د غبرګولي د ۲۴ نېټې په ټاکنو کې یو ځل بیا افغانانو ټوپک او جګړې ته نه، سولې، ولسواکۍ او ښېرازۍ ته هو وویل. دا ځل هم افغانانو له تمې ور ها خوا په ټاکنو کې برخه واخیسته او هر ډول ګواښ یې پر ځان ومانه، خو ځان یې بې ارادې پرې نښود او د با ارادې ولس په توګه نر او ښځې لیکه لیکه په ټکنده ګرمۍ کې ودرېدل او د خپل وجود د پایښت ننداره یې وړاندې کړه.

زموږ دا ډول عام او ملي خوځښت، ډیموکراسۍ ته د ښه راغلاست د غېږې د پرانستو په معنا دی. یانې دا چې ولس زور، زورواکي، دیکتاتوري، ظلم او بربریت نه مني او نه یې کله هم منلی دی. د تاریخ په اوږدو کې افغانانو د یوه واحد ملت په توګه په حساسو شرایطو کې داسې پریکړې کړې، چې د نورې نړۍ ولسونه ورته ګوته په غاښ پاتې شوي دي.

دا ځل زموږ د ځوانې ډیموکراسۍ تنکی نیالګی د تنکیو او معصومو ماشومانو په پاکو او سپېڅلو وینو خړوب شو. د بربریت، ظلم او وحشت پیغمبرانو پرون زموږ د ملي جشن (ټاکنو) په ورځ د جلال اباد ښار د قصبې په سیمه کې یو تنکی ماشوم شهید او درې تنه نور پدې ګناه ټپیان کړل چې د دوی کاندید ته یې مرده باد او خپل هغه ته یې زنده باد نارې وهلې وې.

زموږ ولسواکي او ډیموکراسي به ځکه رنګ راوړي، چې په داسې معصومو وینو رنګینه شوې او د بنسټ خښته یې په داسې سپېڅلو وینو اېښودل شوېده. د نړۍ نورو ولسونو به بېشکه چې قربانۍ ورکړې وي، لاریونونه به یې کړي وي، زندانونه به یې زغملي وي او بلا زیات نور زحمتونه به یې ګاللي وي، خو هېڅ چېرته به دومره لویه قرباني او دومره لوی ظلم نه وي شوی. له همدې کبله زه خپله ډیموکراسي د نړۍ له هېڅ یوې سره نه پرتله کوم. ځکه زما هغه د داسې تنکیو وینو پایله ده.

دا د ټوپک د شپېلۍ منطق دی، دوی له همدې شپېلۍ ډوډۍ خوري او خوړلې یې ده. دوی د وینو په زبېښلو روږدي دي، که د لویانو وینې ور ونه رسیږي حتا د تنکیو بې ګناه ماشومانو په وینو هم خپله تنده ماتوي. پرون د عدم تشدد پلوي ولس او د زبېښاک د همدغه شغالانو ترمنځ سیالي وه، دوی د خپلې ماتې غوسه لکه د لېونیو سپیو په څېر ماشومانو ته د خولې په ور اچولو سړه کړه. ایا دوی پدې نه پوهېږي چې بالاخره حق پر باطل بریالی دی؟

د دې دردونکې پېښې یوه عیني شاهد رسنیو ته د سترګو لیدلی حال داسې څرګند کړی دی:”زه له کامې نه راغلم د انجنیر غفار باډیکارډانو ویل؛ چې [یو] شمېرې ته رایه ورکړئ؛ هغه یوه ماشوم غږ وکړ، چې اشرف غني زنده باد، بیا هغوی ګواښونه شروع کړل؛ موږ ورته وویل، چې دا زموږ حق دی، بس پر خلکو يې راباندې کړل او ډزې وکړې؛ چې درې زخمیان شول او پینځه شپږ تنه خو يې په کنداغونو ووهل.موږ غواړو دا ظالمان باید محاکمه شي؛ ولې په زوره خلک مجبوره وي، چې رایه ورکړي.”
خو د دې ماشوم قاتل انجنیر غفار بیا ډېر په ویاړ او هسکه غاړه داسې وايي: “دې هلکانو زموږ په موټر هم ګذارونه کول؛ میرویس یاسینې راغلی و، د هغه موټر يې هم ویشته بیا هوايي ډزې شوي؛ زموږ له خوا نه به هم شوي وي، د هغوی کسانو هم هوايي ډزې کړي؛ خو کومه مرګ ژوبله نه لري او نه څوک زخميان دي، دا هسې ډرامه وه، چې دوی جوړه کړې وه.”

دا د ظلم او بربریت استازی لکه چې د هغې بورې مور اواز نه اوري چې تنکی بچی یې نن خاورو ته سپارل کېږي. دغه تنکي ماشوم په سر مرمۍ خوړلې ده، ټولو رسنیو یې تصویر خپور کړ، نن به یې جنازه وي او خاورو ته به سپارل کېږي خو دې خونخوار ته لا اوس هم ډرامه ښکاریږي.

په روغتون کې هغه درې نور ماشومان چې روغتیايي حالت یې نازک دی او کورنۍ یې د غم په زمبېل کې زانګي، نه ویني او ړوند دی. دا ټول دغه ښاغلي؟! ته ډرامه ښکاري. دوی د مال، دولت او قدرت په نېشه کې دومره غرق تللي چې د داسې خوارانو اواز ته یې غوږونه کاڼه او بد حالت لیدو ته یې سترګې ړندې دي.

شرم او ننګ دی هغه ولس ته چې لا یې هم غفار په ولسي جرګه کې د استازي په توګه ناست وي. شرم دی د ولسي جرګې هغه غړي ته چې د جرګې په تالار کې یې غفار ګاونډی وي او د ده په دغه بشر ضد عمل اعتراض ونکړي او شرم دی هغه ولسي جرګې ته چې نوموړي ته د پارلماني مصوونیت په نامه مصوونیت ورکوي.

حکومت ته ښايي چې دغه ظالمانه قضیه جدي تعقیب کړي او پرې نږدي چې د دغه معصوم کوچني وینې بې ځایه او بې پوښتنې تویې شي. مدني ټولنې، د ماشوم د حقونو بنسټونه او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم باید یاده قضیه تعقیب کړي او پرې نږدي چې سبا خدای مکړه د همداسې بل ماشوم مور بوره شي، تر کله به موږ د بورو میندو اوښکې پاکوو.

5 thoughts on “د ماشوم قاتل به لا هم د ولس استازی وي؟ – محمد نبي ساحل”
  1. د ظلم او بربريت هم يو حد وی د چنګیز او هلا کو پیروانو ښارونه ورانول مګر ماشومان ېې په سرونو نه ویشتل ، قاتل ته وايم که کوتکمار دې د قانون د منګولو څخه وژغوري ته به خوښي احساس کړې خو د واقعي عدالت په ورځ به د پاک رب په د ربار کې مختورن اوسې ، هلته ستا قومنداني نه چليږي

  2. انجینر غفار هغه بی شرمه دی کله چی د حزب او جمعیت د کابل د قدرت په نیولو خپل مینځی جنګ وه په زرګونو افغانانو په کی خپل ژوند له لاسه ورکړه بی کوره شول بی عزته شول دا په هغه وخت کی د ننګرهار د ګمرک ریس وه ۵۰ سلنه په خپل ژوند جوړولو مصروفول او ۵۰ سلنه نور یی د چهاراسیاب مشر ته لیږل او هم یی د ننګرهار ځوانان د پیسو په زور د شوری نظار مقابلی ته لیږل . مګر اوس کوم افت پری راغلی چی د هماغه شوری نظار لپاره ننګرهایان وژنی که د ایران ډالری دی چی حضرت علی ورکړی او دده شعور او عقل یی په پیسو اخیستی او سترګی یی سری شوی دی لعنت په هغه ننګرهاری چی اودلا ته یی دداسی خاینانو بیرته رسیدو په خاطر رایه ورکړی وی

  3. عبدلله دټیم پرونۍ بی ساری مناظری :
    هرچا به ویل چه اخر اودلا باندی څه ټکه راپریوتی ده چه ډاکټرصیب سره مناظری ته ولی نه کینی ، دا دملت لویه خطا اوغلطی وه ، دعبدلله ټیم مناظره کوله او پرون یی بی ساری مناظری وکړی دفیس بوک په جلا جلا پاڼو او نورو سوشل میډیا کی یی کتلی شی .
    – دهمپالنی ټیم له نظره همدا مناظره ده چه لوټ کړه ، جفا وکړه ،دخاریجیانو اوباشی وکړه ،ترغرمی په نورو هیواد والو تورنه لګوه او له غرمی ورسته خپلو منځنو کی هم یو په بل داغونه لګوه ، کومه مناظره چه ډاکټر صیب اشرف غنی یادوله ، نه پدی دوی پوهیدل او نه یی کومه دلچسپی ورسره لرله .
    – ملګرو پرونی ټاکنو ته هم دمقدس جهاد ځنی کم مه ګورۍ ، دچا په وړاندی ؟
    دفاسدو، فاسقو، فاجرو، مزدورو، لنډغرو، بیسوادو اپرچونیستو ، چاپلوسو او ملی غدارانو خلاف . ملت پرون خانه ټکانی وکړه کور یی جارو کړو ټولی مضره حشری به د الله په توکل دتاریخ په کچره دانی کی اچوی او ګاربیج کوی به یی .
    – نور د ډاکټر صیب دستایلو پړاو انشا الله پای ته ورسیدو اوس به په نره ورته وایو چه غنی شاباش کړی تعهدات دی دملت سره پوره کړه قانون پلی کړه ، له بی سوادو چاپلوسو ځنی ځان وساته کار اهل کار ته ور کړه

  4. داکه دی اولس استاذی ده نو عزرایل خونه ده چی له خلکو دی روح اخلی راتلونکی دولت باید دی سړی ته داسی سزاورکړی چی دافغانستان ټول ملت عبرت ترینه واخلی او دهغی مورلپاره هم یو تسل شی چی ځوی یی شهید شوی

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *