د ښاغلي غفور لیوال کوم شعر چې ښاغلي فرهاد دریا کمپوز کړی او په خپل سحرګر غږ یې ویلی او د «صاحبزاده» تر سر لیک لاندې یې خپلو مینه والو او اوریدونکو ته وړاندې کړی دی؛ اصلي سرلیک یې «مکتبۍ» دی چې د ۱۳۸۳ کال د دلوې په څلورمه(۰۴/۱۱/۱۳۸۳) نیټه تخلیق شوی دی.

دریا د لیوال د «مکتبۍ» صیقل شوو او وللو تورو ته د موسیقۍ په امپراتورۍ کې د خپل سحرګر غږ په څپو کې وزرونه ورکړي دي او د یوه خیالي شنه بڼ پر لوري یې الوزولي دي.

«صاحبزاده» چې اوس باید یو ممتاز هنري اثر وبلل شي، د هنر د دوو برخو، د دوو پیاوړو هنرمندانو غفور لیوال او فرهاد دریا د ذهن او هنري تجربو زیږنده دی. زه غواړم دلته په ډیر لنډون سره د دې دوو سترو تخلیقګرو په باب مالومات وړاندې کړم:

لومړی د غفور لیوال په باب څو لنډې جملې:

 د لیوال د څو اړخیز شخصیت په باب باید څو مقالې نه، بلکې څو کتابونه ولیکل شي، خو دلته یې یوازې پر «مکتبۍ» باندې بحث دی، نو د لیوال د «مکتبۍ» سره په اړخ کې باید په لنډ ډول و وایم چې لیوال په تخلیق کې، د تورو او کلماتو په دنیا کې د تورو او کلماتو داسې سحرګر اوبدونکی دی چې، که «لام» د «بلورستان» په غرونو کې له سپینو بلورو نه د خپلې معشوقې «ایلینو»اندامونه جوړوي، نو لیوالد کلماتو له زرینو او مینه ناکوخښتو نه، په جادويي ډول د خپلې معشوقې اندامونه په عالي تخیل او تخییل سره جوړوي او د انځورونو په قابونو کې یې لوستوکو ته وړاندې کوي، چې ښې بیلګې یې، د نورو اشعارو او ټولګو تر څنګ، «هوسۍ»او «لام او ايلينو» ګڼلی شو.

ما همدا څو ورځې مخکې د یوې مقالې په ترڅ کې د لیوال د فنکارۍ په باب په لنډ ډولداسې ولیکل:

«که «لام»په بلورستان کې، د غرونو په ډبرو کې یوازې د «ایلینو» اندامونه وتراشل؛ نو لیوال بیا داسې نقاش دی چې د دواړو(لام او ایلینو) اندامونه یې د سحرګرو او نازکو تورو په وسیله داسې تلپاتې کړل چې بشریت به ور ته حیران وي.»

که د لیوال د تخلیق د فن په باب د هر چا خوله را وسپړل شي، یو مثبت څه اوري، د ده د تخلیق یوه غوټۍ به در ته راسپړي. دا څو توري د نعمان دوست لهقلمنه تلپاتې شوي دی:
«… لیوال صیب شاعر دی. لیکوال دی. څیړونکی دی. نقاد دی، سیاستوال دی، د خپل فکر او لارېڅښتن دی… او هرې برخې ته چېیې لاس غځولی خپله وړتیایې ثابته کړې ده.

دا خبره به هغوی راسره په یوه خوله تصدیق کاندي چې د ده آثار یې لوستي او یایې د ده بحثونه اوریدلي دي.

دېځوان ته خدای ج عجیبه حافظه ورکړې، د بیان د ارایې عظیمځواکیې ورکړی.  دا سړی زموږ له پاره، زموږ د وطن له پاره، زموږ د ژبې له پاره یوه لویه پانګه ده. دا پانګه دې تر ډیره له موږ سره وي.»

لیوال د خپل شعر په قوت کله داسې هم کړي دي چې تیر هیر اساطیر او کارنامې یې په داسې شعري انځورونو را ژوندۍ کړې دي چې ته  وا بیرته یې بیا دویم ځلي را هستې کړې دي. ښې بیلګې یې «لام او ايلينو»، «ارشاک او اوشاس»بللی شو او د دې تر څنګ یې د اوسنۍ زمانې یوه ستره کارنامه د «هوسۍ » په نامه له داسې انځورونو سره تخلیق کړې چې بیلګه یې نه لیدل کیږي.

او اوس هم د فرهاد دریا په باب زما څو نا ویل شوي توري:

زه فرهاد دریا له هغه وخته پیژنم چې دی د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي محصل و. فرهاد دریا له زلمیتوبه په خپلو درسونو او هنري کارونو کې جدي اوسخت کوشه و. د ده سخت کوشي، جدیت او خوش طبعۍ ته هغه وخت زما پام شو چې د شپیتمې لسیزې د پیل په کلونو کې دی د ادبیاتو پوهنځي محصل شو، پرته له شکه چې دی یو ټوکي او خوش طبعه محصل و، خو له موسیقۍ او ادبیاتو سره یې ټوکې نه کولې، د مطالعې قوي بګروند یې درلود او هره ورځ لا هر ساعت یې د مطالعې په بې پایه بحر کې لاس پښې ښورول او خپله علمي پانګه یې لا شتمنه کوله. د فرهاد دریا د مطالعې بګروند او د پوهې کچه د ده له خبرو کولو او ځینو لیکنو نه ډیره ښه ښکاریږي.

له موسقۍ سره د فرهاد دریا د اړیکو په باب باید و وایم چې تر هغه ځایه چې دی ما لیدلی او اوریدلی دی،زه پوه شږی یم چې «سُر» او «لی»د ده د ذهن او رګونو کلیوال دياو دا په جُرأت سره ویلای شم چې فرهاد دریا له موسیقۍ سره د عبادت تر بریده مینه کوله او کوي یې.

دهماغه جدیت او مینې پر مبنا یې د «صاحبزاده» په جوړولو کې جدیت وښوده او دومره جدیت یې وښود چې درې یا څلور کاله وخت یې ور ته بیل کړ. له ټولو نه مهمه دا چې هر څه یې ور ته وطني او افغاني کړل، که ښایسته دي او که نا ښایسته، هر څه یې خپل دي د خپل چاپیریال او خپل وطن. د ده خپلوتورو ته پام وکړئ:

«از الف تا ياى “صاحبزاده” وطنى است!

“صاحبزاده”، به عنوان يكى از وطنى ترين اثار من در چندين سال اخير، بالاخره آماده ى پخش شده و قرار است تا ۲۲ اکتوبر از طريق شبكه هاى تلويزيونى افغانستان به نشر برسد. تمام مراحل توليد اين ويديو از فلمبردارى تا تهيه ى اشياى عتيقه از بازارها و سراى هاى دست دوم كابل، از آمادگى هاى محل فلمبردارى واقع در قلب شهر تا كارگردانى و تصويربردارى، از عرق ريزى هاى تيم فرهاددريا منيجمنت تا تيم پرودكشن ما، از ميوه هاى تازه و اشتها آور ماركيت ميوه فروشى تا گل هاى هزار رنگِ معطر كوچه ى گلفروشى شهر نو، و خلاصه كه از آوازخوان تا شاعر گرانمایه ی آن (جناب عبدالغفور لیوال) و از آهنگساز تا ترتيب موسيقى در اين اثر، همه و همه و همه در دامن مهربان كابل آماده شده و از الف تا ياى آن وطنى است!

كارگردان خيلى جوان ويديوى “صاحبزاده”، عبدالوكيل امرخيل  (AWAP)، كسى كه به باور من يكى از استعدادهاى داغ و مطرح افغانستان در داخل افغانستان است، در اين اثر ثابت كرده چيزهاى را مى بيند كه همه نمى بينند. مى دانم كارهاى ما به هيچ صورت خالى از كمى و كاستى نيست؛ اما در عوض، افتخار دارم استعدادها، محصولات و توليدات خالص افغانستان را در داخل كشور حمايت مى كنم و به تمام هنرمندان گرامى ديگر نيز توصيه مى كنم اگر چراغى دارند، در داخل افغانستان بيافروزند. ايمان دارم روزى اين چراغك ها به كمك حوصله و حمايت شهروندان، آفتاب مى شوند!»

فرهاد دریا د لیوال صاحب «مکتبۍ » نومي شعر ته ــ چې ده د «صاحبزاده» په نامه وړاندې کړی دی ــ د پښتو معاصر شعر معجزه ویلي دي. دا د فرهاد دریا خپل توري دي چې د یوېانتریوپه ترڅ کې یې د «صاحب زاده؛ از ویرانی جنگ تا چراغان شدن خانه» تر سر لیک لاندې، له آزادۍ رادیو سره د «صاحبزاده» په باب ویلي دي:

«صاحبزاده یکي از معجزه های شعر معاصر پښتو افغانستان است، که محصول ذوق و قلم آقای لیوال است…»

د آزادۍ رادیو د مالوماتو له مخې دې سندرې (صاحبزاده) د وړاندې کولو په لومړۍ ورځ، لس میلیونه لیدونکي در لودل.

د لیوال له انځورونو او نوښتونو ډکه شاعري خو په معاصره پښتو شاعرۍ کې پرته له شک نه خپل ځای او خپل ځانګړی سبک لري، خو دریا په خپل سحر ګر غږ او سحر ګرې موسیقۍ سره د لیوال د شعر(مکتبۍ) هر توري نه آسماني مرغان جوړ کړي دي او د عاطفې په وزرونو سره یې الوزولي دي.

د لیوال او دریا د شخصیتونو پر هر اړخ باندې ډیر څه د ویلو شته، خو د اوس له پاره د یوې لنډې مقالې په چوکاټ کې، د «مکتبۍ» او «صاحبزاده» په اړوند، په همدې خبرو بسنه کوم. د دې کامیاب هنري اثر د بریالیتوب مبارکي دواړو ته وایم او په پای کې دا هم د فرهاد دریا د سندرې لینک،

او ور سره د غفور لیوال د شعر(مکتبۍ) بشپړ متن وړاندې کوم:

مكـتبۍ

د بر كلي صايب زاده يم

يو مې آس يوه شړۍ

قصيده مې پخه كړې

ګرځومه كوزړۍ

ځوان مريد د څرخي پير يم

رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم

كوډې باسم

بند بختونه خلا صومه

د مينو زړو ريبار يم

شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ

څوك دسمال راته خامك كړي

څوك را جوړه كړي خولۍ

د بر كلي صايب زاده يم

يو مې آس يوه شړۍ

نجونې ګردې را نه تاو وي

تاويزونه را نه غواړي

ملا تل را ته په قار وي

سل كوپرونه را ته وايي

خو پروا يې ډيره نه كړم

خدايزده ولې

د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم

ما ته راز د دوى مالوم دى

يو د خان په لور مين دى

بل لېدلې د ملا صايب لمسۍ

د بر كلي صايب زاده يم

يو مې آس يوه شړۍ

د شنډ توت ډډې ته ناست يم

شنډو ښځو ته تاويز كړم

ماشومان له ځېله خلاص شي

ور ته دم چې زه مميز كړم

د برات د مياشتې سر دى

نن اوله پنجشنبه ده

يوه پيغله را ته ناسته

زښته ډېره ښايسته ده

وايي داسې تاويز راكړه

چې مې پلار لږ بسلمان شي

میرات مړى ولور كم كړي

خوږ جانان مې مساپر دى

په دوبۍ كې مزدوري كړي

¯¯¯

نيمه شپه چې شي رابره

په سندرو باندې سر شم

ټول ماران مې په هوده دي

غږوم ور ته شپېلۍ

د بر كلي صايب زاده يم

يو مې آس يوه شړۍ

ژرنده ګړى مېښه يار دى

ډيرې شپې سره يو ځاى يو

ظالم ښه مست ربابي دى

د ځوانۍ سندرې وايو

شپه چې ښه ډېره پخه شي

بيا نو بله كړو دوهۍ

د بر كلي صايب زاده يم

يو مې آس يوه شړۍ

ژرنده ګړى چې نن راغى

په خندا يې را ته و ويل:

صايب زاده كيسې ته غوږ شه

نن اوړه مې د خان يووړل

كور يې ډك له مېلمنو و

څوك له ښاره وو راغلي

په انګړ يې شور ماشور وو

يوه ښكلې مېلمنه وه

پهښايست وه ښاپيرۍ

كليوالو غوندې نه وه

ښكارېدله مكتبۍ

شرمېدله پټ يې و ويل:

صايب زاده يار ته دې وايه

پير خانې ته دې سلام دى

يو تا ويز خو را ته وكړه

چې جانان ته شم منظوره

شكرانه به پوره دركړم

خداى دې مكړه ادې بوره

مكتبۍ را ته دا و ويل

بيا يې را كړ دا كاغذ

ژرندهګړي توبې وكړې

ويل يې ورانه زمانه شوه

مكتبۍ نه وه بلا وه

په خندا بېرته ستنه شوه

په كاغذ كې  وو ليكلي:

«په سندرو یم مینه

د نغمو يم ليونۍ

په يو چا مې زړه بايللى

غږوي ښكلې شپيلۍ

يو تاويز ور باندې وكړه

چې ما ګل كړي د پګړۍ

د بركلي صايب زاده دى

يو يې آس يوه شړۍ»

۴\ ۱۱\۱۳۸۳

متحده ايالات- مریلند

One thought on “د لیوال «مکتبۍ» او د دریا «صاحبزاده» / آصف بهاند”
  1. ښکلی شعر چې زموږ د کلتور عکس ښکاره کوي، ښکلی اواز او کامپوز خو غلط تصویر (چې خبره د اس او شړۍ کوي نو ولې ښاغلي دریا له پتلون سره په ښایسته کوټه کې ښکاري
    ؟
    فکر کوم که په کوم کلي کې واقعآ له اس، شړۍ او ملنګی جامو کي وای د غږ او شعر د خوند تر څنګ به یې رنګ هم ښایسته وو…

ځواب ورکول Zadran Shamshad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *