حکمتیار

مقدمې ته اړتيا نشته، زما په اند حزب اسلامي نه، خو انجنير ګلبدين حکمتيار د دې منلو ته نه دى چمتو چې ګوند یې له حزب اسلامي مخکې دې چا په افغانستان کې اسلامي مبارزه کړې وي، هغه په دې ټينګ ولاړ دى چې حزب اسلامي د افغانستان د اسلامي بيدارۍ لومړى ګوند او منظم خوځښت دى.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری يې ورسره نه مني، او حتى په بنياد کې يې ورسره اختلاف لري، په دې اړوند د هغه په مخالفت کوونکو کې به داسې څوک هم پيدا کړو، چې د عمر په نسبت انجنير صيب هغوى ته د زوى يا لمسي ځاى لري، او که په خپل وخت کې يې پوهه پرتله کړو، نو انجنير صاحب به يې د شاګردانو د شاګرد ځاى ونيسي.

نه يوازې دا بلکې دا هم يوه ستره اختلافي موضوع ده چې د خوځښت پيل چا وکړ، پنځوونکي يې څوک، بيا پر مخ چا بوت؟ دغه راز ښاغلى انجنير صاحب په کوم بنياد حزب اسلامي د جوانان مسلمان ميراث خور بولي؟

دغه لانجې د کمونست رژيم له حاکمېدو دمخه دي، وروسته چي د جهادي تنظيمونو مشران پاکستان ته مهاجر شوي، او ګوندبازۍ پيل شوي، نو يو بل اختلاف زېږېدلى دى، حزب اسلامي وايي چې هغوى د جهاد د پيل تاج پر سر لري، خو نورو ورسره نه ده منلې، انجنير حکمتيار وايي چې زه لومړى مشر يم، خو د نورو تنظيمونو مشران او غړي يې ورسره نه مني.

خو که سترګې پټې کړو، په زړه ډبره کېږدو، دغه موضوع ونه شاربو چې څوک په حقه دى او څوک په ناحقه، او دا ومنو، يا فرض کړو چې حزب اسلامي په خپله خبره کې صادق دى، نو دا بيا د بشپړ پياوړي سيستم سره سره، په فکري لحاظ يو پاشلى تنظيم بللى شو، داسې يو ګوند چې غړي يې هيڅکله يو فکر ته معتقد نه وو، داسې يو ګوند چې مشر يې هېڅکله هم نه دى توانيدلى چې خپل پيروان په يو صف کې راغونډ کړي، او داسې يوه ډله چې د افرادو په لحاظ ډله ده، خو د موخو په لحاظ بيا هم سره بېل بېل دي.

دا ځکه چې د پيدا کېدو له ورځې د اختلافاتو ښکار، او د شړيدلو سره مخ شوى دى، که جوانان مسلمان د حزب اسلامي مور وبولو نو د مبارزې د پيل راهيسې دغه ګوند د انحصار طلبانو په لاس کې و، انجنير حکمتيار په خپل  يو کتاب (اسلامي نهضت د نادري کورنۍ له راوستو د روسانو تر ايستو) کې وايي (د مرحوم نيازى د جنازې د رارسېدو په وخت كې د كابل هوايي ډګر د يوې داسې سترې غونډې شاهد و چي مثال يې نه مخكې ليدل شوى و او نه وروسته او سبا ته د فارياب په لورې د ده د جنازې د لېږلو مراسم هومره شانداره و چي مثال ې نشو په ګوته كولى.

د همدې مراسمو په دوران كې يوه خاصه خبره د يادولو وړګنم: له وروستيو ليكو نه څوك په منډه راغى او په وارخطا لهجه يې راته وويل: مجددي له خپل موټر نه راكوز شو او غواړي په لاريون كې داخل شي، له هغه سره څه وكړو؟ ما ورته وويل: په لاريون كي د برخې اخيستو اجازه مه وركوئ او ورته ووايئ چي زموږ او ستاسو لار بېله ده، ورغى، هغه ته يې دا خبره وكړه. او په همدې سره خپل موټر ته وخوت او په خپله مخه ولاړ).

په همدې کتاب کې د (د اسلامي نهضت قيادت او د مشر ورور عبد الرحيم نيازي فراق) تر عنوان لاندې بيا د صبغة الله مجددي، برهان الدين رباني، انجنير احمدشاه او څو نورو سره د يوې غونډې يادونه کوي، او د هغوى څخه په دې توګه مشروطه مرسته غواړي چې وايي (دا ځوانان نه تجربه لري او نه كافى ديني پوهه، دوى لارښودنې ته ضرورت لري. خو موږ د ملګرتيا دوه شرطونه لرو….)،او په همدې ناسته کې چې مجددي يوه مشوره ورکوي نو ښاغلى حکمتيار يې ردوي، خو د بند پر مهال بيا د مجددي مشوره احساسوي، دا بيا ډېر ناوخته وي، او کېداى شي چې بيا انجنير صيب په خپل جذباتي طبعيت ملامتي هم ويلي وي.

حتى په جنازه کې د مجددي نه پريښودل که په هر دليل وي، او د مشورې نه منل، يا لږ تر لږه په اړه يې بحث ته مجال نه پريښودل که ريښتيا شوي وي، نو د همدې معنى لري چې ښاغلى حکمتيار د سر د پاسه سر نه مني، کېداى شي هغه د مجددي د نفوذ څخه وېره درلوده ځکه يې په جنازه کې نه پريښود، او مشوره يې چې نه ده منلې، دا د دې معنى لري چې ما لومړى د خپل مشر په توګه ومنئ، بيا به ګورو، کنه په جنازه کې ګډون خو د هر چا حق و.

زه بيا وايم دا به هغه مهال وي چې د حکمتيار دغه څرګندونې ومنو، کنه په هغه هاى هو، هجوم او دکابل د ښار په څېر ځاى کې د مجددي په څېر يو بانفوذه شخص هېچا هم په جنازه کې د ګډون څخه نه شو منع کولاى.

بيا کله چې په پاکستان کې مشران او مجاهدين سره راټوليږي نو هم يوازې حزب اسلامي د ګڼو ستونزو سره مخ کيږي، ځکه همدا ګوند دى چې درز پکې پيدا شوې، بيا پکې بل پيدا شوې، د وخت په تېرېدو سره بيا درزيدېلى، چاوديدلى او حتى دې اوسني حالت ته رارسيدلى دى.

برهاني الدين رباني، مولوي محمد يونس خالص، مولوي محمد نبي محمدي، او داسې نورو ډلې يې نه مني، خو حزب وايي چې دا له دوى څخه جلا شوي تنظيمونه دي.

وروسته له دې ګوند څخه د قاضي محمد امين وقاد په مشرۍ يو بل ګوند جلا شوى دى، او په خپل وخت کې نژدې وه چې مطرح هم شي، ځکه چې د شمشتو په کمپ کې د انجنير ګلبدين د مهاجر کمپ سره چې په نصرت مېنه ياديده، قاضي امين هم يو کمپ جوړ کړى و، او يو وخت پکې مهاجرو ژوند کاوه خو قاضي امين د چوکۍ طلبه خوى له کبله ونه توانيد خپل ګوند پر مخ بوځي.

له همدې ګوند څخه د جهاد پر مهال او وروسته بيا د تنظيمي جګړو پر مهال وخت په وخت قوماندان جلا شوي، او نورو ګوندونو ته اوښتي دي.

د طالبانو له راڅرګنديدو پس هم د حزب ملګرو او قوماندانانو دغه تنظيم پريښود او د طالبانو په ليکو کې منظم شول، دا داسې وخت و، چې په حالاتو خبرو خلکو د مخالفت ميدان نه نيوه، يا د طالبانو ملګري کيدل او يا غلي کېناستل، يوازې هغه کسان جنګيدل چې د پرديو ملاتړ يې درلود، حزب اسلامي هغه وخت ايران ته ولېږدېد کله يې چې په چهار اسيا کې  ماتې وخوړه.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال حزب د يو کمزوري جلا وطن ګوند حيثيت درلود، ځکه چې نه يې د طالبانو د خوځښت ملګرتيا کوله او نه د مخالفينو، په داخل کې يې هېڅ خوځښت نه محسوسېده، مرکې او بيانيې يې ورکولې، او په ځينو غونډو کې يې استازو ګډون کاوه، خو مثبته پايله يې نه درلوده.

د طالبانو په وړاندې د خپلو ځينو غوښتنو څخه د نه تېرېدو له کبله دغه ګوند نور هم ضعيف شو، غړو يې محسوس کړه، چې نور سر نه شي پورته کولاى، له يوې خوا يې پاليسۍ او سياستونه زاړه دي، او له بلې خوا يې مشر د نورو ګوندونو د مشرانو په څېر په دې نه پوهيږي چې ځان فعال ژوندى وساتي، د يو ګوند د مشر په حيث يې شتون ثابت دى، خو کار امد نه، له همدې امله يوازې په بيلا بيلو سيمو کې څو تنه استازي، او په شمشتو کې هغه مهاجر کمپ ورپاتې و، چې اوسيدونکي يې يا د بې وزلۍ او يا شخصي ګټو له کبله ترې نه بې ځايه کېدل.

د دې چانس و چې محترم حکمتيار يو ځل بيا له لاسه ورکړى نفوذ تر لاسه، او خلک پر ځان راغونډ کړي، دا هغه مهال چې امريکا افغانستان ته ګواښېده، خو په دې شرط چې حکمتيار صيب کندهار ته پر ايران ترجيح ورکړې واى، او د ملا محمد عمر په مشرۍ د اسلامي حرکت سره يو ځاى شوى واى، خو د ده لپاره له بده مرغه او د طالبانو لپاره له نېکه مرغه چې دا کار ونه شو، که چرته ښاغلى حکمتيار په اسلامي امارت کې تنظيم شوې واى نو لرې نه وه چې اوس به يې د افغانستان د خلکو، روان جهاد او نړيوالو لپاره که د ملا محمد عمر په څېر اهميت نه درلود نو په دوهمه درجه کې خو به يې درلود، اوس به داسې نه واى چې د څلور دېرشو ولايتونو له منځه به يې يوازې په څلورو ولايتونو کې څو په شمار ملګري او پلويان درلودل، بلکه اوس به يې په اسلامي امارت کې د اپوزيوسيون ځاى نيولى واى.

دا به د ښاغلي حکمتيار د ناسم سياست، کږو پاليسيو، بې ګټې دريځ او ديکتاتوري خوى نتيجه وي چې د افغانستان د اشغال پر مهال يې د سنګر ملګري د اشغالګرو ملګري شول.

عبد الهادي ارغنديوال د حزب اسلامي مشر، وحيد الله سباوون د متحد اسلامي حزب مشر، خالد فاروقي د يو بل حزب اسلامي مشر، او دا دى د دولسو کلونو په تېرېدو سره د حکمتيار صيب نژدى ملګرى او د سياسي کميټې پخوانى مشر انجنير قطب الدين هلال ځان ولسمشرۍ ته کانديدوي.

که په ښکته کچه د مجاهدينو خبرې واورېدل شي نو ډېرې يې پخوا هم د حزب اسلامي سره پر يو ځاى کېدو پښيمانه دي، دا په داسې حال کې ده چې د استاد محمد زمان مزمل په څېر وتلې څېره هم له حزب اسلامي څخه په نالان ده، هغه مزمل چې يو وخت يې د حزب لپاره سر په لاس کې ګرځاوه.

ما اوريدلي چې د لړمې بچي د زېږون پر مهال خپله مور خوري، مور يې له منځه ځي، خو ګڼ شمېر بچي ترې پيدا کيږي، دا به يا سمه وي يا نه، خو داسې ښکاري چې حزب اسلامي په همدې برخليک اخته کېدونکى دى، تر اوسه پورې د حزب برجسته برجسته غړي د نورو ګوندونو سره يو ځاى شوي، او يا يې په ازاد حيثيت د حامد کرزي په مشرۍ د اوسني حکومت سره ځان نښلولى دى، کوم چې حکمتيار ګوډاګى بولي.

يوازې څه چې حزب ته ورپاتې دي، هغه خپله د ښاغلي حکمتيار شخصيت دى، خو نه ده معلومه که خداى مه کا هغه په منځ کې نه وي، نو ګوند به د صلاح الدين حکمتيار لاس ته غورځيږي او که د حبيب الرحمن حکمتيار، او يا د هغه پرکټي فيروز حکمتيار ته؟

چې د مشر په شتون کې يې د ګوند غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره په يو او بل لور روان دي، نو د نه شتون په صورت کې خو ډېره ستونزمنه ده، چې سره دې په يو راغونډ شي.

———————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

16 thoughts on “د لړمې برخليک/ مجاهد پښتون”
  1. دحزب غټ مشکل دادی چی ترزان ی پورته سړی ندی خوش نوکه ته بل کشته کوی خدای تاکشته کوی اوکه ته بل پورته کوی خدای تاپورته کوی

  2. ka Hekmatyar laka Rabani ghundy pa Kabul ke da kufar ghulami manale way, nan ba pa Afghanistan ke yaw matrah kas wa,
    Hekmatyar os ham deer khalk lari oss ham pa lakono tarafdar lari.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي حکمتيار صيب نوم د افغانستان د تاريخ يو په سروزرو ليکل شوی نوم، سربېره پردې چې د مجاهدينو د کابل په کارته واکمني کې په تنظيمي جګړو کې ښکېل شو، چې پړه يې په ۸ـګانه او ۷ـګانه ورلوېږي، خو حکمتيار له سياسي چلنده تل د ملت په ګټه سياسي پرېکړې کړې دي، چې د نظار شورا د ظلم په مقابل کې ودرېد او مبارزه يې وکړه، له هزاره او اوزبک سره يې د جګړې د توازن لپاره د همآهنګي شورا رامنځ ته کړه، چې د طالبانو په ګټه د چار آسياب څخه شاته کېدل هم يو ډېر ښه سنجول شوی جنګي تکتيک وو او بیا صدراعظمي نه وروسته ايران ته يې تګ د آي اس آی او پاکستان سره کرکه ښيي او د امريکايي يرغل پر ضد يې دريځ هم د تاريخي رسالت دی او له ايران سرګم کېدل يې د پارتيزني ژوند لويه برخه ده، چې له ايران سره يې کرکه هم څرګندوي!
    کېدی شي ډېر اسلامي ګونديزې څانګې د نويو احزابو په چوکاټ کې رامنځ ته شوې وي، نو دا هم د حکمتيار سياسي تکتيک او د رهبري درايت ته ښودنه کوي، چې دومره قوي کدرونه يې په اسلامي حزب کې روزلي دي، چې هر يو يې نن د يو ګوند رهبر دی، نو په دې کې هم د حکمتيار حکمت دی.
    حکمتيار اوس ۶۶ کلن دی، مګر بيا هم د افغانستان په سياسي ژوند کې يو مطرح شخصيت دی، نو که مطرح شخصيت نه وی، نو تاسو به هم خپله دغه تبليغي ليکنه نه ليکلی! ځکه وايي چې مېړني دي چې يادېږي او يا داچې هوښيار دي، چې په ټولنه کې محسوس کېږي. د حکمتيار رسالت او درايت په دې کې دی، چې دا دي لږ تر لږه ۵۰ کاله کېږي، چې د حکمتيار پر ضد ليکنې کېږي، تبليغات کېږي، د افغانستان، ايران او پاکستان استخبارتي يې وينې ته تږي دي! د روسيې او امريکا پر ضد د جهاد رهبر دی، چې هم يې په برېژنف او ګورباچف خوب حرام کړی وو او هم يې جورج بوش او هم اوباما په لېونتوب آخته کړي دي!
    د امريکايي يرغل په ترڅ کې حکمتيار ډېر مجاهدين وژغورل، چې د افغانستان او بهرنيو بېلابېلو سيمو ته ولېږدول شي، د اوساما په ژغورلو کې هم حکمتيآر خپل رول لوبولی دی او په شمال کې د جهادي هستو فعالول او د ۲۰۰۱ کال په ناخوالو کې د يو شمېر طالبانو ساتل هم د حکمتيار هڅې دي، چې بايد له پامه وا نه اچول شي.
    د حمکتيار ذکاوت په دې کې دی، چې هم يې ګوند فعاله ساتلی دی، هم يې د کرزي په حکومت کې خپل کدرونه ځای پر ځای کړي دي او هم د جهاد رهبري کړي او هم په علمي ډګر کې ځينې ډېرې ګټورې ليکنې کوي، نو د دغه ټولو فکتورونو په پام کې نيولو سره ويلی شو، چې د اسلامي خوځښتونو اصيل قيادت او دجهاد رسالت حکمتيار صيب پر ځای کړی دی او خدای دې نور عمر هم ورپه برخه کړي، ځکه د اسلامي نړۍ لپاره يو ډېر مؤثر او پوه رهبر دی او له امريکايي يرغله د افغانستان د خپلواکي ورځ هم په خپلو سترګو وويني!.
    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين
    ملا ميوند آخوند

  4. اوس که هر څوک هرڅه وای خود نړی په مطبو عاتو کی ولیکل شو چه حزب اسلامی دجمعیت اسلامی دتنظیم یوبخش یابرخه شوه.

  5. کرزی دکوم یوه گوندمشر وء چه دوولس کاله یی حکمومت وکولو او مسعود دکوم گوند مشر وء چه دپنجشیر له هریوه کور نه یو دریاست جمهوری کاندید او یو والی او هم یو جنرال دی . هر چا چه بادار درلوده مزیی کوی چا چه نه در لود نوم به یی دتور لست کی دملا محمد عمر نه مخکی وی . داددی دنیا دستور دی. وسلام

  6. دعقیدی اوچوکۍ ترمینځ فرق ترځمکی اوآسمانه پوری رسیږی،
    که عقیده درسته وای نو دروسانو دوتلو وروسته باید یوافغان هم مړ شوی نه وای،
    دروسانو دوتلو څخه وروسته تر نن تاریخه پوری چه کوم افغانان مړه او شهیدان شویدی اوهم مو وطن په کنډواله بدل شویدی، نو اوس باید پدی فکر وکړو چه ددغه غمونو، بدبختیو، مړو اوشهیدانو مسولیت دچا دی.

  7. د حزب اسلامی په افغانستان کښی د ژر حکومت
    لاره او موخه نشته بی ځایه مه سوځیژی

    په مصر کښی یی حالات خراب شوی

    د اردغان هم پنځه ورځی کیژی حالت ډیر خړ پړ ده

    په سوریه کښی هم له ناتاره وشړل شول

    په افغانستان کښی د ملا تاتی پالیسی ته اړ دی

    لوی مرضونه تر وارپخوا فتوا ګانی
    او په بی تجربه جذباتی کسان یی په مجالیسو کښی ددی پر خای چه ووای

    حضرت محمدص داسی فرمایلی یا الله ج داسی فرمایلی

    هغوی په پوره بی فکری سره وایی

    داکتر قرضاوی داسی وای
    حسن البنا داسی وای
    مولانا معدودی داسی وایی

    دا فکر نه کوی چه زه په افغانستان کښی ناست یم

    او که څه ه زه ښه خبره کوم یا ه بیرته حدیث یا ایت ترجه کوم
    ولی له دغه ادرسه د دین د اساسی خبره اول زما په مغزو بده لګیژی
    د مدرسی سخت حنیفی مولوی صاحب لپاره خو دا خبره تیااااااااار د ټوپک ډز ده

    ځکه داسی خلک ډیر کم دی د خبری پای ته وګوری چه اخیر ته څه وای
    خو شروع ته خدای د هر سړی پام وی

    نو همدقه ده چه حزبی په افغانستان کښی د عقیدی او اسلامی لحاظه ورته په مشکوکه سترګه کتل کیژی

    که څه هم نسبت ټولو تنظیمونو ته د حزب اسلامی رښتنی کسانو کښی د مسلمانی نښی نشانی زیاتی لیدل کیږی

    او اکثره ه د تند واو اساسی اسلام خوښونکی دی

    خو بد بختانه بد بختانه

    د محیط او چاپیریال مطالعه نکوی او بس په مجلس کښی به د قرضاوی له ادرسه ۲۰ ساعته مسلسل در لګیا وی

    دا چه د داکتر قرضاوی او نورو موسیسینو لینکی یو څه فلسفی انداز لری
    یو معلم یا هغه کس چه زیات علمی معلومات ونلری د داکتر صاحب قرضاوی د کتاب د طالعی څخه
    عجیب ځان ډیر پوه متقی او پر هیز ګاره احساسوی او د یو شمیر دلایلو په زده کولو سره یوه اندازه خاص
    مغروریت پکښی پیدا شی لکه جناب شیخ ساف خان او فکر کوی زا سره ناست په مقابل کښی کسان اصلا یا
    خو جاهلان دی او یا کیدای شی زا سره په پوهه کښی یو څه برابر وی ، هو د بی سواده فلسفیانو همدا مشکل
    طبعی امر ده خو که خپلو دغو اشتباهاتو ته متوجی شی او درک کړی چا دا افغانی ټوله ده عربی یا مصری
    یهودی ټولنه نده دلته خلک د قرانکریم له ادرسه او د محمدص او د څلورو امامانو خصوصا د امام اعظم
    صاحب له ادرسه که خبری کوی نو که څوک پری غو ږ ونه نیسی نو بده خو پری هیڅ کله نه لګیږی

    نو کوم حزبیان وروڼو زما نظر لوستی وس خدای د وکړی اوس ما هم ترور نکړی بلکه زما له نظره سره
    لږ خپلو کسانو ته متوجی شی او د اصلاح کوشش یی وشی نو به ستاسی مشکل حل شی

  8. څوک چه له پخوادبهرنیونه ونډونه ترلاسه کړي وي،دوهم وڼډ نوروته رسیږي،ځکه یاغي، باغي بهرله هیواده خپلې دالرې مصرفوی.خوکله کله یوه نغمه هم خپروي

  9. زما په خپله د افراطیت نه بد راڅي که چپ وی او که ښی اړخ خو جې زما په یاد دي ډیر کلونه مي د راډیو افعانستان له لاري د باختر اژانس په حواله د حکمتیار نوم اوریدلای په هر خبري سرویس کې به پوره نیم ساعت د هغه وخت پر حکومت د حملوپړه د ده پر غاړه وه. « د ګلبدین حکمتیار د افراطی ډلی پورط تړلو کسانو». دا جمله مې تر اوسه هم په ذهن کې پاتي ده . هغه وخت دي غاړی خلکو حزبونه چنداني نه پژندل او نه دا نور تنظیمي مشران یوازي د « ګلبدین » نوم وه چې په اوریدو به یې د خلکو غونی زیږ شو. نو که بد دي خو ټول بد دي او که ښه دی خو تول به ښه وی دده شرایطو ته هم باید جې لاره هواره شي او یو ځل د حکومت کولو چانس ورکړ شی. اوسنی حکومت خو هسی هم د حزب اسلامي د کدرونو په لاس کې دی

  10. دابه لا کوم شرم وای چې حکمتیار دملا عمر تر مشري ؟ لاندي راغلی وای حال داچې هغه خپل نوم نه شي لیکلای او درییمه ورځ خپله له نصیرالله بابر سره کوټي ته روان و او حکمتیار به هم ورسره یا روان و یا ای ایس ای سره به بندي و ، نو ایران کې پاته کیدل ورته سم و.

  11. ګرانه وروره یاغی ستاسره زه موافق نه یم ځکه چی که حکمتیار صاحب په لکونو طرفداران لری نو بیا ولی پټ دی باید میدان ته راووزی او د هیواد لپاره خدمت وکړی.
    او ستاسو په وینا چی حکمتیار د کفارو غلامی نکوی کنه اوس به یو مطرح کس وایی زما سوال دادی ددغه کفارو د مخه نوموړی کله میدان ته راته چی په هغه وخت کی خو په افغانستان کی مسلمانان افغانان وه، که څه ‌طالبان او یا مخالفه ډله وه خو په هغه وخت کی هم ښاغلی په منډو وو.

  12. زما بیطرفه معلومات دادي چې حکمتیار او دده ځوانو ملګرو عملي مبارزه کوله او ربانی او د پوهنتون ځینو نورو استادانو پټې ناستې کولې او موقع ته منتظر وو.
    عملي جهاد هم په کنړ کې کشمیر خان او سباوون چې د حزب غړي وو د ۱۳۵۷ په جوزا کې پیل کړ. که څه هم تر دغه د مخه حقاني صاحب په زیړوک کې یو سمبولیک ډز کړی و چې د جهاد د اعلان په مانا و خو هغه وخت دوی او حکمتیار سره بیل نه وو.
    د روسانو په وتلو کې د حکمتیار او حزب اسلامی رول لومړی و. امریکایانو به ویل چې که موږ حکمتیار ته مرستې کمې کړو او پر ځای یې په اصطلاح میانه رو تنظیمونه پیاوړي کړو، خو چې بررسي به یې وکړه نو خپلو مشرانو ته به یې ګزارش ورکړ چې د حکمتیار کسان روسان وژني او ظاهر شاه په ایټالیا کې پاسته خوري. د پیریانو جګړې کتاب وګورئ. (که څه هم زه د ظاهر شاه دوره د یوې ښې دورې په توګه خوښوم چې قانون پکې حاکم و او هر افغان فرد ځان امن کې احساسوه، خو د جهاد په وخت کې هغه زوړ شوی و او جنګ ته ځوانان پکار وو).
    د داخلي اختلافاتو اساس ربانی ایښی دی. تاسو د خالص، مولوي محمد نبي او حقاني په لاسونو لیکل شوې وړې رسالې وګورئ. هر یوه دا تایید کړې چې حکمتیار د خالص، محمد نبي او سیاف مشریو ته زمینه ځکه جوړه کړه او پخپله یې ومنلې چې رباني جهاد په قوم جنګۍ بدل نکړي. خو رباني به له اتحاد نه تښتیده او حکمتیار به مجبوریده چې خپل حزب وساتي. البته دې په ځان له حده ډیر باور له مخې پدې باور وو چې تر نورو یې وړتیا ډیره ده، خو دا چې نور مشران ترې په عمر کې پاخه وو هغوی دې نه مخکې کاوه. البته نور فکټورونه به هم وي. زه د حکمتیار بې حده ځان باوري نه تاییدوم او ښه به وای چې که په ده کې د سازش استعداد لږ زیات وای.
    د روسانو تر وتلو وروسته امریکا حاضره شوی وي چې حزب اسلامی ته موقع او مرسته ورکړي چې د کابل حکومت سقوط او یو داسې حکومت جوړ کړي چې برخه حکومت له حکمتیار او نظامي (په پټ ډول) له امریکا سره وي. خو حزب اسلامي د الجزایر، مصر، ترکیې او نورو هیوادونو تجربو او د امریکا استعماري پلانونو ته په پام کولو سره دې ته حاضر نه شول چې په مشروطه ازادۍ پس له هغه له امریکا سره معامله وکړي چې ملت یو نیم میلیون قرباني ورکړي وه. بیا نو د امریکا په قومانده د سیاف له لارې د سعودي غربستان او پاکستان استخباراتو له حزب څخه د مزمل په شان د کارتکړه کادرونه پدې بانه تیر ایستل چې حکمتیار د روس سره وران و اوس له امریکا سره هم وران شو، د بري چانس نلري نو ترې راووزئ. هغوی سیاف ته متمایل شول خو سیاف هغسې په سپیره میدان پریښودل چې اوس پخپله هم پښیمان دي. سیاف تل د امریکا او رباني تابع و، دی او وي به او د ټولو افغانانو د اتحاد په مخکې لوی خنډ دی.
    حکمتیار له ټولې (په اصطلاح) سرزورۍ سره هم د ملګرو ملتونو پلان منلی و چې بیطرفه حکومت تر نجیب وروسته جوړ او په ۶ میاشتو کې ټاکنې وشي خو بیا هم رباني او مسعود کودتاه وکړه او ملت یې په داسې وخت کې بیا له شا نه په ذهرجنه توره وواهه چې نور د خوځیدو نه و. بیا هم حکمتیار و چې مقابله یې وکړه که نه و نو اوس به په (خراسان بزرګ) کې اوسیدو. ډیرو افغانانو هغه وخت له ډیرو رهبرانو سره وکتل چې د حزب اسلامي ملګرتوب وکړي ځکه د پرچمیانو او جمیعت مقابله چې تر ټولو درنه وسله لاس ته ورغلی وه یوازې په حکمتیار نه کیده خو د زیاترو پلان داو چې پریږده حزب به د جمیعت په مقابل کې کمزوری شي، په مقابل کې به جمیعت هم کمزوری شي.
    په پای کې د مولوي خالص د فکري نبوغ او د خالص او محمد نبي او تر یو حده د حزب په شمول د نورو تنظیمونوله مجاهدینو د طالبانو تحریک راووت او د ټولو ستونزو او پس مانیو سره سره یې یوه لویه میړانه وکړه چې مسعود یې وشاړه او ملک یې له تجزیې بچ کړ.
    په دیرو زیاتو برخو خصوصا شمال کې د حزب قوماندانانو له طالبانو سره حیاتي مرستې وکړې، خو طالبانو هم د مسعود او حکمتیار او خلقیانو او عبدالرحمن خان غوندې دا مفکوره لرله چې باید یو قوت پر دولت حاکم وي، د چا د منلو زغم یې نه لره، اوس یې هم نلري. حکمتیار خو لا څه کوې چې خالص او محمد نبي ته یې هم دوه توته ارزښت نه ورکاوه او اوس يې چا ته نه ورکوي. شعار یې واضح دی: له ملا عمر سره بیعت وکړئ که نه وي مقابلې ته تیار اوسه؟؟؟ دا زموږ عمومي برمرغي ده چې زغم او د بل حتی د خپل ورور تحمل نلرو.
    د حزب ځینو غړو به دا فکر کړی وي چې تر دغومره دسیسو او ضربو وروسته که د سازش او نرمۍ لار خپله کړي او د سوله ایزې مبارزې له لارې مخکې ولاړ شي ښه به وي، خو ما هیڅکله له یوه څخه هم د خپل مشر بد ندي اوریدلی. د دوی زیاتره اوس په کابل حکومت کې سوله ایزه مبارزه کوي. له امریکا او ناټو سره درګیر ندي خو ورسره هم ندي. د نورو مظلومو افغانانو په شان شپې ورځې تیروي.
    امریکا تر روس هم ظالمه راوخته. هغه پښتانه (حکمتیار، محمد نبي، خالص، عبدالحق، طالبان او نور) یې په وچ زور جنګ ته مجبور کړل چې د ده تر ټولو ستر دښمن (روس) یې په شرم ناک ډول مات کړی و. د بون په استعماري پروسه کې یې هر څه غیر پښتنو ته ورکړل که نه کولی یې شول سباوون، ارغندیوال او متوکل هم بونه ته وغواړي، چې د حکمتیار او ملا عمر سره د روغې ـ جوړې څه لار پاتې شوی وای، خو امریکا په پوره بدمعاشۍ هلته فیصله وکړه چې نظام نظار شورا او اقلیتونو ته ورکوي، د پښتون جنګي پوټنشیب ماتوي او له پښتنو څخه یو څو متقاعد له غربه راولي. هغه متقاعدین غریبان یې هم په کرزي ډیر ژر وشړل او حکومت د نظار شورا جمیعتي (فهیم، بسم الله، …..) او شعله یی (کرزی خیلو، ضرار، سپنتا، مشاهد) او نورو ته پاتی شو، چې نه اصلاح غواړي نه سوله او نه افغانستان. دوی د فساد او غلامۍ یوه مافیا ده او خدای پوهیږي چې ملت به ترې کله خلاص شي.
    هیله ده تر لیکنو مخکې لږ تاریخ ولولو او ځان ترې خبر کړو. له بلې خوا د مسعود او کارمل جنایتونه دومره ډیر دي چې زر کاله پرې تبصره کیدای شي، نو راځئ د خپلو خلکو له تخریبه چې له ټولو اشتباهاتو او کمزوریو به کم تر کمه واحد افغانستان غواړي، لاس واخلو!!!

  13. شو
    مونږ نه پوهیږو یو خواته حزب اسلامی غړی خیلاف دحکومت دی اوبل خوا شامیل د حکومت دی اوکه په ګوندونو شی دا بی ګونده څه ب

  14. ښآغلی احمد صمیم الله ج دي اجر درکړي ډير په زړه پوري معلومات وه او همدا ځواب کفایت کوي.

  15. دحزب اسلامی سیا ست له هغی ورځی نا کام دی چی له هغی ورځی حکمتیار مشر ټاکل شو وی والسلام دا ولی ځکه چی حکمتیار له مشوری منکر دی او دی دهیچا مشوره نه منی او دا دقران فیصله دی چی مسلمان با ید مشو ره وکړی او فه اکثره فیصله عمل وکړی ۰ دتاون فشاور کورونه یی زومانو ته تقسیم کړل سیا سی مشاور یی داکتر غیرت دی چی مړ یی کړی داسلام اباد له نما یندګی والله که بدل کړی بل یی ایران کی موږ به شمشتو کی فا فړ خر څوو خدای ج ددوی تباه کړی

ځواب ورکول پښتنه اصیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *