ټولټاکنې د هر هېواد لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه چې ټاکنې یوه نظام ته د مشروعیت وربښلو تر ټولو اسانه او اغېزمنه لاره ده. په ځینو هېوادونو کې حتی په ټاکنو کې ګډون اجباري بڼه لري، که څوک په ټاکنو کې برخه وانخلي هغوی په نقدي جریمه او یا هم د ځینو ټولنیزو خدماتو څخه په محرومیت محکومیږي.

د بلجیم ، ترکیې ، ارجنټاین او داسې نورو هیوادونو وګړي، په ټاکنو کې د رایې په ورکولو ملکف دي. که څه هم په افغانستان کې رایه ورکونه حق دی، نه مکلفیت؛ خو اوسنۍ وضعې ته په کتو سره باید؛ د هېواد هر وګړی، د خپل سرنوشت د بدلولو لپاره رایه اچونه یو اجتماعي او اخلاقي مکلفیت وبولي او پراخ ګډون پکې وکړي. راتلونکې ټاکنې له پخوانیو هغو سره، خورا ژور توپیر لري. اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې افغانان خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي، د ځان او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره، ژور فکر وکړي او رایه یو داسې چاته ورکړي، چې د اوسنیو ګواښونو او ننګونو څخه د افغانستان د راویستلو، علمي او عملي صلاحیتونه ورسره وي.

راتلونکې ټاکنې په داسې یوه پیچلي حالت کې ترسره کیږي، چې د کال په پای کې نړیواله ټولنه پدې فکر کوي، چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي. طبعا ددوی د وتلو سره به په مرستو کې هم کمښت راځي. په داسې حالاتو کې موږ یو ویښ او ځیرک زعامت ته جدي اړتیا لرو، څو ددې ډول سختو حالاتو د مدیریت وړتیا ولري ، ددې پر ځای چې خپله د سختو شرایطو د اغېز لاندې راشي؛ باید شرایط د خپل تاثیر لاندې راولي او په خپله ګټه یې را وڅرخوي. دا چې په اوسنیو کاندیدانو کې د علمي او تجربوي پلوه ستر واټن موجود دی، له یوه پلوه د افسوس خبره ده؛ ځکه چې یوازې افغانستان دی، چې بې د یو تحصیلي معیار په پام کې نیولو سره ، هر څوک کولی شي، ځان ولسمشریزو ټاکنو ته و نوموي؛ خو ښه والی یې بیا دادی، چې د ولس لپاره قضاوت اسانه کیږي. له بده مرغه ، نه یوازې دا چې د کاندیدانو ترمنځ له علمي او تجربوي پلوه توازن وجود نلري؛ بلکه د صداقت، خدمت سپیڅلتیا او کاري وړتیا له پلوه هم ددوی ترمنځ واټن تر اندازې زیات او یا خو د پرتلې وړ ندی. که په زغرده ووایو،په اوسنیو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني کاندیداتورۍ دغه خوښون او ټاکنه بیخي اسانه کړېده.

د رایې ورکونې پر مهال ولس اوس د څو لنډو پوښتنو سره مخ دی، چې باید ځواب یې ومومي او رایه ورکړي او هغه دا چې : ایا د کاندیدانو په نهه کسیز نوملړ کې، د ډاکټر غني په کچه د کاري تجربې او کافي زده کړو، درلودونکی بل نوماند شته ؟؟؟ ایا ډاکټر غني په جنایت، وژنو او ځورونو کې لاس لري ؟؟؟

ایا ډاکټر غني په پراخ فساد کې چې په اوسنۍ اداره کې یې قانوني بڼه خپله کړېده ککړ دی ؟؟؟ ایا ډاکټر غني تر اوسه داسې کوم ګام پورته کړی دی، چې ملي ګټو ته خطر پیښ کړي ؟؟؟ په ډاډ سره ویلی شو چې نه … زه د ډاکټر صاحب کمپاینرانو ته یوه مشوره لرم، هغه دا چې، نور که ښکنځل کوي او که اهانت کوي؛ خو تاسو باید په هره برخه کې د ډاکټر صاحب اشرف غني د ویاړلي شخصیت نماینده وکړﺉ، ددې پر ځای چې د نورو د توهین ځواب په توهین سره ورکړﺉ، تر ډېره دده د شخصیت، علمیت او تېرو لاسته راوړنو باندې رڼا واچوﺉ، تر څو ولس په ښه توګه قضاوت وکړی شي .

په اوسنۍ اداره کې چې څومره مثبت ټکي دي ، د ډاکټر صاحب اشرف غني رول پکې جوت او د فخر وړ دی. په نظامي برخه کې د ټوپک سالارانو له سیستماتیک تضعیف نه نیولې، بیا افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو تر لیږد پورې، همدا رنګه په اقتصادي برخه کې، د عوایدو له مرکزي کولو نه ونیسه تر، بهرنیو مرستندویو هېوادونو او ټولنو سره، تر قانع کوونکو مذاکراتو پورې، په سیاسي برخه کې ولسمشر ته د ارزښتمنو مشورو ورکول، تر څو په سیمه او نړۍ کې د متنازعه قوتونو سره د اړیکو تر منځه توازن او بیلانس مراعت کړي، دې ته ورته په سلګونو او زرګونو نور د فخر وړ کارونه د ډاکټر غني ویاړلې کارنامې دي، چې باید هر افغان پرې خبر شي او وویاړي. موږ باید دا عیني واقعیت هېر نکړو، چې ډېری طلايي فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي؛ خو پدې هم باید سترګې پټې نکړو، چې ځینې فرصتونه لا په لاس کې لرو، چې باید له لاسه یې ورنکړو.

راتلونکي پنځه کلونه د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري، که د راتلونکي زعیم په ټاکنه کې مو، له انصاف او اخلاصه ډک چلند ونه کړ، په خپل راتلونکي به مو قمار وهلی وي. هیله ده، چې ولس پدې باندې قانع کړای شو، چې د ډاکټر صاحب غني په مشرۍ د یو هوسا، سوکاله او سرلوړي هېواد مالکان ګرځېدلی شو .

0 thoughts on “د ماتې او بریا پر پوله ولاړ ملت/ س احمدزی”
  1. احمدزی صاحب په ګوتو او قلم د برکت شه!!!!!!!!!!!! الله تعالی د زیات عمر درکړي .. لیکنه د تایید وړ ده ، څرنګه چې یادونه د کړي ده چې باید فرصتونه له لاسه ورنکړو مګر افغانان اول منګی ماتوي بیا پرې افسو س کوي له افسوس وروسته بیا فکر کوي که خپلو کړنو ته لږ تغیر هم ورکړي نو سمې لرې ته به برابر شي انشاالله ځکه غازي امان الله خان مو اول د کافر په نوم له هیواده وباسه او اوس پرې افسوس کووو.. سید جمال الدین همدغسی درواخله .. او نور.. هم خدای د وکړي چې افغانان نور په خپل ګریوان کې فکر وکړي او د پردیو افکارو ښکار نشي.. دیو سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

ځواب ورکول احسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *