶ لکه په ۷۰ کې ضرب شي نو بیا خو نه یواې دا دېرش ملیونه افغانان بلکه دوه درې ګاونډي ملکونه هم سوټ بوټ جنت ته ځي نو دا ستاسو چڼي جنګونه ولې کوي؟

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ټولو هېوادوال ته د لوی اختر مبارکي وايم، چې ټول اهل د حج او غزا شي!

    د آغا صيب خبرې او څرګندونې د ملت په ګټه دي!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

    1. م
      ملا صیب د نړیوالو او د کرزي د ادرې لخوا د سولې د هڅو او تلاشونو څخه نهیلی شویدی. ډیر ښه بدیل ېې ورته په ګوته کړیدی، محصلین د لاس په کار شي!!! جالبه ده، محصلین خو طالبانو د کمیونیستانو زامن بلل. د هغوی خبره به څنګه ومني چې سولې ته را ټینګ شي؟

      ټولو افغانانو ته وایم
      سوله نه د کرزي د ادارې او نه هم د طالب اختیار او خوښه ده. بلکه هر څه چې کیږي (د روانې جګړې دوام او یا پخلاینه) د امریکا او د هغه د متحدینو په خوښه کیږي. امریکا دا کار د طالب او کرزي په مټ کوي، نه پخپله

  3. ډیره ډیره مننه دنیکمرغه لوی اختر مبارکی اول تاسو محترم اغاجان معتصم صاحب ته ورپسی دتاند محترم مودیر صاحب اوکارکونکوته ته په تیره بیا دافغانستان ټول مظلوم ولس ته په تیره بیاهغه دسنګر ټول مجاهید ولس ته چی شپه اوورز یی سنګر
    تود ساتلی چی ساړه اوګرمی یی پرځان یوه کړی اوپه تیره بیاهغه مطلوم افغانان چی ناحقه په جیلونو کی پراته دی وړاندی کوم
    الله تعالی دی دغه اختر دټولو افغانانو دخوحالی سبب وګرزوی اوالله تعالی دی دافغانانو په مینځ کښی سلحه راولی چی راتلونکی
    اخترټول افغانان په خپل ګران وطن افغانستان کښی ولماځی
    آمین ستاسو دښه ژوند په هیله

  4. السلام غیکم ورحمت الله وبرکاته ۰ مو ږ هم ټولو افغا نانو وروڼو ته دلو ی اخطر مبا رکی وړاندی کوو او محترم اغا صاحب ته هم چی فه مساقری کی له وطن سخه لری دی ګیډی ګیډی سلامونه وایو ۰خدای ج د وکړی چی ددی لوی اخطر فه بر کت زمو ږ وطن کی ارامی او سوکالی راشی ۰محتر مه تول افغا نان صلحه غواړی خو صرف یوه ننوتی ډله دی فه دولت کی چی امر یکا یی هم تر شا ولاړه دی دصلحی غوشتونکی ندی ۰ داڅکه چی شخصی ګټی یی له لا سه وځی ۰ هغه ما فیا ډله چی نن ورځ دکرزی چار چافیر راټوله دی هغوی شتون دامریکا غواړی زمو ږ ګران هیواد کی ۰ او که خارجی قووت افغانستان کی فاتی شی دصلحی امکان نا ممکن دی ځکه ډیر داسی قووتونه شته چی دامریکا شتون افغانستان کی نشی زغملی۰ او هم افغانان چی یو مومن قوم دی داسی فکر کوی چی مو ږ روسان له وطن فه زور وشړل او امریکا هم شړلی شو۰ دابه شه وی چی امر یکا ووځی بیا به صلحه هرو مرو را ځی والسلام

  5. السلام غیکم ورحمت الله وبرکاته ۰ مو ږ هم ټولو افغا نانو وروڼو ته دلو ی اخطر مبا رکی وړاندی کوو او محترم اغا صاحب ته هم چی فه مساقری کی له وطن سخه لری دی ګیډی ګیډی سلامونه وایو ۰خدای ج د وکړی چی ددی لوی اخطر فه بر کت زمو ږ وطن کی ارامی او سوکالی راشی ۰محتر مه تول افغا نان صلحه غواړی خو صرف یوه نن وتی ډله دی فه دولت کی چی امر یکا یی هم تر شاه ولاړه دی دصلحی غوشتونکی نه دی ۰ داڅکه چی شخصی ګټی یی له لا سه وځی ۰ هغه ما فییا ډله چی نن ورځ دکرزی چار چاپیر راټوله دی هغوی شتون دامریکا غواړی زمو ږ ګران هیواد کی ۰ او که خارجی قووت افغانستان کی پاتی شی دصلحی امکان نا ممکن دی ځکه ډیر داسی قووتونه شته چی دامریکا شتون افغانستان کی نشی زغملی۰ او هم افغانان چی یو مومن قوم دی داسی فکر کوی چی مو ږ روسان له وطن فه زور وشړل او امریکا هم شړلی شو۰ دابه شه وی چی امر یکا ووځی بیا به صلحه هرو مرو را ځی والسلام

  6. سلام بنده برای هموطنان عزیز کشور دلسوز مظلوم ما السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ۰خدا کند که بر قرار وموفق با شید دلسوزی بعضی از سیاست مدارا که بالایی کشور عزیز ما دارد یک جهان تشکر /لکن متا سفا نه صلحه چیطور تامین مملکت غریب وبیچاره شوند که خاریجها وجود داشته با شند۰ هر ګیز این صلحه تا مین نمیشوند ممالک همجوار قوم مومن افغا نستان قانع کننده به این نقطه نیستند که هزارها بیچاره ومظلوم در ګونتا نامو وبګرام وفلچرخی ودر زندانهای استخبارات متفاوت اقای کرزی به سر میبرد وصلحه هم تامین ګردد ۰ نه هر ګیز نه/ صلحه وقتی تامین میګردد که محبوسین ملت افغانستان ازاد ګردد خاریجیها بر ګردد باز جناح ۳ سی هم در بین افغانها مثل شما واری اشخاص اقدام مخلصانه نماید ۰۰۰ از اغا صاحب بسیار تشکر که محبت ودلسوزی به کشور ما دارید ووادار به صلحه میبا شید والسلام

  7. تأسى ته د اختر مباركي او نيكى هيلى

    محترم آغا جان صاحب دير نيك نظر لري، طالبان بايد له أفغان حكومت سره كيني

    مننه

  8. مونږ په خپل وار ټول مظلوم افغان ولس ته داختر مبارکي وایو او لاس په دعايو چي دا غمېزه چي څومره ژر وي پایته ورسېږي دملا معتصم اغا جالن صیب په پیغام او نورو پيیغامونو کي چي داختر په مناسبت دګڼو افغاني لوریو او قیادتونو لخوا خپاره شوي ډېري ښې خبري شوي دي خو دا ډول خبري هغه وخت ارزښت پیدا کوي چي دعمل په ډګر کي پلي شي دا به ډېره ښه وای چي ټولو افغاني ذېدخله لوریو دهمدغي ورځي په مناسبت ځېني داسي عملي ګامونه اخیستي وای او یوبل ته يې بلن لیکونه خپاره کړيﺉ وای چي له دې لوی اختره وروسته مونږ ټول افغاني سیاسي ، مذهبي او دمقاومت مشران باید په یوه داسي ځای کي سره راغونډ‌ شو چي هلته دټولو حضور شونی وي او دهېواد دراتلونکي په هکله خپل منځي مقدماتي خبري اتري پیل کړو دابه ډېر ښه پیغام وای او په ټولو افغانانو کي به يې یو نوی روح پو کړی وای داډول پیغامونه په هر اختر کي خپرېږي خو په وضعیت کی کوم دپام وړ بدلون ندی راوستی

  9. زموږ له خوا دې هم جناب محترم ملا آغاجان معتصم، د ده محترمي کورنۍ او طالبانو ټولو سوله خوښو شخصيتونو ته اختر مبارک وي.
    الحمدلله دا څو وخت وشو چي ستاسې له خولې او له قلمه ملغلري راوزي. هره خبره مو ژور فکر او پيغام له ځانه سره لري. خداي پاک دي جنګي طالبانو وروڼو ته هم هدايت وکړي چي نور له جنګه لاس واخلي. په ملت رحم وکړي، وسلي په ځمکه کيږدي او خپله هم سوله ايز ژوند پيل کړي او نور ملت هم ورته پريږدي.

  10. سلام . وعیدمبارک باد به کارمندهای ویب سایت تاند وهمه هموطنان ما،وبعد :طورکه مولوی معتصم صاحب ګفته است یک واقعیت است ،تاوقتکه افغانهاخودشان درمابین خودجورومتحدنشود، قوتهای خارجی نمیتوانندکه اینهارا متفق کنند .

    1. سلامونه اواخترمبارکی ، دتاندپاڼی چلونکواوټولوهیوادوالوته ، وروسته : زه فکرکوم دمولوی معتصم صاحب خبری ډیری دحقیقته ‌ډکي دی،داځکه چې ښکاره خبره که افغانان په خپل منځ کی سره جوړنشی خارجیان دوی نشی سره متحد کولای ،افغانستان دټولوافغانانو ګډکوردی ، نودوی باید په خپل کورښه وختونه ولری

  11. ډیر ښه پیغام دی ښاغلي آغا جان صاحب. موږ په خپل هیواد کی یو څو دغسی نورو مشرانو ته اړتیا لرو تر څو جګړی ته د پای ټکې کښیږدو ا و افغانستان ته تلپاتې سوله راولو. د ولسمشری انتخابانو د کاندیدانو او د هغوی د مرستنالانو په اړوند تبصیرې سره مو مکمل موافق یم. تر څو چی په افغانستان کی د ژبنی، سمتی، او نژادی سیایت پر ځای ملی او پر نظریه ولاړ سیاست پیل نه شوي نه وی تر هغو دا ډیره مشکله ده چی افغانان دی سره متحد سی او خپل منځی مشکلات دی حل کړای سی. الله دی ژوندي لره.

  12. Dear Mr. Agha Jan, Your comments on combination of presidential candidates and their vice presidents candidates are absolutely correct. I think the time has come to say good bye to ethnic, regional and biased politics. Afghans now should start national and ideology based politics, this way we can advance our country and can get united and construct our country together. thanks

  13. قدرمن اوعزت مآب اغاصاحب ، دتاندمحترمو کارکوونکو، اوټولو هيواد والو ته دلوي نيکمرغه اختر درارسيدو له کبله مبارکي وايم او دجناب آغا صاحب ټولوافغانانو ته په مبارکي راکولو شکر ګذاريم او دغا صاحب دي پدي ډيرډير کور ودان وي چه په دي مبارک وخت کي يي دظالمانو په زندانو کي بند بند يان هم يادکړي اوپه امريکا يي دهغوي دراخلاسه ولو ژغ کړيدي

  14. دلوي مبارک اختر مبارکي جناب اغا صيب او ټولو مسلمانو هيواد والو ته وړاندي کوم اوپدي خبره داغاصيب مننه کوم چه دخوشحالي په دي وخت کي يي زمونږه هغه ډيرمظلومان وروڼه هم ياد کړه کوم چه د ظالمانو په عقوبت خانو کي ډير په تکليف اوتعذيب شپي او ورځي تيروي او بيا يي په خونخواره او ظالمه امريکا هم غګ کړيدي چه نور نو دغه مظلومان خوشي کړي او پريږدي چه دخپلو خپلوانو سره خوشحالي پدي ورځو کي ګډون وکړي ، او زه هم او دالله تعالي په دربار کي لاس په دعا يم چه دا مظلومان دظالمانو دمنحوسو پيجو څخه نور خلا ص کړي او هم دي الله تعالي افغانانو ته دآغا صيب پشان خواخوګي مشران ور کړي او الله تعالي دي افغانان او افغانستان نور دښکيلاک ګرو او دهغوي داجيرانو او په خاصه تو که دهغوي په اوسني وخت کي دکانديدو غلامانو ۀکه خلاص کړي

  15. دنیکمر غه اخترمبارکی محترم مولوی اغاجان اوټولووطن والوته افغانانوته وایم الله موخوشحاله اوژوند ی ولره الله مواختر نیکمرغه که خواختر کوم اختر له چالپاره اختره اختره خشوچی په خیرراغلی موږ هم تاته ښراغلاست وایو خواختره زموږ کلی کښی شورجوړدی رموږکونډی اوس ویرونه کوی مست څڼه ورزلمی جګړو یووړل مند ی یی څکه پریادونه کوی زموږیتیمان په طن لباس غلی ډوډی نلری دخپل شهید بابایادونه ژاړی زموږ په ځوانانو هدیری ډکی دی زموږ توسری اوس سوالونه کوی اختره ځه هلته ورځه چی خوشحالی ووسی زه هلته زه چی څوکالی ووسی موږخپل وطن کښی خوشحالی نلروموږدردمندیو موږ خوښی نلرو اختره اختره اوس دی هغه خوند نه وینم اختره اوس هغه مزه نلری هغه په خوابه چی اختر راغلی نوی وړوبه خوشحالی کولی مستوپیغلوبه ټالوکی زنګل موږبه یوبل سره سیالی کولی خلګ دیوبل په مینه نه مړی دل کیسی دمنی به هغوی کولی اوس خوزموږ په کلی غم جوړدی زموږ په کلی کی عوغاجوړه ده اوس موږ خواران په وینو اوښکوناست یو هره شیبه رانه ژړاجوړه ده اختره اختره ځاه دنګوبنګړوته لاړشه زموږ کلی خوخواوس ړنک دی کناه څوک چی په کړس خاندی هغوته لاړشه زموږ په کلی کی خو جنګ دی کنا زموږ په حال ځمکه اسمان ژړیږی زموږ څنګ ګاونډ په وینو رنګ دی کنا نن یا صباح به تاترین ته لویږی زموږملت ناست په کړنګ دی کنا ژاړی سل ګی کړی یتیمان دوطن ظالیم ورکړی پرمخ پړنګ دی کنا موږ په کومه خوله خنداوکو په کومه خوله به ستالمانځنه وکړو اختره اختره هلته به دی وومنم اختره هلته به خوښی وکړو تاته به لا ر په بڼو پاکی کړو تاته به وکروپلار ګلونه زموږ هیواد
    وال به دی لاسونه خوکل کړی ستابه په مینی قدمونه خوکل کړ ی که دی جګړی ته دپای ټکی کښی ښود سوله زموږپه لراوبر خوره
    شوه که زموږ دیتیم وښکی دی پاکی کړلی که خپل واکی په لراوبرخبره شوه زه افغان یار غاړه غړی درزمه
    غیګی ته ستا په خوشحالی درزمه
    وطن وطن ګلی ګل زار ووینم
    له ټولوغموڅخه یی ازاد ووینم
    هلبه ګران افغانستان منمه
    وایی دافغانانو هره شیبه غم وی نه یی اختر نی خوشحالی ولی ده نی دپردوسره سیالی ولی ده ټول عمریی حجرت کښی تیرکړنه یی خپل ملک کښی ازادی ولیدل

  16. mnna ahga sab da bazo tali sto she kome khbre lekly we hgha da hghao shplosano khbry di she dapalar skha bya tr korni noro ghro da blsha pa bady ke wakht ter kry tol hmmat lak ropy dy khpl nzar nlri

  17. همت سره غيرت هم شدي تاسوخوتول عمردبيغرتي شيدي خورلي دي زمافه خيال كه تاسو دعزت شدي خورلي واي اوس به تاسو خبل نوم شودلي واي كه سه هم بيغيرته انسانان له بد ويلونوسه نسي ليكلاي اونه ستاسوبد ويل زموز اسلامي امارت ته تاوان رسوي اوني رسولاي شي صرف ستاس شرميده توب دالله سخه غوارم

  18. I appreciate this soul touching congratulatury message of Mr. Mutasim and hope the voice of peace rose by him, will hit once palace of blind Mullah Omer as well.
    Mullah Omer will think that he can never Decieve the nation any more by the name of Islam.
    Which Islam he was implemented in Afghanistan? Who was agreed with that barbaric format of Islam?
    Let Mr. Mutasim to proceed further with his case and convey more and more of the Taliban to shift their sides towards peace and reconcilliation.

  19. د ړانده ملا عمر د جناياتو د شميرني لپاره همدومره بس ده چي نن د لوګر او جلال اباد په جوماتونو کي د انتحاري بريدونو یادونه وشي. موږ نه پوهيږږو چي دی به و لوی خدای جل و علا ته څه جواب وايي؟ زه نه پوهيږم چي يو وار په خپله په قطر کي له امريکايانو سره د قندهار د شومبلو په ځای شامپاين وهي د سولي خبري ورسره کوي او اوس بيا بيرته په جګړه ټينګار کوي. لويه جرګه ورته ملنډي، انتخابات ورته آمريکايي او يوازي ځان او طالب ورته د خداي له لوري هدايت يافته مخلوق ښکاريږي.
    دی که ځان ته هدايت يافته وايی په کوم معيار؟
    ملا معتصم که د صلحي او مفاهمي ناري وهي خو تر ده وړاندي ملا عمر له امريکايانو سره سوله کوله. زه خو چي فکر ورته کوم ملا عمر له امريکايانوسره صلح عبادت او له افغانانو سره جګړه د جوماتونو ورانول او د لمونځ ګوزارانو قتلول عبادت بولي.
    خداي جل جلاله مو دي له داسي مرکّب او مفرد جهله وساتي. مفرد جهل دا معني چي ملا عمر من حيث الفرد جاهل دي او مرکب يي دا معني چي کابينه او شورا يي له جهالو ډکه ده.
    موږ د محترم ملا صاحب معتصمم تاعيد کوو او له هغه سخه جدي غوښتنه کوو چي خپل په کار کي سستي ونه کړي.ميدان شغالانو ته پري نه ږدي.

  20. داچي ښاغلي مولوي آغا جان معتصم صاحب ټولو افغنانو ته دلوي نيکمرغه اختر مبارکي ويلي ده زه اول دهر څه دمخه دمحترم اغاصاحب څخه مننه کوم اوکور وداني ورته وايم او زه هم محترم اغا صاحب او ټولو هيواد والو او مسلمانانو ته دلوي اختر درارسيدوله مله دمبارکي مراتب وړاندي کوم .
    او پس لدي بايد ووايم چه داغا صاحب لخوا دمبارکي پدي پيغام يوتن داحمد په نوم پخپله تبصره کي پوښتنه کړي چه :تاسو وايي چه يو شهيد کوليشي چه اويا خپلوان له ځانه سره جنت ته بوځي…………، مبصرخواګرچه داپوښتنه اغاصاحب ته راجع کړيده خو فکر کوم چه داسوال هر مسلمان ته راجع دي نو اغا صاحب يي چه څه جواب وايي داخو په هغه پوري اړه لري.
    البته زه يي ديو مسلمان په حيث په جواب کي داسي ويم :
    لمړې: داچه دي مبصر ته دا واضحه کوم چه داخبره نه خوداغاصاحب ده اونه د بل کوم طالب او يا عالم بلکه دازمونږه ددين ستر لاښورد او پيغمبر محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم خبره ده او زمونګه پري همدسي ايمان دي لکه څنګه چه يي فرمايلي دي مونږه اوبل کوم مسلمان ته پکي هيڅ قسم شک نشته دي که کوم مسلمان پکي شک وکړي اويا پري ملنډه ووهي نودايمان څخه خلا صيګي چي بايد خپل ايمان تازه کړي
    دوهم : داچه پخوا خو افغانانو يو نيم مليون شهيدان په رشتياهم ورکړيده او ددوي ددي شهادتونو په برکت ډير خلک دجنت تللو جوګه شوه خو متاسفانه بيا ځيني خلکو ګټلي مقام په هيواد کي په چور او چپاول او دقدرت پخاظرخپلي مينځي جنګونو کولو سره اوځينو نوروافغانانو چه په غرب کي په بي بندوباره او خالص په پدرمادر ازاده ټولني کي په اوسيدلو سره هغه ګټلي مقام له لاسه ورکړاو ځيني نور افغانان په داخل او خارج په دي طريقه کافر شوه چه ځيني يي عيسايان شوه او ځيني يي کمونستان شوه او ځيني نور بيا دکفاروصليبينو په ملګرتيا او غلامي کي ددين پخه واو ړيدل نو دداسي خلکو په سمه لاري دراستلو لپاره مجاهدينو يو ځل بيا جهاد کولو لاس پوري کړ چه دادي اوس هم دوام لري
    دريم : چه شهيد دمسلمان خپلوان سفارش کوليشي چه جيت ته يي بوځي خو دمرتد او بي دينه سفارش نشي کولاي
    څلورم: داچه په هيواد کي داسي کورني او خلک هم شته دي چه نه يي پخواني جهاد کي برخه اخستي وه چه په هغه وخت کي په غربي هيوادو کي پراته وه ښه سوکاله ژونديي تيرولو او نه خو په او سني جهاد کي برخه اخلي پدي وجه داکورني کي بيلکل شهيد نلري او پخپله دپخوا څخه سره دفاميله او بال بچه دغربيانو په غيګ کي پراته ده چه حتي پخپلو زامنو او لوڼو هم حيڅ قسم حاکميت نلري صرف په نامه مسلمان او افغان دي؟
    په داسي حال کي چه په شهادتونو اوفضيلتونواو ‌ثوابونو عقيده او ايمان هم نلري
    وايه مبصره ! چي دداسي قسم خلکو به جنت ته دتللو څه چاره وي ؟ا

  21. سلام او داختر مبارکی ټولو ورڼو ته وایم
    ډیره ښه طرح او پلان دی تر ځو ‍‍چی افغانان په خپلو
    منځونو کی سره جوړ نشی هیځکله به هم افغانستان جوړ
    نشی او نه به هم زموږ بیچاره اولس چ د روان بحران ځخه خلاص شی ؟ مننه

  22. زما سلامونه او د اختر مبارکی دی هم ټول اولس ته ورسیږی
    د معتصم اغا نظر زموږ خوښ دی ولی چی دا هغه نظر دی چی
    زموږ د ملت غوښتنه ده، خدای دی وکړی چی همدا سی وشی
    لکه چی نموړی وائی، دهیوادوالو د خوشحلۍ په هیله.

  23. and respects referring to congratulate all farmland along a very good I plan to go Afghans , each with cannot of will also build Afghanistan cannot and we will also not whose people of the current crisis the bout free? thank you

  24. Salam Alikum To All of YOU!

    Eid Mubarak To All Muslim Brothers & Sisters, My Fellow Afghans, and GREAT Personnel of GREAT PRFESSIONALTAAND website. We are brothers & Sisters in faith, therefore we ought to live in peace, harmony, and safety and security and talk to each other in a respectful, understanding and polite manner.

    TAAND personnel; you have done a fantastic job. It really helps to set the trend for website exploration by our Afghan brothers & sisters. Your free service, hard work and great dedication to Afghan Community is greatly appreciated.

    . We should always try our best to stay unbiased towards all brothers & sisters, no matter what is their position, salary or academic background. We are all simple human beings. We should always encourage others to be engaged, expressive and open. Critical comments are NOT criticism. There are many individuals in the TAAND form who express really excellent points. You can see their points of view, as well.

    There has to be a logical solution to our various demands, wants and needs… Do not attack each other for personal, tribal and language or belief issues. Everyone is different, and Allah SubhanaWaTaallah made us different, so we should enjoy the differences. We should strongly condemn any form of violence.

    Enjoy your EID. Stay with your kids, families and relatives and friends happy, alive and safe. I wish all of you all the best in life and in life hereafter….

    Regards,

    Mullah Habibullah

  25. ملا اغاجان صاحب ستاسو اودملامحمدعمر صاحب دواړودی هم داختر مبارک شی محترمو یوه بله مبارکی هم درته وایم
    نن سهار په لوګرکی خلګ وایی چی طالبانو دخدای پاک په کورکی حمله کړی ده ترلسو زیات کسان زخمیان دی اودلوګروالی
    یی شهید کړی دی داداخترمبارکی وه الله دی تاسو ژوندی لری دادختر دلمانځه لږشیبه وروسته وسوه په دی چاودنه ټول افغانان
    ستا سو څخه ډیر خوشحاله سوه خلګو ډیری دوعاګانی درته کولی ویل یی الله دی طالبانوته نورهم دالله پاک دکو په چاودنوکی تو
    فیق ورکړی چی افغان مسلمان وړونه په خپلو کورنو کښی لمونځ اداکړی ځکه نو تاسو خپل کورونه هدیری مګرزوی
    دجماعت لمنځونه پریږدی خپل کوکی په ارام لمونځ وکړی

  26. سلام احترام اواخترمبارکي ټولومسلمانانواوافغانانوته وایم . دویم عرض می دادی چې دملګروملتونوداداری نه موږغواړوچې ددغه سی پروسوچې هغه دهیواد دثبات سولی اوسوکالی لپاره کارکوی بشپړملاتړاوحمایت وکړی ،اوددغه ډول بهیرکومک دی وکړی چې محترم ملامعتصم اخندوتوانیږی چی دهیوادپه دننه اودباندی کی غونډی اوکنفراسونه جوړکړی ترڅودعمل په ډګرکی کاروشی اوپه پای کی مووطن ددغه کړکیچن حالت نه په نسبی توګه راووځی ـ دخواږه هیواد دوداني په هیله

  27. سلامات او د اختر مبارکی ټولو وطن والو ته وړاندی کوم
    او وروسته دا وایم لکه ځرنګه چی اغا صاحب خپله فارموله
    بیان کړی او وړاندی کړیده، موږ یی تائید کوو او دټولو
    ښکیلو خواوو نه دا غوښتنه کوو چی د خدای د پاره نور
    پر خپل وطن او ملت باندی ورحمیږی او د جګړی نه
    نور لاس واخلی، چی نور دغه بیچاره او دربدره اولس په والله
    که د کړا وونو زغم کولای شی دا اولس ډیر زوریدی او
    ډیر خراب شو. په درنښت.

  28. سلامات علامت زده شده و درافغانستان با همه کشور را در برابر من و ‘ مثل پس از ځرنګه آغا، آقای فارموله بيانيه خود رنج مي برد و اطلاعات، ما يك بمباران كردند، و ما آنها را نمی شود از طرف متخاصم خواستار به خاطر بيشتر براى كشور و ملت در مبارزه ورحمیږی و نه به بالا، و اين كه با مردم در عین دربدره اگر کړا تحمل می تواند زوریدی و بسياري از مردم که بيشتر ميداند

  29. قدرمن روغ رمټه وروره سلام اوداخترمبارکی می ومنه ،محترمه اعتراض دی ډیرمعقول اوپرځای دی اوزه هم درسره هم نظره یم، خویوشی بایدموږته واضح اوروښانه وی هغه داچې دغه ډول اعمال ترسره کول لکه تاسوچې یادکړی دی لکه په جوماتونوکی چاودنی اویاولسی وګړویااداروته نقصان رسول ، زه فکرکوم چې دادهغه طالبانوکارندی چې افغانی فکرلری ، بلکی یوه پردۍ مفکوره ده چې زموږپرولس ټپل شوی ده،اوڅومره چې زه ملامعتصم اخند دده دبیانونواولیکونه نه پیژنم نموړي یوه بشپړه افغانی مفکوره لری چې همدغه بیان هم دده دمفکوری څرګندونه کوی . هیله ده چې خفه نشی په درنښت

  30. and Eid marked by all the country to a and I ‘d like after the Agha sahab, his statement was suffering and information, we bombarded an, and we are not the warring sides are asking for the sake of the more for their country and the nation in the fighting and not give up any more, and the whose by people in asking if the tolerance can and many people most. regards

  31. my greetings and the Eid of the people is to look for our mutasim Agha is pleased that the why it is the view of our nation, is a call God, that they would be the CDMA says that, as the in the hope.

  32. pay respect to recognize the may represent the second is that the would not improvement
    the peace people for dirty efforts to elimination and to the honorable inside of the meeting, now would like in the end of the enjoys relatively throw, not in the country in the hope

  33. سلیمان باکو صاحبه سلام اواخترمبارکی می ومنه .وروره ملامعتصم اخند خپل په بیان کی مصلحین ذکرکړی دی ،خوتاسی بیاپرنموړی اعتراض کړی اومحصلین موذکرکړی دی وروره جانه که تاسی محترم یوځل بیاپه توجه سره دغه بیان ولولی ممکن کوم اعتراض دی ځای ونلری ، ځکه مصلح په لغت کی خیرغوښتونکی ته وایی اومحصل بیازده کونکی ته وایی،اوداعتراض دوهمه برخه دی داده چې جنګ اوسوله دواړه دامریکاپه قدرت کی ده ، داحقیقت دی چې امریکا یوزبرځواک دی ، نوکه امریکا موږافغانانوته وایی چې په خپل منځو کی سره ووژنی نوموږبه سره وژنو ، نه داسی ندی موږباید دخپل نجات اوژغورنی لار ولټوو ترخپل منځ سلا مشوری اوتفاهم سره وکړو . هیله ده خفه نشی په درنښت

  34. We need a leader who lead us well, and who govern the government system as well as. So we choice, but its the choice of every Afghan citizen to lead us Mutasim Agha Jan.
    Becouse he is the one of those peoples thay have political awarness and have most power and sources in evry feeld which a country needs, and today our nation is thirsty for such of these types leaders.
    I think that a person who has alot of experince and and has much awarness in political feeld is more better and more necessory than who hasent any political relation ship.
    “Certainly we can make Afghanistan so pacefull and war less, if we become together and leave all type of diffrences and not be thoughtless about our country.”
    Becouse ALLAH almighty gave us more resources and more populate power than another countries, and also we have all kind of meterials which we can make every type of waipons and another things we which need.
    “But we can make it possible by higher education and by strongly economy”
    Of cource it all are depends on to be a boom of peace in Afghanistan, otherwise these all are impossible , And for real peace need sinsere, expert and skilfull leaders.
    And acourding to this , we prefer Mutasim Agha Jan for this purpose, becouse he has all these quilities.

  35. to mulla sayed afghani!
    1st – i think if USA or UK grant u with a visa, i am sure u will go too, so if incase this happened what will u call or justify about your self? will u be still janati or ahli duzakh?
    2nd – i think most of the fake mulla( those hide Islam and ISI certified mulla) will enjoy sometimes in duzakh ( insha’Allah)

  36. سلام وتبریکات عیدسعید به همه برادرهای مادرجهان اسلامی وغیراسلامی میګویم.بعداً:من افکارحاجی آغاصاحب راکاملاً تاید میکنم،ودرست میدانم، واین برنامه رایګانه راه حل معضله افغانی محسوب مینمایم خداکندکه طرفهای ذیدخله معضله افغانی متوجه شوندوبه توصیهای وبیانهای اغاصاحب ګوش بګیرند وتایک حدعمل بکنند . تشکرازشما

  37. سلامات وتبریکات عیدقربان به همه وطن داران خود پیش مینمایم . برادران عزیز طورکه آغاصاحب فرموده است یک حقیقت بسیارروشن است ، تاوقتکه ماافغانهادرمابین خودجورومتحدنشویم خارجیهاهیچ وقت نمیخواهد که درمیان ماوشما صلح وآشتی بکند،زیراکه انهامیخواهند که ازاختلاف وانشعاب ماشما سوء استفاده بکنند وقتکه ماافغانها درمابین خودمتفق هستیم هیچ یک جهت نمیتواندازوطن مانامشروع استفاده بکند . تشکرازتوجه شما

  38. Asalamu Alikum, mashallah good thoughts with practical experience in the field and aware of deen as well as current systems of the world, so this type of people can lead a nation to a prosperous position.
    We have good wishes for him to lead the afghan nation

  39. تر هرڅه لومړي دمحترم ملا معتصم اغا جان دا په زړه پوری پيغام چه داختر په مناسبت يئ خپل مظلوم ملت ته او خاصتآ هغو کورنیو ته چي په ناحقه يئ دکور سرپرست او ځوانان په بیګناه جيلونو کی پراته دی تأيدوم ملا معتصم اغاجان يوازیني داسی شخصیت دی چه تراوسه پوری داسی دريځ چي ددافغان ملت لپارهغه غوره کړي بل هيڅ کس په دی نه دی توانیدلي چي داسی يو سپيڅلی دريځ افغانانو او د نړی مسلمانانو ته وړاندی کړي زمونږ دعاوی به همیشه ورسره وی الله دی په دی نیکه لار کی موفق ولری امیین

  40. زه دشاغلي احمد په جواب كي داسي وايم چه داسي شخصيتونه په دنيا كي موجود ؤ چه په هغوي باندي په دي دنيا دجنت زيري شوي ؤ نو هغوي ولي بيا جهاد كاوه ولي يي الله ته بيا هم توبي ويستي او هغه اشخاص عشره مبشره ؤ وروره دمرتد توبه نه قبليژي كه يو كس مرتد شي دهغه شفاعت خو شهيدان سه چي محمد ص يي هم نشي كولاي الله دي وكري چه پوه شوي به وي

  41. First of all dear Mullah mutasim Agha strained the interesting statement, you are referring to fit their oppressed nation and to to families that are in illegal houses the Presiding Officer and young people in the innocent ignorance, Mullah mutasim agha jan there personality is that so far, such a stance that nation has no other person is not the latest that such a sacred status of the world Afghans and the Muslims our to will manner, with the latest is grandfather” have successful ameen

  42. دښاغلې معتصم اغاجان دپیغام دغه نقطه ډيره پرحقيقت ولاړه او د د قت وړده . هغه دا چې په افغانستان کې دسولې مسله ده . ترڅو چې دسولې لپاره کار ونه شی که انتخابات هم وشی جنګ به همداسې دوام لری هره ورځ به بې ګناه افغانان شهيدان کیږی نو لازمه ده چې افغانان باید په خپل منځ کې سره کښینې ځکه چې نه خوامریکا مونږ ته دسولی لپاره څه وکړل او نه هم ګاونډیانو.نور دوی بايد دهغوی په تمه کښینني . بل دا چې لکه څنګه چې ښاغلی اغاجان صاحب ورته اشاره کړی نن زمونږ دافغانستان هغه مشران اومخور چې هغوی نه د دولت اونه هم دطالبانو یا حزب اسلامی اویا بلې کومې جنګې ډلی پوری تړاو نه لری هغوی باید راپاڅیږی اود ټولو لورو ترمينځ منځګړتوب وکړی او مشکل چې په کوم ځای کې وی بايد حل يي کړی . که نه تر څو به زمونږ په ګران هيواد کې ويني بهيږی او داحالت به روان وی

  43. Selamat menmaim to all their supporters to return home earlier. Dear brothers agha sahb is a matter of fact, it is in the between the moshma does not want foreigners never to discuss peace talks, they want the reconciliation differences in do abuse are no one direction can’t return home legitimate used mana. Tashkra (g) your attention

  44. مونږه هم جناب محترم اغا صاحب اوټول مسلم امت ته داختر مبارکي وايو او الله تعالي څخه سوال کوو چه بل اختر په مظلوم او مسلمان افغان اولس په داسي حال کي راولي چه پخپل هيواد او وطن کي ديو سوچه اسلامي نظام دسيوري لاندي په امن او خوشحالي او ورور ګلوي سره دازادي ژوند کوي

  45. اسلام علیکم ورمت الله وبرکاته
    محترم مولوی صاحب ستاسو دی هم شل واره داختر مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک وی الله دی خیر درکړی موږ والله که ستاسو ده هیڅ مشر څخه دافغانانو پبارکی داسی دخلا ص زړه داختر مبارکی لیدلی وی هره خبره
    چی ستاسو مشرانو کړی وی هغه دغمواووژنوډکه خبروی چی له ټولوافغانانوسره کرکه پیداکوی اوبل داچی ستاسو ملګری خودامریکایانو سره دصلحی خبری کوی تاسویی ولی دافغانانوسره کوی هغه ستاسوملکری بحرنیان دی چی دبحرنیانوسره خبری کوی که افغانان دی یا مو انګلش انګلش ژبه زده کړی ده له دی وجی دبحرنیانو سره خبری کول غواړی بحرنیان خوپه پښتو نه پوهیږی
    ښه چی تاسو انګلش زده کړی ده داخمووالله که په مدرسکی دزه کړی ده ښه طالبانو تاسی چی له خپل ځان او بچولپاره انګلش ژبه خوښوی نوزموږله بچولپاره یی ولی نه خوښوی زموږبچه ولی دتعلیم څخه منع کوی دخدای پاک لاره هم دی ته وای چی تاسویی
    زموږپرمظلوم ولس زده کړی وکړی دامظلوم ولس خدای نلری ددی مظلوم ولس ناره خدای نه اوری
    که تاسووایاست چی دانګلش زده کړه یوازی دطالب یامولا دزوی لپاره ده

  46. honorable excellent brother mutasim agha
    and unfortunately we Adha sacred, and we have agreed to thee!
    Allah marry this our of the festival for the nation as much of the nation, and bird and prosperity to Eid.
    Allah marry are the same and other days, with the help of our country, not the destruction and unsafe which was received and in tongues are between the Afghans, national unity and sympathetic u peaceful space structure.
    Amin .

  47. Hi. wind project site clerks taand guys our countrymen, and then: What Molavi Mutasim owner said a reality, Analyzable ] postpone foreign ally.

  48. باز هم سلام به همه : پيام كه از طرف ملا معتصم آغا جان به مردم غيور افغانستان در عيد أضحي فرستاده شده نه يك پيام عيد بود بلكه يك پيام سلح ، آرامي وازادي در چوكات شريعت محمدي بوده ويك ارزو واميد به ملت مظلوم افغانستان داده و خاصتآ به فاميلهاي كه اعضاي فاميل شان بيگناه در زندانها افتاده إظهار خوشي و از محترم ملا معتصم آغا جان مشكور اند.
    اگر ما تاريخ گذشته سي و پنج سالگي را در نظر بگيريم كدام شخصيت ها چون مفكوره بنده را داشته و به غم ملت مظلوم بوده اين يگانه شخصيت در سياست افغانستان است كه انگشت نما نبوده و تمامي عمر خودرا به خدمت ملت اگر در داخل افغانستان ويا خارج از افغانستان بوده سپري نموده اينجانب ميخواهم كه راهي بنده را تعقيب و از شخصيتش همايه كنم .
    باز هم تكرار ميكنم كه اگر ميخواهيد كه افغانستان يك افغانستان بدون تفرقه بدون جنگ و مستقل باشد بايد قدم خودرا با قدم ملا معتصم آغا جان مانده واز ان دفاع نمايم تشكر ازهمه

  49. سلام واحترامات وتبريکي عيد سعيد اضحي حضور محترم مولوي آغاجان صاحب وکارکنان محترم شبکه تاند را تقديم ميداريم وخيلي متشکر آغا صاحب هستيم به پيش کردن پيغام تبريکي به مردم غيور افغان وما بسيار خوش باين نقطه هستيم که جناب آغا صاحب دراين لمحات خوشي زنديانان مظلوم راهم پراموش نکرده وخواستګارازادي ايشان شدند وباين اساس اغا صاحب را يک دانشمند ورهبر ملي وغمخوار هم وطنان راتسليم مي نمايم وکوشش هاي ايشان در مورد صلح درميهن عزيزم تاييد مي نمايم

  50. نيکمرغه لوي اختر دي دآغا صيب او ټولوافغانانو ته مبارک وي داغا صاحب ددي پيغام په ليدلو سره مي په زړه کي داسي تلوسي را اوچتي شوي وزغليدلي چه کله به وي چه تول افغانان سره پخپل کور او وطن کي هره کورني دخپلو وګړو او غړو سره دامن او اسلام دبيرغ لاندي دامن او خوشحالي په فضا کي سره اخترلما نزي اوتيروي الله تعالي دداسي وخت په خير سره زرترزره راولي اوضروري دي چه افغانان نور سره پخپلو مينځو کي کيني او سره متحد او مفق شي او دښاغلي اغا صيب دير ممنون يم چه داختر په خوشحاليو کي يي ټول افغانان سره ياد کړ،ښاغلي دي هم په ښو ياد اوښادشي

  51. اسلام علیکم
    ، ماشالله خوب انديشه با تجربه عملى در اين زمينه آگاه و مينويسيم نيز از سيستم فعلي جهان، پس از اين نوع افراد می توانند یک ملت منجر می شود به يك موضع مترقي.
    ما خوب است برای آرزوهای خود را براي رهبري ملت افغان

  52. داخترپه مناسبت مي دطالب مشر مولوي معتصم آغا پيغام ولوست ډير په زړه پوري دي زه يي مننه کوم او هم ورته ډير ډير مبارک باد ډالي کوم که ديوي خوا يي داپيغام يو په زړه پوري ابتکار بولم ن له بلي خوايي په پيغام کي دهيواد يوي ډيري سنګيني مسئلي ښودنه هم کړيده او هغه دا چه داخبره پخپل ځاي صحيح ده چي ديو ملت او اولس لپاره دخپل سياسي مشر دټاکلو لپاره انټخابات ډيره ښه طريقه ده خومتاسفانه چه زمونږه په هيواد کي ځيني داسي مجبوريتونه شته دي او دي څو کالو تجربي هم وښودله چه په دي رواني طريقي د انتخباتو سره شايد چه زمنږه دګران هيواد لانجه او مسئله حل نشي ځکه چه داوسنيو کانيدانو او دهغوي مرستيالانو ته وکتل شي نودايقيني او جوته ده چه پدي سره که مشکلاتو که اضافه ونشي نو کميدلي نشي بلکه افغان اولس ته پکار دي چه داپخواني جنګ سلاران جنګي مجرمان لکه سياف محقق دوستم او ډاکټر عبدالله اوداسي نورپه کلي ټوګه مسترد کړي اوخپله دغه فيصله په نړيواله ټولنه هم ومني او که نړيواله ټولنه په رښتيا په افغانستان کي صلحه او امن غواړي نو خامخا او ضروربالضرور دافغا ن اولس دي فيصلي ته غاړه کيدي او همدارنګي بايد چه افغان اولس هره هغه پروسه هم مسترده کړي چي دا پخواني مجرمان پکي وي مسترد کړي او دخپل سرنوشت ټاکلو واک دي پخوانيو مجرمانو ته ور نکړي اوداسي يوڅوک رامينځته کړي چه واقعي مسلمان او افغان اودافغان اولس ته وفادار وي او ددي رښتيني خيرغوښتونکي وي

  53. ډیر محترم اغا سیب او ټولو ورونو او خویندو ألسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته خدای دی وکړی چه لوی اختر مو نیکمرغه او خوشاله تیر کړی وی. رښتیا هم چه سوله او ورورولی یو داسی اصل دی چه هم بشریت او هم زمونږ سپیڅلی دین پری مونږ ته امرکوی. د سولی لپاره هر وخت وخت دی او باید فرصت له لاسه ورنکړو. اغا سیب د یو ریښتینی افغان په توګه خپله فریضه ادا کړی وه او
    لګیا .دی کوی یی. او دا له هیچا نه پټه نده. مونږ باید پوه شو چه یا به یو کیږو او یا به ورکیږو که غواړو چه یو سرلوړی او خپلواک ولس او ملت اوسو نو د پردیو د خوشامندو او غلامی نه به غوره داوی چه خپلو کی سره جوړ شو او پردی له دی ملکه وباسو. خو زما په اند زموږ ستر مشکل زمونږ بدبخته ګاونډیان دی که ولس په دی مطمین شی جه پرون به بیا نن یا سبا نه تکراریږی نو مطمین یم چه دد ی غربی لنډه غرو په ضد به ملی قیام وکړی خو د طالب جان حرکتونه او کړنی داسی شایی چه بیا به پنجابیان او ایران اخوندان په مونږ لوبی کوی او د غلامی ذلیل ترین ژوند به تیروو. آلله دی وکړی چه ډیر ژر د اغا سیب او زمونږ ټولو افغانانو یواځینی هیله چه سوله او یو ریښتینی اسلامی حکومت دی پوره شی آمین
    .

  54. تير نيکمرغه لوي اختر دي ټولوافغان اولس او په خاصه توګه اغا صيب ته ډيرډير مبارک وي اودشاغلي آغا صيب ډيره مننه کوم چه داختر په خوشحاليو کي ورته خپل افغانان وروڼه يادوو او پخپل يوپه زړه پوري اوګد پيغام کي يي دي مظلوم ملت ته خپل دمبارکي او خوا خوږي مراتب تقديم کړه زه پدي يقين لرم چه دده داپيغام صرف مبارکي نده بکله ددي سره سره په ډهير اهمو بنيادي لار ښودنو اوانتباهاتو څخه ډک پيغام او دډير فکروړدفوائدو مجموعه ده ، لکه شاغلي دايادونه کړيده چه زمونګه هيواد دنړيوالو او کورنيو رقابتونو په ډګربدل شويدي، داغا صيب دخبره او جمله يو ډير رشتيني حقيقت اوټول اولس ته دعبرت درس دي پدي کي مونګه دخپلم هيواد د۲۰۱۴ څخه پس دحالاتو پيش بيني هم کوليشو نو بايد دافغان ملت ټول مشران او کشران اوددي ملت ټول خيرخواهان په اوسنيو حالتو کي ديو عظيم مسئوليت په احساس کولو سره دملت او هيواد په هکله په فيصلو کي په ډير احتياط قد م واخلي او هسي نه چه په بي احتياطي اوغلطيو کولو سره داځل بيا هيواد کي دنوي يمو کلونو تاريخ بيا تکرار شي اودغپه خريدلي او زوريدلي ملت يوځل بيا په هغه سرنوشت اخته کړشي او اوس هم سروخت دي پخپل وخت کي دغلطي تدارک وکړي او بايد نورنو هرڅوک پدي مظوم ملت رحم وکړه اوياخو رقابت کوونکي دخپلو رقابتونو څخه لاس په سر شي اويا دخپلو رقابتونوډګر زمونګه هيواد ونه ګرزوي افغانان نور دارام ساه اخستلو ته پريږدي

  55. اختر دي اغا صاحب ته مبارک وي اومننه ترينه کوم چه داختر په خوشحالي کي ورته خپلاولس ياد شو کاميابي يي غواړم الله تعالي دي افغانانو ته داسي مشران ورکړي اوالله تعالي دي په ګران وطن کي داسلام دبيرغ دلاندي سوله او امن راولي چه افغانان نور دبي وطني او مسافري دذلتونو څخه خلا ص شي او پخپل کور او کلي کي دخپلوانو سره يو ځاي داختر خوشحالي ولمانزي

  56. السلام عليکم ورحمۀ الله تعالي وبرکاته
    پس له سلامه ودملا صاحب اغاجان محترم ته ډيري نيکي هيلي اواحترامات وړندي کوم او مبارکي ورته وايم
    اوپه ټول پيغام اوخاصکر پردي نقطه يي ډيره ډيره شکريه يي ادا کوم چه په امريکايانو او کابل په اداري يي ژغ کړيدي چه بي وزله اوق مظلوم زوريدلي بنديا ن را ايله کړي الله تعالي دي وکړي چه نور نو بنديان وخپلو کورونو ته پخير سره ولاړ شي او الله تعالي دي دملا صاحب ته هم خوشحالي ورکړي ډير شه پيغام يي پيش کړيده چه دده په شفقت او يو ملي او مين المللي شخصيت او يو مدبرانه فکر شکارندوي يي دي

  57. دشاغلي معتصم اغاجان صيب د اختر دمبارکي پيغام افغانانو ته که دخوشحاليو په ورځو کي دمبارکي پيغام دي نو په يقين سره ويلي شم طه هم داشان هيواد والو ته پکي ډير ڼصائح او دعبرت درس دي په خاصه توګه چه شاغلي پکي دي نقطي ته اشاره کړيده چه وايي :[که باندينيو ځواکونو مونږه ته سوله راکولي نو ډير چانسونه موورکړل ….] دشاغلي اغا صيب دا وينا سم دهغه چا په خبره دکاڼي کرښه ده اود يو باتجربه او په کارپوه او ددي ملت په غمخوار شخصيت دخير خواهي ده او ددي حقيقت دمنلو څخه سترګي پټه ول به لويه بي انصافي وي او يقيني ده چه دهر با ضميره انسان ضمير ددي اقرار او ګواهي ورکوي چه داسل په سلو کي کي رشتيا او حقيقت دي صرف او صرف کوم بي ضمير انسان په يي په منلو کي چون او چروا وکړي اويا به يي نه مني نو پداسه حالاتو کي دافغانانو دا فرض او مسئوليت جوړيګي خپل هيواد ته پخپله او پخلپو هلوځلو او اتفاق او اتحاد سره سوله راولي او خپل سرنوشت دبيګانه ګانو څخه نور تر لاسه او پخلپو لاسونو کي واخلي او ددشمنانو او اغيارو څخه دسولي طمعه کول دشنه اسمان څخه دباران دطمعي کولو پشان دي او بس

ځواب ورکول hamid khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *