په ۱۸۹۳ کال انګلیسانو د خپلې پالیسۍ (بېل یې کړه ایل یې کړه) او نړیوال سیاست پر بسنټ پښتانه د یوې خیالې کرښې په کش کولو سره وویشل، یو وجود یې دوه ټوټې کړو او یو ملت یې دوه ځایه کړو.

د انګلیس دې خیالي کرښې زمونږ په ذهنونو او ذهنیتونو دومره اغیز وکړو چې ۱۲۱ کاله وروسته هم مونږ د دې خیالي او کرغیړن کرښې له اغیز څخه نه یو آزاد شوي.

انګلیسانو او بیا په دا را وروسته څه باندې شپږو لسیزو کې پنجاب د کرښې په لره غاړه کې دومره شعوري‌ کار کړې چې یو ملت یې له خپل هویت څخه پردی کړی، یول ملت یې له خپل تاریخ څخه بې لارې کړی او یو ملت یې دې ته تیار کړی چې د خپلو حقوقو پر ځای د پنجاب د ګټو ساتونکی او د انګلیس د سیاست پلی کوونکی شي.

۱۲۱ کاله وروسته هم مونږ له ذهني‌ اسارت څخه نه یو آزاد شوي، ۱۲۱ کاله ورسته هم مونږ د دې خیالي کرښې له ځنځیرونو څخه د ځان د خلاصون هڅه کفر ګڼو.

د ډیورنډ له خیالي کرښې سره همغږي د انګلیس له سیاست څخه دملاتړ په مانا ده، هر هغه پښتون افغان چې د ډیورنډ کرښه سمه بولي هغه اوس هم په ذهني توګه د انګلیس غلام دی، هغه د انګلیس د پالیسیو د پلي کولو لپاره له خپل هویت او پیژندکلوۍ څخه تیر شوی، هغه خپل تاریخ پلورلی او د خپلو ملي او وجداني دندو پر ځای د پنجاب سره د اسلامي‌ ورورولۍ د کاذبې رشتې د پاللو هڅه د خپلو حقوقو او مسؤلیتونو څخه د تیښتې د قیمت په ادا کولو کوي، تر ټولو بده خو یې لا دا چې ځینې په دې ویاړي چې د پنجاب سره ځان تړلی وګڼي، د ستر خوشال بابا پر ځای د پونجه زوی جناح ځان ته اتل وګڼي او ویې لمانځي، د پنجابي اسټبلشمنټ او د انګلیس د پاتې شونو شعوري کړنې تر دې حده خطرناکې او له کرکې ډکې دي چې زمونږ یو پوره نسل یې دومره تر اغیز لاندې را وستی چې د ډیورنډ کرښه په ډیرې بې شرمۍ سره د افغانستان د وخت د واکدارانو له لوري د یو ولس پلورنه ګڼي، هلکه دولت به پلورلی تا ولی دا خبره منله؟ ما ولی منله؟ اوس یې څنګه توجیه کولی شی؟ اوس څنګه دا خبره کوې؟

د ډیورنډ کرغیړنه کرښه نه یوازې د افغان ولس په وجود او خاوره د ناسور زخم دی بلکه د یو آزاد او پرتمین ملت په تاریخ یو تور داغ هم دی، په نړۍ کې ډیر داسې ولسونه وه چې په یو نه یو ډول ویشل شوي وه، بیل شوي وه او په څو ټوټو ویشل شوي او یا په نورو ولسونو کې مدغم شوي وه خو ټولو خپل حقوق او ازادۍ تر لاسه کړې، یوازې پښتانه دي چې د مرګ په خوب ویده دي، یوازې مونږ یو چې د کاذبې ورورولۍ څخه مو هر څه قرباني کړي، د پنجاب سره اسلامي ورورولي لمانځو خو له خپل سکني ورور سره په یوه لویشت خاوره د مرګ تر بریده رسیږو.

مونږ دومره فکر نه کوو چې کله خبره د پنجاب د ګټو شي بیا یې پښتون هم ورور دی او هم یې ملک شریک دی، خو کله چې په ښتونخوا کې ستونزې را پیدا شي، د خوراکي توکو کمښت راشي نو بیا ورته پنجاب خپلې پولې بندې کړي، کله مو فکر کړی چې دا ورورولي یوازې د پنجاب تر ګټو تړلې پاته شوې؟ ولې د پښتنو ګټې په ګډ ملک کې خوندي نه دي؟؟؟

ځکه چې پنجاب په شعوري ډول تر اوسه پښتانه د خپل وجود برخه نه ده ګڼلې او نه به یې وګڼي، پنجاب له پښتنو څخه یوازې د انګلیس د ماتو بدل اخلي، پنجاب په سیمه کې د انګلیس د پلانونو د عملي کولو لپاره یوه وسیله ده، پښتانه له بده مرغه د پنجاب او انګلیس په ګډ جال کې دومره بد را ګیر شوي چې که جال پرې کوي نو لومړی ګزار به یې په خپل ورور وي، لومړی قرباني به یې خپل وجود وي او لومړنی ورانی به یې په خپل وطن کې پیښیږي…

کابل مو ځکه وران کړو چې ویل مو سینما ګانې پکې، خو دې ته مو کله پام کړی چې د اسلام په قلعه پاکستان (!) کې څومره سینما ګانې شته؟

د پاکستان په  بېلابېلو ښارونو کې يې نهه سوه او اته شپېته سېنماوې دي، چې لويه برخه يې بربنډ فلمونه خپروي، له کله چې پاکستان جوړ شوی، تر اوسه پورې پکې د دوه زره، يو سل او اته پنځوس سېنماوو رسمي پرانيستنه شوې.

د هغه ځای جګړه ماران دلته راځي او د فحشا مخه نيسي.

د پاکستان په څو لويو ښارونو کې يو سل او پنځه نوي کليساوې ودانې دي، واړه ښارونه پکې نه دي شمېرل شوي.

يوازې په لاهور کې اووه دېرش او په کراچۍ کې دېرشو ته دغه شمېره رسېږي د عيسايانو په وژلو پسې جګړه ماران دلته راځي. زمونږ ګل، ګل هیواد ځکه په اور سوزوي چې دلته بهرنیان پراته دي، خو د جیکب آباد ستره پوځي هډه پاکستان امریکايي ځواکونو ته په کرایه ورکړې….

پښتونه ويښ شه، ټول دښمنان دې درته په یوه مورچل کې ناست دي او په زغرده درسره جنګیږي، ستا تر ټولو ستر دښمن پنجاب دی، ورپسې ستا خپله بې غوري او بې حسي ده، خپلو ګټو ته دې شا کړې خو د نورو د ګټو لپاره ځان هم وژنې، ملګ هم ورانوی، زیان هم ګالی خو ګټه دې نورو ته رسیږي.

د ډیورنډ کرښه چې هیڅ ډول حقوقي او قانوني ارزښت نه لري بیا یې زمونږ شعور دومره اغیزمن کړی سره له دې چې هر وخت دا چغې هم وهو چې مونږ دا کرغیړنه کرښه نه منو خو بیا هم داسې کسان شته چې په جیب کې د پنجاب پیژند پاڼه (شناختي کارډ) ګرځوي او پرې ویاړي، یا یې د شرم پاڼه (په خپل هیواد کې د کډوالۍ پیژند پاڼه یا مهاجر کارډ) په جیب کې پرته وي او یا یې د آزاد وطن په ملي هویت (پاسپورټ) د پنجاب اجازه نامه وهلې او خپلې خاورې ته د بل په اجازه ور روان یو، څه فکر کوئ چې تاریخ او راتلونکي نسلونه به مونږ وبښي؟ هغوی به د خپل ذهني اسارت لامل همدا مونږ او زمونږ په څیر نور مضر احتیاط کاران او د وخت او موسم سره سم سیاسي مبارزین ونه ګني.؟

راځئ خدای ته وګورئ نور له دې مضر احتیاط سره پریکون وکړو، راځئ د خپل ولس او هیواد ګټې تر هر څه لومړۍ او ارزښتمنې وګڼو، راځئ له پنجاب سره د بې کچې او بې ربطه مینې پر ځای له خپل غم ځپلي ولس سره مینه وکړو او د ستر وطن هر دوښمن ته یو لاس، یوه خوله او یو فکر شو، په شعوري او فکري مرکز کې سره راټول شو او د فکري او شعوري ازادۍ داسې بنسټ کیږدو چې نړۍ یو ځل بیا د میروئس او احمدخان بچیانو ته ګوته په غاښ شي.

د هوسا، پر ځان بسیا او خپلواک لوی افغانستان په هیله.

0 thoughts on “د لوی افغانستان اونيزې سرليکنه”
  1. په قلم دي بركت شه ، تول دي رشتيا ويلي دي ، پشتون قوم په دنيا كي يوازنى قوم دئ ، چه خپله ازادي ، خپله خاوره او خپل هر سه يي د تور پنجاب سخه قرباني كري دي ، او د مرگ په خوب بيده دي ، لر اوبريو افعان

ځواب ورکول محمد علي خوستي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *