ګودر کتاب پلورنځى- جلال اباد

دا کتاب د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن صادق الله صادق په لاس کښل شوى دى، دا کتاب ټول ١٤٨ مخه لري، چې د ګودر کتاب خپرنځي لخوا د ٢٢٠٠ ټوکو په شمېر په ښه صحافت له چاپه راوتى دى.

د کتاب بيا کتنه او سمونه د ننګرهار پوهنتون درانه استاد پوهاند محمد بشير دوديال کړې او پر کتاب د ګودر کتاب خپرنځي يو ياددښت هم راغلى دى.

دې کتاب د خپلې لمنې په باغچې کې بېلابېل ګلان کرلي دي، د دې کتاب لومړۍ باغچه د هغه چا لپاره ډېره زياته مهمه ده، کوم چې د لومړنيو زده کړو لپاره چمتووالى نيسي، هغوى کولاى شي چې له دې باغچې څخه بېلابېل ګلان راوشکوي او د ځان او نورو لپاره خوږبويه وږمې جوړې کړي.

په همدې لومړۍ باغچه کې يې د پښتو الفبې ټول توري، د پښتو ځانګړي توري، د تورو د کارونې يا ليکنې ځايونه او ورپسې يې هر تورى او حرف په داسې ساده، روانه او خوږه ژبه تشرېح کړى، چې هر ماشوم، تنکى ځوان او هغه زلمى چې تر دې دمه يې لا د زده کړې خوند نه وي څکلى زده کولاى شي.

د هر توري له تشرېح، د تورو په جملو کې له کارونې وروسته يې د همدې موضوع ځينې هغه لغتونه، چې په لومړيو کې د هر ماشوم او تنکي زلمي پر ژبه سخت تلفظ کېږي، بېل بېل مانا کړي.

او ورسره څنګ کې يې بيا د هر توري له جملو او کارونې وروسته يې زده کوونکو ته د يوې کورنۍ دندې وړانديز کړى او د ښوونکي لپاره يې پکې بېلابېلې يادداښتونه پرېښي دي او په منځ منځ کې ځينې ازموينې د زده کوونکو د استعداد د لوړولو او د زده کوونکو له درس سره د مينې په پار ځاى کړې دي.

زه يې تاسې ته د (ک) توري هغه جملې را اخلم، چې د دې کتاب دوه اويا يم مخ کې ليکل شوې دي:

ک

کتاب

کتاب ښه ملګرى دى.

د اسماني کتابونو نومونه (تورات، زبور، انجيل او قرآن کريم) دي.

د نېکبختۍ د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو مهم څيز د ښه کتاب مطالعه ده.

په کرنه کې برکت دى.

کريم کاکا له کرکيلې سره مينه لري او په خپله ځمکه کې کار کوي.

د ښه کتاب لوستل، زړه ويښ ساتي.

د هر کتاب مطالعه کول ضرور دي.

د ښکار غوښه خوږه وي.

دا هغه جملې وې، چې ښاغلي صادق الله صادق پکې د کاف تورى کارولى دى، د دې کتاب د ليکنې بل کمال دا دى، چې د هر توري لپاره يې يوه موضوع نه ده انتخاب کړې؛ بلکې بېلابېلې خبرې او مرغلرې يې ورته راټولې کړې دي، په دې پار چې زده کوونکى ورسره زړه تنګى نه شي.

بله مهمه خبره دا ده، چې د هر توري لپاره داسې انځورونه پيداکړي، چې په نوم کې د هغه توري راتلل شرط دي او د انځورونو د راتلو لامل يو دا هم دى، چې ماشومان د رسامۍ او انځورونو له هنر سره مينه لري.

××××××

د دې کتاب بله برخه ماشومانو ته د اسلامي او ديني ښوونې موخه ده، چې په دې برخه کې يې هغه مهم او اساسي خبرې راوړې دي، لکه: د ايمان او د اسلام ارکان، چې هر ماشوم يې بايد د تل لپاره په ذهن کې کېنوي.

دا چې دا يوه مسلمانه ټولنه ده، نو پر موږ لازمه، چې خپل لارښود او رهبر او هغه ستر شخصيت وپېژنو، پر چا چې ايمان لرو.

نو د دې کتاب په همدې برخه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم لنډ ژوند ليک او د هغه د څلورو يارانو لنډ ژوندليکونه په ساده الفاظو راغلي دي.

زه ترې تاسې ته همدا د رسول الله صلى الله عليه وسلم لنډ ژوندليک اوروم:

الله تعالى د خپلو بنده ګانو د لارښوونې لپاره ډېر پيغمبران رالېږلي دي، خو په دغه ټولو پيغمبرانو کې غوره پيغمبر محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم دى.

له محمد صلى الله عليه وسلم څخه وروسته بل پيغمبر نه راځي او د اسلام مبارک دين به تر قيامته پورې باقي وي.

د محمد صلى الله عليه وسلم د پلار نوم عبدالله، د مور نوم يې بي بي آمنه، د نيکه نوم يې عبدالمطلب او د قريشو د بني هاشم له کورنۍ څخه دى.

محمد صلى الله عليه وسلم په ٥٧١ ميلادي کال کې د دوشنبې پر ورځ د سهار پر مهال په مکه مکرمه کې پيدا شوى دى.

محمد صلى الله عليه وسلم د خپل عمر په څلوېښت کلنۍ کې د الله تعالى لخوا پر پيغمبرۍ مبعوث شو.

ديارلس کاله يې په مکمه معظمه کې خلک د اسلام پاک دين ته رابلل او هغو ته يې ښه خويونه او نېک کارونه ورښودل.

سره له دې چې په مکه معظمه کې کفارو د محمد صلى الله عليه وسلم د تبليغ مخه نيوله، خو بيا هم د محمد صلى الله عليه وسلم په اراده کې کوم تغير رانغى او خپل دعوت ته يې دوام ورکاوه، تر هغې چې د الله تعالى په امر يې له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ.

لس کاله يې په مدينه منوره کې تېر کړل او خلک يې د اسلام مبارک دين ته رابلل.

او د خپل عمر په درې شپېته (٦٣) کلنۍ کې يې له دنيا څخه رحلت وکړ.

×××××××

ورپسې د زده کړې مينه والو ته بله اساسي او مهمه برخه پيلېږي، چې د پښتو ژبې د ګرامر زده کړه ده، په دې برخه کې د تورو ليکنه يانې د لفظ له مخې ښودل شوې، ورسره څنګه د پښتو ژبې د پينځو ياګانو يادونه هم شوې ده.

د ګرامر برخه کې يې هغه لومړني مفاهيم را اخيستي دي، چې بايد هر زده کوونکى د لومړنيو زده کړو پرمهال زده او په ذهن کې يې کېنوي، لکه: (کلمه يا ويي، نو يا اسم، نومځرى يا ضمير، صفت، فعل، قيد او ادات) په ساده ژبه تشرېح کړې دي.

د پښتو ژبې د زده کړې او د ليکنې پرمهال يو بل تر ټولو مهم څيز، چې بايد هر زده کوونکى کې په خپلې ليکنې کې مراعت او وکاروي، هغه ليکنښې دي، چې په همدې کتاب کې په لنډ ډول تشرېح شوي دي، لکه: ټکى ايښودنه، پوښتن نښه، ندايه، کامه، ټکى کامه يا سيمي کولن، شارحه، کرښۍ، ليندۍ، ليندکۍ او نورې نښې له بېلګو او مثالونو سره توضېح کړي دي.

××××××××

له دې وروسته يې د کتاب بله برخه پيلېږي، چې هغه د روقعو، عرېضو او ليکونو برخه ده، په دې برخه کې د رقعو ليکنه، عرېضو، بلنليکونو، غوښتنليکونو، اعلانونو، رخصت ليکونو، مبارکيو او نورو ليکنو په اړه پوره معلومات، بېلګې او شکلونه ښودل شوي دي، چې بايد په کوم ډول او کو شکل کې وليکل شي.

زه يې تاسې ته د کار غوښتنليک بېلګه لولم:

بسم الله الرحمن الرحيم.

د کار غوښتنليک

عارض: قايل خان قايل د شېر خان زوى

نېټه:١١\٥\١٣٩٣لمريز کال

د پوهنې وزارت، د استخدام محترم رئيس صاحب!

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

   زه چې د نصرت عالي لېسې د دولسم ټولګي فارع التحصيل يم؛ د معلمۍ له درانه مسلک سره د زړه له کومې مينه لرم، نو هيله ده چې ستاسې لخوا په کوم ښوونځي کې د معلمۍ وياړ راوبښل شي.

په درناوي             (لاسليک)

(نوم)

(د مقام امر)

وکتل شو!

د مامورينو مديريت دې، نوموړى د کمبود پر ځاى مقرر کړي!

لاسليک

١٢\٥\١٣٩٣ ل. کال

×××××××

له دې وروسته د کتاب بله برخه پيلېږي، چې د ماشومانو او زده کوونکو لپاره د پند او د عبرت برخه ده، دې برخه کې ليکوال هڅه کړې، چې له پنده ډکې ويناوې او کيسۍ راواخلي.

زه ترې تاسې ته يوه ټوکه د بېلګې په ډول را اخلم:

يو کليوال يوه هوټل ته ننوت او د هوټل شاګرد ته يې وويل: څه مو پاخه کړي؟

د هوټل شاګرد ورته وويل: غوښه، الوګان، مټر، دال نخود او وغيره وغيره… .

کليوال ورته وويل: دا مخکيني يې پرېږده! خو دا وغيره وغيره يې راوړه.

د کتاب په پاى کې د افغانستان ملي سرود ته ځاى ورکړى دى او د هغه کتابونو يادونه يې هم کړې، له کومو کتابونه چې ده پکې استفاده کړې ده.

ياده دې وي، چې له ګودر کتاب پلورنځي څخه تر دې مخکې هم د ليک او لوست اسانه زده کړه لومړى ټوک د ښاغلي پوهيالي سيد اضغر هاشمي لخوا ليکل شوى او چاپ شوى او دا راز ګودر کتاب خپرنځى په سيمه کې د ډېرو نورو کتابونو د چاپ وياړ لري.

په درنښت

One thought on “د ليک لوست اسانه زده کړه کتاب چاپ شو”
  1. سلامونه او نیکي هیلی می ومني
    زه په فرانسه کي ژوند کوم دلته زما ملګری فرانسویان غواړي پښتو زده کړی تر حده می ور سره مرسته کړي خو د لیک برخه کي ستونزي شته
    غواړم دا کتاب تر لاسه کړم ایا کولای شم انلاین یی واخلم که هو نو ادرس لینک یی راته ولیږي منندوی به مو یم

ځواب ورکول عبیدالله ناصری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *