زموږ سیاستوالو، رسنیو او ځینې جهادې قومندانانو له تیرو څو ورځو راهیسې کله چې کندوز له سقوط سره مخ شوی غالمغال جوړ کړی څوک محلي او څوک لوړپوړي چارواکې ملامتوي چې ولې کندوز ترې سقوط کړی؟ همدغو سیاست مدارانو، همدغې میډیا او همدې جهادې قومندانانو پرون د امریکا د پاتي کیدو کلک ملاتړ کاوه او تیر دیارلس کالونه یې ورته پراخ تبلیغ وکړ. او هغه څوک یې طالباني فکره د ایران اوپاکستان جاسوسان ګڼل چا چې د امریکا، غرب او امنیتي قرارداد مخالفت کاوه چې یو مثال یې هم احمدسعیدې دی نن د ده په ډول نور سیاست بازان او جهادې ډلې ناستې دي او حکومت ته سپکې سپوري وایی . دغه ټولګه له دې خبره وه چې له امریکا سره دوښمني خطر لري ولې له دې نه وه خبره چې: له امریکا سره دوستي هم اسانه نده چې یو کندوز دې د هغوی د اهدافو لپاره طالبانو ته نه پریږدو. پاکستان زمونږ ګاونډی د امریکا لپاره شمالي او جنوبي وزیریستان لس کاله طالبانو ته سپارلي وو ،په اسلام اباد کې یې جوماتونه د امریکا لپاره ونړول، په خپل مملکت کې یې ورته بلا چاودنې وکړې او قتلونه وکړه، په سوات کې یې ورته څلور کاله شدید جنګ جاري وساته او همداسي نور زمونږ بیچاره چارواکو ورته یو کندوز هغه هم د دوه ورځو لپاره پريښودلی، ټول پرې را برګ دي . (له لیوه سره دوستي هم کوي او رمه هم سلامته غواړي) ایا دا ممکنه ده ؟

زه اشرف غني، ډاکټر عبدالله، د کندوز والي عمر ساپي او نورو محلي چارواکو ته سپکې سپورې حماقت ګڼم، او نه هم د خپلې ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت په وړتیا شک ښکاره کوم زه وایم که هرڅوک فکر وکړي او معقول فکر وکړي نو دې نتیجې ته به ورسیږي چې هغه څوک چې باید بدل شې هغه مونږ یو. کنه زمونږ او د چرګانو د نسل ترمنځ به کوم توپير نه وي ځکه له چرګانو هم هره ورځ حلاله کیږی نور ورته ګوري او خپل شخوند وهي مونږ هم هره ورځ وژل کیږو یا ژاړو او یا یې هم ننداره کوو.

د کندوز جګړه که څه هم د امریکایانو د مهمو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره پیل شوې او څه موده وروسته به په محل کې دوه ولسواليو د کندوز امام صاحب او د تخار اشکمش ته وغځول شي او له دې سره به کندوز، بغلان، تخار له تهدیده خلاص شي ولې افسوس په دې ده چې یولوری به بیا هم د وطن پرستې پراحساس د وطن د ساتني لپاره د پردیو د موخو قربانې وي او بل به د اسلام ترنامه لاندې د اسلامیت د ساتلو لپاره د پردیو د ګټو ښکار وي په زرګونو یې سره ووژل لا پردې نه دې پوهیدلي چې مونږ جګړه د څه لپاره؟ او د چا لپاره پرمخ وړو؟

ولې په افسوس سره به د دې جګړې هدفونه هغه وخت دواړو ته معلوم شي چې خلک هدف ته ورسوي او دوی بیا سره خپل منځ کې پاتي شي لکه د مجاهدینو جهاد له کمونستانو سره چې پرون تر یو ویجاړ چتر لاندې سره یوازي پاتې شول.

د دې چاره اسانه وه ولې هغه وخت چې مشترک احساس د قومونو ترمنځ وای ځکه په نړۍ کې ډیر ملتونه شته چې پردې ډول ستونزو بریالي شوي او وطن یې په پښو درولي چې د ویتنام او مالیزیا هیوادونه یې ښه مثالونه دي هغه وطن وال(ملي اردو ، پولیس، عام خلک) چې په دې جنګونو کې شهیدان شوي خدای دې جنتونه په نصیب کړي او ژوندیو ته لپه پورته کوم او له خدايه غواړم چې اې خدایه ! په خپل حسین مخلوق انسان رحم وکړه مونږ د دنیا له دې ښکاریانو چې له هر کوټه راغلي په خپل امان کې وساته .

One thought on “د لیوه دوستي او رمه هم سلامته ؟؟ / ولي خان کارند”
  1. ښاغلی ستاخبره حق او رښتیاده خودغه دوه مخی نړی خوره بازینګر دوی هم پاچهی ته رسولی اوهم ملیاردونه ډالرونه پیسی ورکوی نوکله دخوار سرباز اویا دغریب بیچاره هټیوال اویا داوسیدونکو دمرګ ژوبلی خرابی اونیول اوایله کولو هیڅ پروانلری

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *