جګړه د لښکرګاه په دروازو کي ده، په مخامخ جګړه کي دولت ناکامه دی، هره ورځ سيمي ور پرېږدي. طالبان دومره زيات ندي، طالبان په ټوله هلمند کي يوازي ۱۷ سرې قطعې لري، هره قطعه يې تر سلو زيات ندي، طالبان چي کله يوه سيمه نيسي، درې ډلي پدې ډول کار کوي:

لومړی ډله:

صقه
سره قطعه ده، دوربين لرونکي وسلې لري، هر يو يې ځانمرګی دی، په ډېر سخت جنګ سره سيمه نيسي او مخته روان دي.

دوهمه ډله:


دا ډله تصفيه کوونکي ډله ده، ماهرين خلک دي، راځي او سيمه تصفيه کوي، پوستې سوځي، دولتي مهمات د ځان سره وړي او ټوله سيمه تصفيه کوي.


درېيمه ډله:


دا ډله ساتونکې ډله ده، هره سيمه چي تصفيه سي، بيا يې دوی يوازي ساتي، دا ډله کمه ده او د جګړې خلک هم ندي.
اوسمهال د شمالي ولسواليو ټول جنګي طالبان جنوبي ولسواليو ته راغلي دي، په ډېر شدت سره جنګېږي، په شمالي ولسواليو کي يوازي کم شمېر ساتونکي طالبان پاته دي.


نو ددې لپاره چي د لښکرګاه او جنوبي ولسواليو محاصره ماته سي، دولت بايد د تکتيکي شاتګ پر ځای تکتيکي پرمختګ وکړي، د موسي کلا، نوزاد او زينداور لپاره دي کمونډويان واستوي په هري ولسوالۍ کي دي ۱۰۰ نفره کښته کړي، په ډېر کم وخت کي شمالي ولسوالۍ نيول کېدای سي، هلته اوس ماينونه هم نسته، ټوله سيمه پاکه ده، طالبان هم نسته، کله چي دوی په هغو ولسواليو کي ځای پر ځای سول طالبان د جنوبي ولسواليو کمربندونه خپله ماتوي او شمالي ولسواليو ته ځي، دولت کولای سي چي ټولي ولسوالۍ په ډېري اسانۍ سره ونيسي.

One thought on “د لښکرګاه د محاصرې د ماتولو يوازینۍ لار/ فرهاد داوري”
  1. سلام ا ونیک هیله !
    یو خیالی لاره ده کوم وخت چی طالبان دومره صیح او منظم ډلی ولری هغوی خامخا دشمالی ولسوالیو لپاره تدابیرلری او که چیری داسی وکړی امکان شته چی دلښګرګاه ښار له لاس ورکړی

ځواب ورکول واحدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *