تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال قسیم فهیم په مړینه په یوه تبصره کې بې له دې چې د ولسمشر کرزي په شان د هغه مړینه نه جبرانېدونکې ضایعه وبولي، ثابته کړې چې د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره ضایعه ده.

ورځپاڼه د طالبانو په پرزولو، او په افغانستان کې د قومي شخړو په مخنیوي کې د مارشال فهیم د رول د یادونې ترڅنګ لیکلي چې نوموړي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ویلي و چې که عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې بریالی نه شو نو افغان تاجکان به کنټرول کړي چې د انتخاباتو پایلې ومني.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، قسیم فهیم، چې د امریکایانو لپاره یو لانجمن او جګړه مار شخصیت ګڼل کېده، ظاهراً د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه خو په وروستیو ورځو کې یې له نورو کاندیدانو سره هم لیده کاته کول او هغوی ته یې ډاډ ورکاوه.

ورځپاڼه د افغان او لوېدیځو چارواکو په حواله وايي چې قسیم فهیم ښاغلي کرزي ته په خصوصي ډول ډاډ ورکړی و چې که عبدالله عبدالله وبایلله د نوموړي پلوي تاجکان به پرېنږدي چې ګډوډي جوړه کړي.

نیویارک ټامیز لیکلي، اکثره کتونکي او کارپوهان ګومان کوي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به هم غالباً یو پښتون وي.

نیویارک ټایمز وايي، د فهیم له مړینې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نه دي ویلي چې څوک به د هغه ځای ونیسي.

ورځپاڼه وايي، د فهیم له مړینې وروسته لوېدیځ دیپلوماتان، له دې سره سره چې نوموړی یې په فساد او د بشري حقونو په سرغړونې تورناوه، د احترام د ادا کولو لپاره ورغلل.

په افغانستان کې د ملګرو دفتر فهیم یو ښه او د باور وړ شریک وباله.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر سر ریچارد ستګ په یوه اعلامیه کې وویل چې د لومړي مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د بې وخته مړینې د خبر اورېدو هېښ کړ.

د بریتانیا سفیر په خپله اعلامیه کې، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د هغې لپاره الفاظ یې په ډېر دقټ غوره کړي، ویلي چې «مارشال فهیم نه یوازې د پخواني شوروي اتحاد د نیواک پرضد د مجاهدینو د جهاد په دوره کې بلکې د افغانستان د وروستي تاریخ یوه مهمه څېره وه.

9 thoughts on “د مارشال فهیم د مړینې پر منفي اغېزو د نیویارک ټایمز تبصره”
  1. دا خو فهیم غټ کمال کاوه چې تاجکان يې کنټرولول څو ګډوډي ونکړي! ولې هغوي څه انسانان نه دي چې تړل یې؟ دا ټاکنې خو په هر هېواد کې کېږي، څوک یې ګټي او څوک یې بایلي مګر دا خو په دې معنا نده چې بایلونکي باید د یو چا لخوا کنټرول شي. دا خپله په دې معنا ده چې لا هم پښتانه د خپلې خاورې اختیار نه لري: غله مې خپله وه په غلا به مې خوړه. پښتنو ته لږ نور هم شرم په کار دی

  2. مارشال ……………!
    سلام برتو ای آفتاب ، سلام برتوای نوای صبح بلبلان ناخفته ، سلام برتوای عقاب سخره های سخت ، سلام برتوای مرد پیگار گر باسلابت ، سلام برتوای شاهین بلند پرواز بیا دوباره بیا تا چشمهایم را فرش راهت سازم بیا دوباره بیا تا که به همرزمانت چطری گردی ، گفتم دوباره بیا.

  3. مارشال صلاحت را دوش خواهم کشید!
    من به عنوان یک دختر خانم کابل مرگ مارشال را مرگ یک فرد نمیدانم بلکه مرگ یک ملت و مرگ سمت میدانم و پس از این صلاحش را بردوش خواهیم گرفت و دوشادوش برادران همرزمم با دشمنان این ملت مبارزه خواهیم کرد .

    مونسه کابلی

  4. Always he was in favour of a coalition government in Afghanistan and he was the man of unity.
    We pray, may Allah open the doors of Paradise to him.

  5. wake up people,
    where were you in 90’s? if you were too young ask your parents or any body who lived in kabul then you will know what kind of “man” he was.
    I am not happy for any one’s death, but I think it took God too long to make this decision

ځواب ورکول ذبیح الله شادان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *