تاند- د لویې څارنوالۍ ویندوی نن /سې شنبه/ وویل چې د مالیې له وزارت څخه د درې سوه اته ویشت نیم ملیون افغانیو د غلا دسیسه ناکامه کړای شوې خو ۶۱ ملیون افغانۍ بې درکه شوي دي.
د لویې څارونوالۍ ویندوی بصیرعزیز د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې په دې تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي چې دواړه د مالیې وزارت مامورین دي.
راپورونه وايي چې د مالیې له وزارت څخه په بلخ کې یوه بانکي حساب ته ۳۲۸ اعشاریه ۵ ملیون افغانۍ په الیکترونیکي ډول لېږدول شوې وې. دا پیسې بېرته د مالیې وزارت ته استول شوي خو ۶۱ ملیون افغانۍ لا هم په دې منځ کې ورکې دي. دا پیسې په ۳۸ بانکي چکونو د بلخ له بانکونو څخه ایستل شوي دي.
ویل شوي چې په دې غلا کې د مالیې وزارت د بلخ ولایت مسوول چارواکی لاس لري خو دا کس د بلخ د والي عطا محمد نور په مداخله خوشي شوی او ازاد ګرځي.
د لویې څرانوالۍ سرچینې وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
ویل کېږي چې د افغانستان عدلي او قضايي اورګانونه د اختلاس د معاملو په وړاندې ډېر سست عمل کوي، تراوسه پوري یې د کابل بانک د لویې غلا اکثره عاملان په سزا نه دي رسولي او د دغه بانک پیسې یې ورڅخه نه دي ترلاسه کړي.
د کابل بانک تجربې او له غله څخه د بلخ د زورو والي ملاتړ ته په پام سره داسي ښکاري چې د دولت له خزانې ۶۱ ملیون افغانۍ د تل لپاره ووتلې.
د مالیې وزارت وايي چې د دوی د دیجټل سیستم له برکته غلا ژر څرګنده شوه.
د ولسي جرګې اقتصادي کمېټې له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د دې غلا مسوول ته سزا ورکړي.
د ولسي جرګې د اقتصادي جرګې غړي احمد شاه رمضان وویل چې ولسمشر په تېرو ۱۲ کلونو کې غله هڅولي او یا یې د غلا جرات ورکړی دی خو دوی هیله لري چې د واک په دې وروستیو میاشتو کې غله ونیسي او سخته سزا ورکړي چې نورو ته درس شي.
يوغل به وبل غله ته سزاوركري؟
د کرزي حکومت موږ ته ښه درس راکړ
کال ته انتخابات لرو. فکر وکړئ که مو فاسد ته رایه ورکړه وطن مو تباه کړ او که د کرزي په شان کمزوري او بې واکه سړي ته مو رایه ورکړه، خبره به لا پسې خرابه شي.
داسې څوک انتخاب کړئ چې پخپله هم غل نه وي او د غلو ملګری هم نه وي، داسې کس چې قاطع او اصولي وي، نه د چا مراعات وکړي او نه په کابینه او حکومت کې فاسدان مقرر کړي.
زور څا رنوال وقا ضی صل حب محترم به ما مور بیچا ره بی واسطه میر سد فکر کنید این قدر جنا یت بزرګ کرده میتواند تا جنیتکا ر بزرګ انرا به این جنا یت تشو یق نکرده با شد جنیتکا ر بزرګ همراه جنیتکا ر پا یین رتبه یکجا با ید محا کمه شود؟
نوشجان نامیانودغسی غلاشه ده چی دعمرکارپشکی وسی
پکه دا د لا بله سپکه
خلک ډیر رند شویدي، څه موده وړاندې هم یوې میرمنې ددې کار جرأت کړی و او ځان ېې تر نن پورې ورک کړ. دا دی نن بیا ځنو نرانو د ځنو ښکرورو پر مټ دا کار د دولت په کچه ترسره کړیدی
زما نه اشتباه وشوه ډیره غټه غله می په ستر ګو راغله د وار خطایی می دری لیکل شروع کړل
متل ده چه وای: څنګه چه غر همداسی کر بوړی کر بوړی نن او سبا په زراوو ډالرو خر څیږی په کر بوړو پسی ووزی غله مکوی غله ډیر بد عمل ده کنه تا سو خپل او با نکونه خپل تاسو خو په رڼاه ورڅ هم هر څه کولی شی څوک دی چه له تا سو پښتنه وکړی نوش جان وخوری وخوری همدا مو وخت ده بی پر سانه با دشا هی ده ارمان زړه کی پری نږدی دوبی دوبی دوبی ژوند په دوبیکی افسوس ستا سو په حال.
زه خوداوایم چه عطامحمد نورپه ټول ملک اووګړوریشخندشروع کړیدی خوڅوک څه نه شی ورته ویلی حتی کرزی هم تری ډاریږی .الله پاک دپدی ملک اووکړوورحمیږی .په درنښت
دارو مو سه
افسوس د کرزي په پاچاهي يو غله ته يي تر اوسه جزا ورنکړه دا ځکي چي دده اداره له يوي مافيا ډلي څخه جوړه شوي ده دوي به ولي دا دي خوار ملت درايي نه چور کوي
مونږ ځانته مسلمان او د غير مسلمان نه ښه وائيو بلا د د حيواناتو را باندئ وګرزئ د فساد او بئ عدالتئ په خلاف خو عمل کښۍ ځه نه کوو خو په تشو خبرو په وخت هم حق نه وائيو او غلاء په ځير د شرم کار ته هم د شاباش او دارو مو شه لفظونه کار ولو نه نه شرميګو
ايا تاسو خپلو بچو ته د غلا په صورت کښۍ هم همدا لفظونه کاروئي او که رټئي ؟