تاند- د سي این این تلویزیون د هوايي چارو خبریال ریچارد کویسټ د مالیزیا د هوايی شرکت د الوتکې په لوېدو شک څرګندوي، وايي: څرنګه کېدای شي چې بوینګ ۷۷۷ – ER200 الوتکه تر ۲۴ ساعتونو د زیات وخت لپاره بې درکه شي.

د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه، چې ۲۳۹ تنه پکې سپاره ول، د شنبې په ورځ سهار مهال له کوالالمپوره د بېجنګ په لور له روانېدو دوه ساعته وروسته بې درکه شوه.

د کویسټ په باور د الوتکې لوېدا احتمال په څو دلایلو ممکن نه دی. دا الوتکه نژدې ۲۰۰ فوټه وزر لري او اوږدوالی یې تر ۲۰۹ فوټو زیات دی. په دې الوتکه کې پرمختللي مخابراتي وسایل نصب دي، همداراز په اتومات جي پي ایس او کمپیوټري مخابراتي سیستم سمبال ده نو که هر ځای ولوېږي د هغې موندل اسانه کار دی.

د ده په وینا د UHF او VHF د مخابرو ترڅنګ په بوینګ ۷۷۷ کې، چې بیه یې تر ۲۵۰ ملیون ډالره ډېره ده، داسي مخابراتي وسایل موجود دي چې په اتومات ډول مرکز ته خبر ورکوي چې چیري ده او په څه حالت کې ده.

دی وايي، که په الوتکه کې هره خرابي رامنځته شي دا پرمختللی سیستم د مالیزیا هوايي شرکت ته زیګنالونه لېږي.

یوه بله موضوع چې هغه هم د ریچرد کویسټ شکونه پیاوړي کوي، دا ده چې د هوايي چارو د کارپوهانو په نظر کله چې الوتکه له مځکې۳۶۰۰۰فوټه لوړه شي، نه لوېږي.

له پرون راهیسي د مالیزیا او ویتنام ترمنځ پر سمندر پلټونکي الوتکې او دغه راز په سمندرکې بېړۍ ګرځي خو تراوسه پوري یې د دې الوتکې څرک نه دی لکولی.

One thought on “د مالیزیايي الوتکې د لوېدو پر احتمال د شک څرګندونه”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *