تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سرپرست وزیرانو په دریم پرله پسې ځل هم د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتلو ډډه کړې ده.

 د راپور له مخې دواړه وزیران همایون قیومي او اجمل احمدي نن د دریم ځل لپاره د هېواد د  اقتصادي وضعیت په اړه مشرانو جرګې خپل عمومي مجلس ته وربللي وو خو دوی نه حاضر شوي او پر ځای معینان مشرانو جرګې ته ورغلل.

نن له همدې کبله سناتورانو د دواړو وزارتونو معینان رخصت کړي او زیاته کړې یې ده چې د دواړو وزیرانو لخوا د مشراو جرګې غوښتنې ته بې اعتنايي د هېواد له قوانینو سرغړونه ده.

 په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، دادریم ځل دی چې دواړه وزیران د اقتصادي وضعیت په اړه د جرګې د پوښتنو ځوابولو لپاره نه حاضرېږي: (( همایون قیومي نن خارج ته سفر کړی دیخو اجمل احمدي په خپل وزارت کې و او د جرګې پوښتنو ځوابولو ته رانغی.))

 ښاغلي مسلمیار خبرداری ورکړی که دواړه وزیران په ملي ژبو له خبرو کولو ډارېږي، نو مشرانو جرګه به ورته ترجمانان استخدام کړي تر څو ملي شورا ته  ددوی ځوابونه وژباړي: (( موږ د انځورو اخیتسول لپاره نه بلکې دملي ګټو د خوندیتوب لپاره د کابینې غړي استجوابوو، همدا اوس افغانستان په سوداګریزه برخه کې ۷ یا اته درجې شاته تللی دی.))

  ښاغلي مسلمیار همدا راز ویلي، له ولسمشر غني سره به ډېر ژر په مخامخ لیدنه کې دا موضوع وڅېړي او تر هغو چې داوزیران مشرانو جرګې ته حاضر نه شي، د جرګې اجنډا به هم بدله نه کړای شي.

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دواړه وزیران دوه ځلې د مشرانو جرګې له غوښتنې څخه په سرغړونه استجواب ته نه وو حاضر شوي چې له کبله یې سناتورانو ټینګار کړی و تر څو دوی لویې څارنوالۍ ته معرفي شي.

One thought on “د مالیې او سوداګرۍ سرپرست وزیران په دریم ځل هم مشرانو جرګې ته حاضر نه شول”
  1. د مسلمیار صاحب کورودان چې د وطن اقتصاد غم ورسره دی. پوهیږم چې دی له نورو ډیر د بیوزلو حالت درک کولی شي، مسلمیارصاحب تروسه شخصي کورنلري، کرایي کې اوسیږي، لکه نور وکیلان باډیګارد و زرهي موټرونه هم نلري، دندې ته هم ملي بس کې ځي راځي، ننګرهار ته هم لیني موټرو کې سفرکوي، آبله ورځ لیني فلاینکوچ کې راسره برابر شو

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *