د مالیزیا پخوانی صدراعظم مها تیر محمد

تاند- د مالیزیا پخواني صدراعظم مها تیر محمد په خپل هیواد کې د اسلامي پولیسو د جوړېدو له وړاندیز سره مخالفت وکړ، ویې ویل چې په اسلام کې جبر نشته او دین باید حکومتي او پولیسي نه شي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د مالیزیا پخواني صدراعظم نن /سې شنبه/ په یوه تبصره کې، چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړې ده، لیکلي:د اسلامي پولیسو تشکیل د مسلمانانو ستونزې نه شي حل کولی، باید په دې برخه کې ژورې څېړنې وشي.

مها تیر محمد همداراز لیکلي:«زه لمونځ کوم، روژه نیسم، زکات، صدقه او خیرات ورکوم، د شهادت کلمه وایم، د حج فریضه ادا کوم او خپل نور مذهبي – دیني احکام په ځای کوم او دا ټول د دې لپاره نه کوم چې که دا کار ونه کړم نو وبه نیول شم بلکې د خپلې شخصي عقیدې او ایمان په خاطر یې کوم.»

مهای تیر محمد، چې د نوې مالیزیا بنسټګر او معمار بلل کېږي، د پولیسو په زور پر خلکو د اسلامي احکامو له اجرا کولو سره د خپل مخالفت د دلایلو د بیانولو په ترڅ کې وویل:«دا احتمال هم شته چې ټول پولیس د مذهبي مسایلو په اړه کافي معلومات ونه لري. حتي د دیني عالمانو ترمنځ متفاوت باورونه موجود دي.»

ده همداراز لیکلي:«ممکن د مالیزیا په ځینو ایالتونو کې حجاب جبري او یا پتلونونه ډېر تنګ وي، خو پوښتنه دا ده چې د پتلونونو د تنګوالي اندازه به څرنګه معلوموئ، یوه ښځه او خاوند به څرنګه راګرځوو چې یوځای دې سودا ته نه وځي.»

ده دا هم وویل چې د نهي المنکر پولیسو ایجاد به مالیزیا ته د سیلانیانو مخه ونیسي او په دې توګه به د هیواد اقتصاد زیان وویني.

مها تیر محمد باور لري چې د دې ډول پولیسو رامنځته کېدا مرسته کوي چې د مسلمانانو او عیر مسلماناتو ترمنځ کړکېچ او دښمنۍ وپارېږي ځکه چې پولیس به د مالیزیا غیرمسلمانان هم د ځینو قوانینو منلو ته مجبوروي او دا به پر هغوی ښه نه لګېږي.

د مالیزیا پخواني صدراعظم په خپله لیکنه کې د مور – پلار او د ښوونځیو د ښوونکو له لوري ماشومانو ته د اسلامي اخلاقو زده کړه د ټولنې پر وګړو د منفي اغېزو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره وبلله.

د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر احمد زاهد حمیدي تېره میاشت (جدي) وویل چې د اسلام د تحریف شویو شیوو د مخنیوي لپاره ځانګړي مذهبي پولیس جوړوي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د مالیزیا د اسلامي پراختیا مرکز ريیس عثمان مصطفي وویل چې دا پولیس به د ټولو هغو اعمالو د مخنیوي اجرايي صلاحیت لري چې په شریعت کې ناروا دي.

په سعودي عربستان او ایران کې هم دا ډول پولیس موجود دي. په ایران کې که څه هم اوس د اسلامي انقلاب د لومړیو کلونو په شان مذهبي پولیس له سختۍ کار نه اخلي خو په سعودي عربستان کې مذهبي پولیس ښځې نه پرېږدي چې موټر وچلوي یا بې محرمه بازار ته ووځي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې ښځې او نجونې د نورو ازادیو ترڅنګ له تعلیمه هم محرومې شوې وې. د طالبانو مذهبي پولیسو هغه نارینه وهل او بندیانول چې ږیره به یې لږ څه هم کمه کړې وه.

په زوه پر خلکو لمونځ، د خولۍ یا لونګۍ پر سرول، د عکسونو، تلویزیون، موسیقي او یو شمېر نورو چارو مخنیوی هم د طالبانو د مذهبي پولیسو مسوولیت ګڼل کېده.

تاسو لوستونکي د مالیزیا د پخواني صدراعظم له نظر سره موافق که مخالف یاست؟

19 thoughts on “د مالیزیا پخوانی صدراعظم وايي، دین باید پولیسي او حکومتي نه شي”
  1. زما نظر دمالیزیا دپخوانی صداراعظم په اړه داسی دی چی نموړی وای چی زه زوژه نیسم لمونځ کوم زکات ورکوم حج کوم نو ر نو داسلام قاوانینو ته یڅ درناوی او اعتبار نه ورکوم مونږ او تاسو ته معلومه ده چی دقران دیوه حرف څخه منکر یدیل موجوب دکفر دی داغه رنګه په قران عظیم الشان کی دستر او حجاب په اړه او داغه رنګه په نبی حدیثو کی هم دستر او حجاب په اړه زیات حدیثونه رانقل سوی دی نو که چیری نوموړی صدراعظم ددی ټولو څخه منکر وی نو بیا تاسو ټوله فکر وکړی چی دی څوک دی او باید ده ته څه وویل سی ؟ مسلمان او که کافر

  2. زما په نظر مهاتیر محمد ډېره پخه خبره کړې. مها تیر محمد ډیر هوښیار شخصیت دی. ده مالیزیا ته ډیره زیاته ترقي ورپه برخه کړه. د دي ترڅنګ چي اسلام ته یي ډیر خدمتونه کړي خو په دي پوهیږي چي که چړیانو ته واک ورکړای شي او د حکومت په چارو کي دخیل شي اسلام به هماسي وشرمیږي چي طالبانو په افغانستان او پاکستان کي وشرماوه یا عربانو په سوریه کي بدنامه کړو.
    که دین په زور شي له دین سره د میني په ځای د کرکې سبب کیږي خلکو د دې په عوض چي دین ته نږدي شي ورنه لری کیږي.
    زه په دي باور او ایمان لرم- د هر چا یي خپله خوښه

  3. کاشکي موږ هم یو داسې مشر لری لکه ښاغلی مهاتېر محمد صیب د ښاغلي محمد صیب خبرې بالکل په ځای دي ځکه دین په زور نه عملي کیږي هو ظاهرا به خلک ږیره پرېږدي ، ښځې به تور حجاب واغوندي ولې په زړه کې یی د همدې زور د وجهې څخه د دین نه زړه توریږي همدا د محمد صیب خبره ده چې تر د سوټي د زور څخه عامه پوهاوی زرور دی.
    د طالبانو د وحشت توره دوره ټولو ته مالومه ده .

  4. فکر کوم دمالیزیا د اولس پرمختگ د نورو د سترگو اغزی شوی، په زور کلي نه کیگي’ د مهاتی محمد نظر د تایید ور دی، دغه چریان لکه چی د ملیزیا نه افغانستان یا پاکستان جوروی، طالبانو د شپی، …ورکولی د ورزی یی خلک په دورو وهل

  5. مهاتیر یو په زړه پوری او وتلی انسان دی خو دلته یی پخه بیخی خویدلی ده ،مالیزیا یی په اقتصادی او نورو برخو کی پرمخ بوتله خو نوموړی د اسلامی معلوماتو له طرفه ډیر کمزوری دی ان تردی چی یو ورځ یی ښځی لیکلی وو چی نوموړی مالیزیا ورسوله خو پخپله ورسته پاتی دی ،
    نو ماته هم همداسی ښکاری چی پخپله ورسته پاتی کس دی
    څکه خو داسی بی هوده خبره تری وتلی ده

  6. سلام!داسرگندحقیقت دی دطالبانونظام دامن اوبرکت سمبول و سرہ لہ دی چی نڑیوال بندیزونہ پری و.دیو بی نمازہ سرہ۴۰کورونوکی درزق تنگسیارازی بل حدیث کی دی چی بی نمازہ سڑی کوردی وسوزیل شی .نومعلومہ خبرہ دہ چی د۴۰کورونوحق اوداکور بہ ورلہ سوک سیزی .تیرصدراعظم غلطہ دہ.کاملا.داخپل اقتصادپہ فحشابرابرہ وی

  7. سلامونه
    دين بايد له سياست نه لري وي كنه زموژ غوندي فاسد او نامشروع اجتماع به تري جوريژي
    او بل دا چه أوسي اسلامي هيوادونو تقريباً شزي له اجتماع نه لري كري ايا بي له شزو اجتماع اجتماع كيداي شي؟؟؟
    بهترين سيستم د اسلامي هيوادو لپاره سيكولار سيستم دي چه د تولو حقوق په كي معلوم دي حتي د حيواناتو او بل دا چي په سيكولار سيستم كي هيوادپرمختگ كوي، لا إكراه في دين په دي

    (د سعودي په كفري اسلامي نظام كي د مظلوم لاس پريكيژي او زناكار سر پري كيژي خو د شاهي كروني او د دولت كارمندان بيا زناكارياني ليواطت تو شراب خوري قمار زر نوع فساد كوي او مونژ مسلمانان بيا خوشحال يو چه يو عادل اسلامي هيواد د(
    اي قوم به حج رفته كجاييد، معشوق همين جاست بياييد
    بيايد چه فكر وكو په خپل حال
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  8. حامد خانه چی طالبانو.وقت کی وچکالی ولی وه، خدای پاک خپل رحمت ولی پری حرام کری و؟

  9. لا اکراه فی دین
    حضرت عمر رض وفرمایل : « د الله ج لاری ته په داسی طریقه خلک را وغواړی چی تاسی چپ (پټه خوله ) یاست » وویل شول څنګه ؟
    حضرت عمر رض و فرمایل : « په خپلو اخلاقو سره ».

  10. بالکل سل په سل کې ورسره موافق یم، کاشکې موږ هم دومره هوښیار مشر درلودی، چې افغانستان یې له دي کړکیچ او بحرانی حالت څخه ایستلی وای.

  11. عجیبه خبره ده : اسلام ولي دهرچادخپلي خوښي سره سم بیانیږ ي؟
    اسلام خوخپل اصول اوضوابط لري، اسلام په اشخاصو یاډلو پوري مه تړئ ،
    که څوک مسلمان وي اوپه اسلام باندي باورلري
    هغه دي داسلام داوامرو مطالعه وکړي، بیاد ده خوښه ده چي په چا پوري یې تړي،
    رابه سو دېته چي مالیزیا یوستر اسلامي هیواد دی
    خوتاسي دهغه چا څخه پوښتنه وکړئ چي د دغه هیواد تفریحي مقامات یې لیدلي
    اویاخویې په اړه څه اوریدلي وي، نوبه په خپله فیصله وکړئ
    چي اسلام اودومره ازادي ……… کلا وحاشا

  12. نوموړي پوه او ستر پاچا د اسلام له روح او روحانيت سره ډېره سمه او مناسبه خبره کړې ده، د اسلامي احکامو د عملي کولو لپاره له زور، پوليسو او نورو افراطي لارو څخه بايد کار وا نخيستل شي، بلکي د اسلام او اسلامي احکامو د فآئدو په اړه د عامه پوهاوي د ډېرولو له لاري او نړۍ ته د اسلام د حقانيت د عملي نمونو د ښودلو له لاري بايد اسلام ته خدمت وکړل سي، څوک چي د مها تير محمد دغه خبره سمه نه بولي، هغه د اسلام د سپېڅلي دين له لوړو اصولو څخه ناخبره ښکاري.

  13. د مالیزیا د پخوانی وزیر د څرګندونو سره باالکل مخالف یو، او اوس داسی یو زمانه چه هیڅوک دیته نه ګوری او نه ورسره دا احساس وی چه دغه د اسلام خلاف او ټکر کې دی باید ویی نه کړو، باید پولیس جوړ شی

  14. دا یوه طبیعی غریزه ده چی انسانان د زور په وړاندی مقاومت وکړی. د مثال په توګه ایران ته وګوری، څومره چی دولت کوښښ وکړی خپل د خوښی اسلامی مسایل پر خلکو تطبیق کړی، هومره یی خلک په مقابل کی دریږی. اسلام او مسلمانی باید شعوری وی نه فرمایشیږ ځما په نظر ډاکټر تیر محمد سمه خبره کړی ده.

  15. خالقداد خانه، تخلص دې روښان دی خو په تیارو کې ژوند تېروې. مهاتیر خو درته په واضحو ټکو کې لیکلي چې د لمونځ، روژې او نورو ترڅنګ خپل نور دیني-مذهبي احکام پرځای کوم خو ته پرې په رڼو سترګو تور لګوې چې د اسلام نورو اصولو ته درناوی نه کوم. دا نو هماغه خبره ده چې اول کس د اسلام په نامه بې مسوولیته اعدام کړه او بیا یې د ګناه د معلومولو په لټه کې شه. ډېره عجیبه ده

  16. په اوسنی عصر کی تر هرڅه علم او پوهه مهمه ده هغوی چی د اسلام په باب ډیر معلومات لری هیڅکله هم له خپل دین او مذهب نه نه تیریږی. که په زور او جبر وای نو طالبانو به ټول خلک د خپل ځان په شان جوړ کړی وو. دوی به خلک لمانځه ته دعوتول خو خپله به په کوڅو کی ګرځیدل اود خلکو د اذیت سبب به کیدل.
    د اسلام مبارک دین پر پنځو بنا یا ستنو چی ښاغلی مهاتیر محمد ایمان لری او ورباندی عمل کوی دا ثابتوی چی هغه پاک او صادق مسلمان دی. که يو څوک د ورځی پنځه وخته خپل لمونځ وکړی او روژه ونیسی ، فکر نه کوم چی هغه بیا له الله تعالی نه منکر شی او په ډیر حماقت سره هغه ته کافر وویل شی. د یوه بیګناه او معصوم انسان وژل د الله ج له حکم سره سم د ټول بشریت وژل دی مګر د اسلام سیاسی سوداګرو ته هغه یو عادی کار ښکاری او وایی که بیګناه وی نو جنت ته به لاړ شی او که کافر وی دوزخ ته به لاړ شی، مشکلات او نیمګړتیاوی هر هیواد کی شته او د حل لار یی د مذهبی پولیسو جوړول ، د خلکو بندی کول او وهل نه دی. خپل اعمال او اخلاق باید چی اصلاح کړو. اوس په اروپا کی ډیر کسان له نورو ادیانو راځی او کله چی د مسلمانانو اخلاق او انسانیت وینی. په حقایقو ځانونه پوهوی او د اسلام په مقدس دین مشرف کیږی. هلته دین او سیاست سره جدا دی خوخلک په حقیقی او رښتینی دین باندی بی پولیسو یا بی له کوم خارجی فشار اوجبره ایمان راوړی.

  17. اسلام حق دی.
    مسلمانان دا څو سوه کاله په ستونزو کې دي. د ستونزو ریښې یې علامه سد جمال الدین تشخیص کړي دي:
    په ولس کې خرافات
    د دولتونو استبداد
    استعمار
    پکار ده چې دیني علما د دین د غلطو تعبیرونو مخه ونیسي.
    اعتدال او انساني کرامت ته دروناوی د اسلام د دین اساسات دی او دې امت ته منځنی امت ویل شوی دی.
    په جزیاتو پسې ټینګ نښتل او اساسي انساني حقونه هیرول د اسلام سره مرسته نه، بلکې ورسره جفا ده.
    طالبانو ستر کار کړی و. افغانستان یې له تجزیې بچ کړی و، خو درې په لاس ښځې او نر يې په کوڅو او لارو کې وهل، نو اوس يې چا ته هغه لوی خدمت ندی وریاد خو درې یې وریادې دي.
    د رسول الله یو حدیث دی چې په اخیره زمانه کې به یوه ډله راپیدا شي چې د خره د لکي په شان شی به یې په لاس کې وي، زما امت به پرې وهي، خو زما د دین د ساتلو دعوه به کوي.
    د طالبانو درې همدغسې وې.
    مهاتیر ماته هوښیار سړی ښکاري، ډیر بریالی هم دی. هغه غواړي د موعظې او حکمت په امواجو زړونه تسخیر کړي، او په درو بدنونه ټپي نکړي.
    موږ ته هم دغسې فکر پکار دی.

  18. د مهاتیر دریځ سم او منطقی دی ځکه چه همدا دریځ د مالیزیا د پیاوړتیا او پرمختګ سبب شو . کنه مالیزیا به هم د ملا عمر کڼواله افغانستان ؤ !! د مذهب ړوند او بی منطقه تطبیق د ټولنه لپاره سرطان دی . کله هم چه مذهب په شین زور په ولس تپل شوی ، پایلی یی خطرناکی او عواقب یی ډیر منفی وي ! ښکاره مثال یی زموږ هیواد کی د ړاندو او جاهلو اسلام پالو ده چه دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم کوم بشری جنایتونه ونکړل !! پاتی د سعودي نطام په تش منافقت او درواغو ولاړ دی چیری چه په ظاهری توګه د مذهب یو نمایشی بڼه موجوده ده خو په اصل کی سعودي ټولنه د بداخلاقۍ تر تولو سترمرکز دی چه کیدای شي دومره بد اخلاقه او ټيټه ټولنه ان په غربي نړۍ کی هم تر سترګو نشي !!

    د افغانستان تجربه پدی هکله ډیر دردناکه او زهرجنه ده . موږ د مذهب په نوم ډیر جنایتونه او وحشتونه لیدلی او هیواد مو خاوری هیری شوی . د افغانستان د رنځ درمل همدا دي چه ړوند ملا باید اسیر کړای شي او سیاست د همیش لپاره د مذهب نه جلا کړای شي تر څو د ړوند ملا د مذهب په نوم د جنایتونو تکرار ناشونی شي . د پیاوړي او لوی افغانستان په هیله . مننه

ځواب ورکول ځوان وردک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *