کله چې استعمار بڼه بدلوي، نو بیا یرغلونه د کلتور، فرهنګ، دودونو او اقتصادي مرستو له لارې ترسره کیږي. ښکیلاګرو هیوادونو دا نوي تګلاره د کمزورو ملتونو د ایل کولو دپاره خپلې کړي چې له مخې یې ژبه یواځې د افهام او تفهیم وسیله ګڼل کیږي، حال دا چې ژبه د یو ملت هویت او پیژندګلو ده. په یویشتمه پیړۍ کې، د استعمار بڼه د نوي استعمار تر مفهوم لاندې مطالعه کیږي.

نوی استعمار هیوادونو د خپل کلتور، فرهنګ، دودونو، بشرې حقونو، اقتصادې مرستو او ورته ډيرو نورو عنوانونو لاندې ایل کوي، چیرته چې حکومتونه کمزوروي، هلته د استعمار نوي بڼه تر هر بل جوړښته ډيره غښتلي وي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پخوانې شوروی یرغل څخه را پدیخوا د ګاونډیو هیوادونو او نړۍ د نوي استعمار د اجنډا په سر کې راځي. مونږ په دا تیره لسیزه کې په ملي ترمنیالوجي د یرغل شاهدان یو، د ایران د کلتوري یرغل ډیرې بدمرغې بیلګې مو ترسترګو کړي، د غرب د تمدن د کلتورې یرغل د هندوستان د موسیقي، نڅا او جامو تر یرغله، لنډه دا چې هر هیواد په افغانستان د نوي استعمار نوي او ځانګړې تجربې پیل کړي، چې تر ډیره بریده یې زمونږ په ملت کې درزونو ته لاره هواره کړي، او له بدمرغه زمونږ ځوانان هم ددې یرغل تر نیغ اغیز په ناشعوره تر برید لاندې راغلي دي.

د فروري یویشتمه په ټوله نړۍ کې د مورنې ژبې د ورځې په توګه لمانځل کیږي. په دې ورځ د بنګله دیش ځوانو ملتپالو زده کوونکو د ډاکې په پوهنتون کې پخپله مورنې ژبې ( بنګالۍ ) د زده کړو غوښتنه وکړه چې د وخت حکومت ( پاکستان ـ مشرقي پاکستان) یې په وړاندې تند غبرګون وښود او په لسګونو لاریون کوونکې یې ووژل. د بنګله دیش د ځوانو محصلینو دې غوښتنې د نړۍ په مخ د نوی بحث را ژوندي کیدا ته لاره هواره کړه، هغه دا چې مورنې ژبه یواځې د افهام او تفهیم ژبه نه ده، بلکې مورنې ژبه د یو ملت یا ټولنې د پيژندګلو او هویت ښکارنده ده. هغه ټولنې چې خپله ژبه نشي ساتلي، خپله ژبه نه وایې، د ځمکې له مخ څخه یې د ورکیدو مهال ډیر لنډ او اسان دی. المان په یویشتمې پیړۍ کې د قانون حاکمیت یو ځانګړي برخه هغه د مورنې ژبې ساتنه، روزنه ، پالنه او بډاینه ګرځولي. په ننۍ اروپا کې چې ګڼ هیوادونو په کې یو له بله د جغرافیوي سرحدونو پرته ژوند کوي، یواځینې د پیژندګلو ویاړ یې د مورنې ژبې ساتنه او بډاینه ده. المان، ایټالیا، فرانسه، یونان، هسپانیا او هر بل هیواد یو له بل سره د خپلې مورنې ژبې د ساتنې او پیژندګلو په ویاړ په ګډه په اروپايې ټولنه کې پرته له کوم جغرافیوي سرحده ژوند کوي.

افغان ملت هم لکه د نورو ویاړلو ملتونو په څیر ښکلي لرغونې ژبې لري، چې ددې ژبو بډاینه او ارزښت ساتل نه یواځې د افغان حکومت حتمې دنده ده، بلکې د افغان ملت دنده هم د ه چې د خپلو ژبو د ساتنې د پاره له ټولو هغو لارو کار واخلي چې کولای شي دا لرغونتوب لا زیات لرغوني کړي او د ملي ژوند تر پایه يې له ځانه سره ولري. په ورستې لسیزه کې ، د پښتو ژبې په وړاندې د حکومت د بې پروایې تر څنګ د پښتنو لیکوالانو او روڼ اندو نه پام هم لازم دلیل دی چې لا هم ددې ژبې په وړاندې د استعمار ګرو هیوادونو یرغل ته زمینه برابریږي، او لا هم دا ژبه د ښونځې، بازار او اقتصاد ژبه نه ده ګرځیدلي. تر څو چې پښتو د علم او اقصاد د ډګر ژبه ونه ګرځي، تر هغه به دا ژبه په ګران هیواد کې د میرنې ژبې په توګه له پامه غورځول کیږي.

One thought on “د لوی افغانستان اونيزې سرليکنه: مورنۍ ژبه”
  1. زمونږ ایمانی او ملی دنده ده چی په خپله ژبه خبری وکړو، لیکنی وکړو او خپلو ماشومانو ته پښتو ورزده کړو. له هیچا ګیله نه ده پګار بلکه زمونږ د پښتو ژبی پوهان باید تل یو له بل سره په تماس کی وی ، جرګی وکړی او یو مرکزی دفتر په کابل او نوری شعبی په ولایتونو کی ولری تر څو د ښوونځیو لپاره د ورځی له شرایطو سره سم کتابونه ولیکی . حتمی نه ده چی د هغوی مصارف دولت ورکړی بلکی د دی کار لپاره له هغو شتمنو او بډایه خلکو چی د افغانستان دننه او یا دباندی دی یو معین مقدار مرسته او یا حق العضویت راتول شی . د ترکی پخوانی مشر مصطفی کمال اتاترک د خپلی ژبی د آسانه کولو لپاره زیا پوهان وروزل اوکله چی پوه شو د عربی ژبی الفبا ترکی ژبی لپاره کافی نه دی نو د کار د آسانی لپاره یی له لاتین حروفو نه په لږو تغییراتو سره خپلی الفبا ته بدلون ورکړ . چی د هغه د خدمتونو له برکته نن ټول ترکان باسواده او نژدی 200 میلیونه ترکان له دی الف بی سی نه ګټه اخلی. حتمی نه ده چی خپله عربی الفبا واړو اما یو څه بدلون ته شاید ضرورت وی. مثلا د سر کلیمه کیدای شی د سور یا سیر یا سه ره په شکل ولولو چی د نوی زدهکړو لپاره شاید لږ ګران وی.
    بل داچی د پوهنتون محصلینو ته د درنو او قدرمنو استادانو او پوهانو په همکاری کتابونه او درسی مواد له نورو پرمختللیو ژبو را وژباړی او د هغوی د استفادی لپاره چاپ او تکثیر کړی. تر ټولو مهمه د دولت د مامورینو او څارنوالانو، قاضیانو دنده ده چی رسمی مکتوبونه په پښتو ولیکی اوهغوی ته د نمونی په ډول پښتو مراسلات چاپ او تدریس شی. تذکری او نور دفتری او رسمی سندونه په پښتو ولیکل شی او د 16 ساله 1392 پر ځای د ماشوم د زیږیدو دقیق تاریخ او نیټه ،نوم او کورنۍ نوم ولیکل شی. هلته به زمونږ ژبه رسمی وی . دا ټول کارونه ډیر آسانه دی خو یو جرات او همت غواړی. که مونږ نورو ته وګورو چی دوی به یی راته ولیکی ، دا ناممکن کار دی . دا زمونږ قانونی او ملی حق دی او له خپله حقه باید ګټه او خوند واخلو. بل داچی د امکان تر حده پښتو ژبه ستندرد او معیاری او آسانه کړو.

    البته زما مقصد دا نه دی چی مونږ به د هیواد نوری ژبی نه زده کوو او یا به هغوی له نظره غورځوو خو خپلی ژبی ته خدمت کول پکاردی.

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *