د سړک تور مخ داسې واورو سپین کړی و، لکه منافق چې پر مخ سپین پاج را خور کړي. د قلعه فتح الله په درېیم سړک کې وو. هغه مهال عمري عدالت جاري و، خو یوازې په نظامي مرکزونو کې خلک په ګیډه ماړه وو او یوازې همدلته دسترخوانونه له اتامونو ډک وو.
بیرون خلکو ته د عمري عدالت فیوضات نه رسیدل. تر نیمو شپو به وړو ماشومانو یوې مړۍ وچې ډوډۍ پسې یو درجن دروازې ټکولې.
د ماسخوتن له جمعې راغلم، دلته د یوه مقام کور و. دروازې ته یې دوه ماشومان ولاړ وو. یوه نجلۍ وه. فقر په ټول زور د هغې د ښکلا په لوټلو کې پاتې راغلی و. د دروازې په سر ځوړند ګروپ ته د ماشومۍ ګرد مخ، غټو سترګو او وړې خولې د یوه محتاج حسن منظر وړاندې کاوه.
زړه مې وریږدید، دا توره او سړه شپه او دا حسینه ماشومه.
خبره همدلته نه ختمیده، د هغې په ناپایه حسن ډاریدم، شیبه په شیبه مې د صنوبر کاکاجي دغه بیت پر وچو شونډو نڅیده:
خدایه دا بازار تاله کړې په مغلو
د مفلس حسن په یو موټی چڼو ځي
ځان سره مې ویل: دا نجلۍ ورځ په ورځ غټیږي، هسې نه خپل معصوم حسن یې ور ته غم جوړ کړي. د هغې د سلامتۍ دعاوې مې وکړې.
له هغه وخته ډير کلونه تیر شول، خو لا یې هم معصومه او حسینه څیره زما په زړه کې حک ده، که نقاش وای نو د هغې حسن مې په یوه تابلو کې بندي کاوه او د تاسو حضور ته مې وړاندې کاوه.
تیر ژمی ماښام ناوخته د جلال اباد ښار په مخابراتو څلور لاري کې د یوه هوټل مخې ته ماشومان راټول وو. کټ مټ لکه هماغه نجلۍ چې وي. جړ ویښتانو لاندې یې ګرد مخ داسې ښکاریده، لکه په کلیواله اصطلاح : ( سپوږمۍ چې قرضداران ونیسي. )
د دې ماشومې لیدلو اندیښمن کړم، د دې اندیښنه له پخوانۍ ماشومې څخه هم ډيره وه. هلته تر ډیره عزتونه خوندي وو، اوس خو تښتونې د کارو بار یوه ذریعه ګرځیدلې او اوس خو دغه پست کاروباریان ورځ په ورځ ډیریږي.
د ماشومانو ورځ ده، خو خپل ماشومان رانه هیر دي. همدا دوه ماشومان را یادیږي او ځان سره وایم:
زموږ ماشومان نه عمري عدالت په ګیډه ماړه کړل او نه اسلامي جمهوریت!
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۵
ګرانه وروره په الله باور وکړه چی ډیر دی وژړولم دا د خدای احسان ده چی د بل چا تیلفون را غی کنه ما په څومره ژړلی وای
دا عمری عدالت او تش په نامه اسلامی جمهوریت دا ماشومان
نه یوازی چی په ګیډه یی ماړه نکړل بلکه همدوی یی ددی حالت مسولین دی دا ټول د هر با وجدانه او با ضمیره افغان بچیان او ماشومان دی